نیمایی افغانان درې وخته خواړه نه لری؛ عوامل او د حل لار یې څه ده؟

نصرت‌الله حقپال/

د افغانستان د اقتصاد وزارت وایی چې د افغانستان نیمایی وګړی (۱۴ ملیونه کسان) درې وخته کافی خوړو ته لاس رسی نه لری او د سختې بېوزلی له کبلههره ورځ کړیږی. په ورته وخت کې، په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې ځانګړی مفتش دفتر یا (SIGAR) د روان کال د جنوری په ۱۴مه و ویل چې ۵۵سلنه افغانان د ورځې یو ډالر عاید نه لری او افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو فقیر هیواد دی.
mandegarدا خبره په داسې وخت کې کیږی چې آکسفام ( هغه جهانی سازمان چې په نړۍ کې د فقر کمولو او د بېوزلو او شتمنو ترمنځ د نابرابرۍ په کمولو کې کار کوی) د روان ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د داووس په نړیواله اقتصادی ناسته کې خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې د بېوزلو او شتمنو ترمنځ واټن ورځ تر بلې ډیریږی او دغه ستونزه دې کچې ته رسیدلې چې د نړۍ ۲۱۵۳ شتمن د ټولې نړۍ د ۴.۶ ملیارده کسانو پانګه لری چې د نړۍ ۶۰ سلنه نفوس جوړوی.
په غونډه کې د دغه سازمان استازی (امیتاب بهار) و ویل چې د غریبو او شتمنو ترمنځ واټنپه نړۍ کې ژورې ریښې زغلولی او دا ناممکنه ده چې دغه فاصله دې راکمه شی، مګر دا چې په دې اړه ټینګه اراده وشی او د نابرابری د له منځه وړلو په اړه عملی اقدامات او پالسۍ وضع شی، خو په همدې وخت کې، د نړۍ ډیر کم دولتونه دی چې دېمسئلې ته ژمن دی.
نه نړۍ غریبه ده او نه هم افغانستان، دا حاکم نظام او اقتصادی-سیاسی سیستم (Capitalism) دی چې نړۍ او افغانان یې د فقر او بېوزلی له دایمی بحران سره مخ کړی دی. الله (ج)د ځمکې په مخ د انسانی ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافی مواد (خواړه، اوبه، هوا او…) ځای په ځای کړی او دا ظرفیت یې په ځمکه کې ایښی چې په تلپاتې توګه د بشر اړین احتیاجات رفع کړی. خو دا بشر/انسان دی چې د ځمکې د موادو او پانګې په ویش کې ظلم کوی او په عادلانه ډول یې نه ویشی، نو دا انسان او د هغه له فکره زیږیدلی اقتصادی پانګوال-نظام (Capitalism) دی چې د دا ډول بحرانونو باعث کیږی.
کپیټلیزم له انسانانو څخه لیوان جوړوی او داسې روحیه ورکوی چې له هرڅه د مخه، د هر فرد مادی ګټه ده او بس. په کپیټلیزم کې قناعت، ایثار او انفاق (د صدقې ورکړه) نشته او حتی دا ډول مفاهیمو ته په منفی سترګه ګوری. د موثقو رپوټونو له مخې، افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد دی او جالبه خو دا ده چې فساد د دولت په لوړو پوړیو (ارګ ماڼۍ، د تدارکاتو اداره، مالیې وزارت، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او…) کې خپل وروستی سرحد ته رسیدلی دی.
انسانان د خپلو افکارو او ژورو مفاهیمو سره سم عمل کوی، که انسانان د یوې سالمې جهان-بینی او مفاهیمو په اساس ژوند وکړی، نو بیا دا ډول نه وحشی کیږی. که یوازې فساد په افغانستان کې لرې شی او شته امکانات په شفاف او عادلانه ډول په دیرش ملیونه کسانو و ویشل شی، نو هر وګړی به د متوسط ژوند څښتن شی. افغانستان کې چې هره د پنځوس میلونو ډالرو پروژه تطبیق کیږی، نو په اوسط ډول، د هغې پروژې شل میلونه په رشوت او فساد کې لګول کیږی. که افغان لوړ پوړی دولتی چارواکی او شتمن خپل ذکات او صدقات په پوره معنی سره په خوار و غریب و ویشی، نو د فقر کچه به ډیره را ټیټه شی. خو حاکم پانګوال نظام اجازه نه ورکوی چې شتمن دا کار وکړی، ځکه چې د سبا له فقره ویری.
بله لویه ستونزه دا ده چې د افغانستان په بیت المال باندې واکمنه کړی، نه یوازې دا چې فساد کوی، بلکې فساد یې قانونمند او سازمانی کړی دی او دغه د افغان یتیم پیسې اروپا او امریکا ته انتقالوی او هلته ور باندې پانګه اچونه کوی. ډیری عالی رتبه چارواکو او شتمنو په دوبی، ترکیه، ازبکستان، اروپا، امریکا، کناډا او نورو هیوادونو کې مجلل کورونه اخیستی او هلته یې لوی کاروبار روان دی.
په پانګوال نظام کې اصلاً فقر نه ورکیږی او ورځ تر بلې ډیریږی. د آکسفامد هندی څانګې مشر ښاغلی بهار وایی: «دا دولتونه دی چې د نابرابری بحران یې را منځ ته کړی، دوی باید د دې په ضد عاجل اقدام وکړی او پای ته یې ورسوی.»افغان شتمن او لوړپوړی دولتی چارواکی خپله پانګه ذخیره کوی او د هر هغه اقدام مخه نیسی چې عام ولس ته یې لویه ګټه او دوی ته یې ډیر لږ تاوان وی. د دوی دغه کار د عادی خلکو د بربادی سبب کیږی، خو دوی یې پروا نه کوی.
که کپیټلیستی اقتصادی نظام په افغانستان او نړۍ کې له منځ ولاړ نه شی، نو اوسنی د فقیرو او شتمنو ترمنځ لوی واټن به لا پسې ژور شی چې کیدی شی په یوه بشری فاجعه بدل شی. همدا اوس هم یو شمیر پانګوال او لوی دولتی چارواکی دی چې د جګړې د ختم مخالفین دی، ځکه چې جګړه کې د دوی شخصی ګټه ده، یعنې د دوی ګټه د زرګونه انسانانو د مرګ سبب کیږی، خو بیا یې هم پروا نه کوی.
دا ډیره پوچه او غیر واقعی نظریه ده چې د ځمکې مواد کم او د انسان اړتیا ډیره ده. دا مفکوره د کپیټلیزم د مفکرینو ده. اصلی مشکل د ځمکې د ثروت ویش او د پانګې دوران دی. که د کپیټلیزم په ځای، د اسلام سیاسی-اقتصادی نظام په افغانستان او سیمه واکمن شی، نو ډیر ژر به دغه ستونزه تر ډیره بریده حل شی. ځکه چې یو خو اسلام د پانګې د ذخیره کولو ممانعت کوی، بل یې دولت، چارواکی او پانګوال د عام ولس په وړاندې ځان مسئول ګڼی او یوازنی هدف یې شخصی ګټه نه وی.
په اسلامی اقتصادی نظام کې پانګه په دوران کې وی او د خلکو ترمنځ لاس په لاس کیږی. له بل اړخه، حاکم نظام؛ ټولنه د ذکات، صدقې، ایثار او انفاق په ورکړې او د غریبو په لاس نیوی روزی او تشویقوی یې، پانګوال د ذکات او صدقې په ورکړې مکلف دی او په دې باندې احساس د خوشالۍ کوی. البته دا ادعا یوه خیالی خبره نه ده. دې اقتصادی نظام وکولی شول چې کابو زر کاله د لوی منځنی ختیځ اقتصادی مشکل حل کړی، هغه وخت چې اروپا په توره تیاره کې ژوند کاوه. اوس هم اصلی ستونزه په حاکم سیاسی-اقتصادی نظام کې ده چې افغانستان او نړۍ یې د غربت له ستر بحران سره مخ کړې، که د دې نظام په ځای، اسلامی سیاسی-اقتصادی نظام حاکم نه شی، نو دا بحران به لا پسې ژور او و پړسیږی، تر دې چې اوس د نړۍ عادی خلک د شتمنو په شتون ناراضه دی او پوښتی چې ملیارډران دې موجود وی او که نه وی؟
آکسفام په ۱۹۴۲ کې تاسیس شوه چې یو نړیوال سازمان دی چې په نړۍ کې د نابرابی او د فقر د را کمولو په برخه کې کار کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.