د ولسمشرۍ ټاکنـو پایلـه؛ د دمـوکراسی بریـا که جنـازه

نصرت الله حقپال/

را روانه شنبه (د تلې ۶مه ۱۳۹۸ه.ل) د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ورځ ده. د ټاکنو کمیسون وایی چې له نه نیم(۹.۶ ملیون) میلیونه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې او کیدای شی چې ډیر شمیر خلک په ټاکنو کې برخه واخلی. خو امنیتی ترنګلتیا، په ټاکنو کې د پراخ فساد شتون، په نظام او حکوم باندې لویه بې باوری، د چارواکو غولونکو خبرو او په ټوله کې د ولس او دولت ترمنځ د ستر واټن د شتون له امله؛ ډیر احتمال دا دی چې له یو الی دوه ملیونه کسان به په ټاکنو برخه واخلی او بس.
mandegarپه همدې وخت کې، دغه دوه کسان او د دوی ټاکنیز ملګری، هغه څیرې دی چې همدا اوس د واک په ګدۍ ناست او حکومت یې له تیرو پنځه کلونو راهیسې، په خپلو کې ۵۰-۵۰ سلنه ویشلی ده. د ټاکنو کمیسون او د څار ډلو په وینا، دغه دوه ټاکنیز ټیمونه په پراخه کچه له دولتی سرچینو او امکاناتو څخه په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ګټه اخلی او نور ټیمونه ترې محروم دی.
ټاکنې به «یا په ککړه یا په لکړه وشی» وشی، خو اصلی کیسه له ټاکنو وروسته معلومیږی. په هیواد کې نوی او په ډیرو غمونو لړلی فصل، د یک شنبې په ورځ پیلیږی، هغه ورځ چې ټاکنې ختمې او هره ټاکنیزه ډله د بریا ادعا وکړی. دا حتمی خبره ده چې د غنی او عبدالله ډلې به، په یو وخت کې د بریا ادعا وکړی او وه به وایی چې د ټاکنو وړنکی دی او سیال یې ماته خوړلې ده.
داسې معلومیږی چې د افغان ولسمشریزو ټاکنو اصلی ملاتړی (امریکا، ملګری ملتونه او اروپایی ټولنه) غواړی چې ټاکنې د کړکیچ خواته لاړې شی. د روان ۲۰۱۹ز کال د سپټمبر په ۱۹مه نیټه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تنده او داړونکې اعلامیه کې په افغان حکومت تور پورې کړ چې د امریکا بسپنه سمه نه مدیریت کوی او د چارواکو شخصی جیبونه ته لویږی. دغې ادارې په مستقیم ډول، د ولسمشر تر نظر لاندې، د تدارکاتو ملی اداره تورنه کړه چې په سترو قراردادونو کې روڼتیا نه شته او له فساده ډک دی. تر دې وړاندې، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس هم په یو شمیر ټویټونو کې، د ټاکنو په روڼتیا شک ښودلی وو او د تدارکاتو ادارې په کړنو یې نیوکه کړې وه.
د دې ترڅنګ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د ولسمشر ټرمپ له خوا د روانې سپټمبر په ۸مه نیټه لغوه اعلان شوې او دغه لړۍ بنده شوه. خو د ډیرو شنونکو او چارواکو په باور، دغه لړۍ به ډیر ژر بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ پیل شی. د سولې د مذاکراتو د بیا پیل ډیر شونتیا شته ده. تیره ورځ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په سپینه ماڼې که له ولسمشر ټرمپ سره په خبرو کې، له هغه څخه غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره دې د سولې مذاکرات بیا پیل کړی. همدا شان ولسمشر ټرمپ، پرون (۲/۷/۱۳۹۸) د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ ته په وینا کې و ویل: «موږ به هیڅکله، د واقعی سولې لپاره خپلې هڅې و نه دروو». په همدې وخت کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد څوکۍ په خپل ځای پاتې ده او په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو له ځینو لورو سره لیده کاته پیل کړی دی.
داسې ښکاری چې امریکایان په قصدی ډول غواړی چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د کړکیچ خواته لاړې شی. ځکه چې دا په طبیعی او اتوماتیک ډول، هغه څه ته لاره پرانیزی چې امریکا یې غواړی. امریکا غواړی چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړی، خو د دې خبرو په مخ کې، هغه دولت ستر خنډ دی چې له ټاکنو وروسته رامنځ ته کیږی. ځکه چې هغه به ظاهراً یو قانونی او مشروع دولت وی او باید خپله پنځه کلنه دوره پوره کړی. بلخوا، طالبان له هغه دولت سره د یوه دولت په توګه خبرې نه کوی چې د ټاکنو له لارې رامنځ ته شوی وی او هغه د امریکا لاس پوڅی بولی. نو دلته بیا د امریکا پروژه «له طالبانو سره د سولې مذاکرات» له خنډ او ځنډ سره مخ کیږی، نو تر ټولو ښه او آسانه لار یې دا ده چې ټاکنې کړکیچ خواته لاړې شی او هیڅ لوری په دې قناعت و نه کړی چې دی بایلونکی او سیال یې وړونکی دی.
دغه کړکیچ او نزاع به سبب شی چې ډیر کورنی او بهرنی لوری به د یوه مؤقت حکومت غوښتنه وکړی او به وایی چې دا د افغانستان سولې لپاره اړینه او حیاتی خبره ده. هغه وخت به اشرف غنی هم مقاومت و نه شی کړای، ځکه چې ده ته به و ویل شی چې ته اوس ولسمشر نه، بلکې یو کاندید یې او رایه دې هم نه ده وړې. نو هغه وخت په ډیرې آسانۍ سره کیدای شی چې مؤقت/سرپرست حکومت رامنځ ته شی او د ټاکنو کړکیچ پای ته ورسیږی. همدا اوس هم د ټاکنو د لغوې غوښتونکی ډیر زیات دی. د پخوانی ولسمشر حامدی کرزی په کډون، یو شمیر د ټاکنو نوماندان او د جمعیت ګوند یو شمیر مخور، د همدې مسئلې ټینګ ملاتړی دی.
که دا کار وشی، نو درې موخې به ترلاسه شی. یوه دا چې د طالبانو غوښتنه به پوره شی چې موږ له قانونی او د ټاکنو له لارې رامنځ ته شوی حکومت سره خبرې نه کوو او غواړو چې له یوه دریم او بې طرفه حکومت سره خبرې وکړو. دیوم به د امریکا پټ او اساسی هدف تر لاسه شی، هغه دا چې ظاهراً به قانونی او د ټاکنو له لارې منځ ته راغلی حکومت لغوه او یو سرپرست حکومت به چارې په غاړه واخلی، په دغه حکومت به امریکا خپلې هر ډول غوښتنې په سادګۍ سره منلی شی او د سولې مذاکراتو سره اړینه مرسته کولی شی. دریم به داشی چې د ټاکنو لانجمنې کشالې ته به د پای ټکی کیږدی او د افغانستان وضعیت به له بې ثباتۍ او بې سرونوشی څخه څه نا څه خلاص کړی.
خو د دې ټولو مسئلو معنا دا نه ده چې، په افغانستان کې به ریښتنې سوله او هر اړخیر امنیت راشی. ځکه چې لا تر اوسه په افغانستان کې د امریکا سیاست او تګلاره، له جګړې څخه، سولې ته نه ده بدله شوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.