وږی ملت او غنی حکومتداران / هغه واټن چې ورځ تر بلې زیاتېږی

۱۱ دلو ۱۳۹۹

 

د پوهنتون استاد او خبریال نعمت الله عزیزی

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې چې د اوسنی ولسمشرمحمد اشرف غنی د بریا لپاره په آګاهانه او نا خبرۍ سره تبلیغات روان وو او ښاغلی غنی ته هم د ملت د ژر تېر ایستلو ښې لارې معلومې وې د حکومت او ملت ترمنځ د واټن له منځ وړل او ارګ د ټولو ولسونو کور جوړول هغه دروغجنه ژمنه او شعار و چې نه یوازې عملی نه شو، بلکې د دولت او ملت تر منځ واټنونه لا ډېر شول.

د بشری تاریخ په اوسنیو او پخوانیو آثار کې دولت او ملت د یو بل بشپړونکی او د یو بل نه بېلېدونکې برخې ګڼل شوې دی چې واکمن هم د ملت له منځه را پاڅېدلی او ځان د ملت خدمتګاران ګڼی او هڅه کوی ترڅو خپل ملت د نړۍ د نورو هغو په څېر د سیالانو په کتار کې ودروی. په مقابل کې بیا ملتونه د خپلو حکومتونو لپاره د پایښت او قوت هڅې کوی او ځان د حکومت او حکومتونه د ځان ګڼی چې تر څنګ یې هر یو په خپل وس د عامه ګټو په خوندی کېدو پسې وی.

خو ای کاش همداسې وای، افغانستان کې نو بیا ټوله کیسه بدله ده، که له یوې خوا ملت، حکومت پر خپلو اوږو د پردو بار ګڼی بل خوا حکومتونه هم له ملت شکېدلی او یوازې ورته واک او حکومتولی په ژوند کې د ټوپ وهلو د تختی په څېر ښکاری چې باید له ټولو آسانتیاوو او امکاناتو یې له حساب پرته ظالمانه ګټه واخلی او خپل راتلونکی ژوند تضمین کړی.

سره له دې چې تل سیاست مداران او واکداران په دروغجنو ژمنو، کاذبو او خیالی خبرو او ویاړونو ځانونه د ملت خدمتګاران او د ملت له منځ د راټوکېدو تېر ایستونکی شعارونه ورکوی، خو په اصل کې په ځانګړو دنیاګانو کې ژوند کوی دلته د ملت او واکدارانو ترمنځ دومره توپیرونه دی چې زه یې دوې بېلې دنیاګانې یادوم چې یوه پکې د وږی، بېکاره او اړمن ولس (ملت) او بله د بډای او د دنیا له ټولو آسانتیاوو د برخمنو واکدارانو دنیا ده.

دا دوې دنیاګانې دومره سره لرې دی چې آن یو د بل له درد او رنج، خوندونو او مزو هم خبر نه دی، د اړمنې دنیا خلک یوازې خپل دردونه شماری، د سهار او بېګاه غم کوی او د عادلانه او پرېکړه کوونکې ورځې لپاره شېبې شماری، خو د خوندونو او مزو دنیا وال بیا دنیا ته د جنت له باغچو او له حورو او وینځو د ډک بازار په سترګه ګوری او لا ډېر ځان د دې خوندونو وړ ګڼی.

په افغانستان کې د ډیموکراسۍ په نامه د حکومتولۍ له پیل او د بیان د آزادۍ را وروسته دا خبره ډېر ځله زمزمه شوې ده چې د ملت او حکومت تر منځ باید واټن نه وی او ولسونه ځان په حکومت کې ووینی. په ۱۳۹۳ لمریز کال کې چې د اوسنی ولسمشرمحمد اشرف غنی د بریا لپاره په آګاهانه او نا خبرۍ سره تبلیغات روان وو او ښاغلی غنی ته هم د ملت د ژر تېر ایستلو ښې لارې معلومې وې د حکومت او ملت ترمنځ د واټن له منځ وړل او ارګ د ټولو ولسونو کور جوړول هغه دروغجنه ژمنه او شعار و چې نه یوازې عملی نه شو، بلکې د دولت او ملت تر منځ واټنونه لا ډېر شول.

کله چې د ولسمشر غنی له لوری په پکتیکا کې خلکو ته په وینا کې د ټول افغانستان د جوړولو ادعا کېږی او ورسره پلاوی ورته په پوره بې شرمۍ د هو په معنا سرونه خوځوی او لاسونه پړکوی، کله چې په کابینه کې د یو څو ځوانو خو له ملت د لرې څېرو د ادلون او بدلون خبرې د شایسته سالاری په توګه تعبیر کېږی، کله چې د سولې په برخه کې د دواړو لوریو د امتیاز او واک غزولو هڅې د ملت د ګټو په توګه معرفی شی، کله چې د ارګ میشتو واکمنو له لوری د ۹۱ پالیسی کوډ څخه په میلیونو ډالر د دفتری لګښتونو، سفرونو او امتیازی معاشونو تر نامه لاندې تارومار کېدل د نظام تقویت وګڼل شی او نوې یې لا دا چې د چارو د ادارې له لوری د ۱۷ ډوله غوښو خوړل او ۳۰ میلیونو ډالرو سبزی او ترکاری لګول د واکمنو حقه حق وګڼل شی د سلیم عقل کوم خاوند به پیدا شی چې لا هم دا ملت او دولت د یو بل د درد ملهم او دواء وګڼی.

هغه ملت چې له سختې لوږې، بېکارۍ، نا امنۍ، بې سوادۍ او بلاډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او هغه چارواکی چې د بېلابېلو کم پیدا مرغانو غوښې خوری او په سلګونه زره میاشتنی معاشونه، د دسترخوان لګښت، د کور کرایې او په بېلابېلو نومونو د ملت پر هډوکو شخوند وهی او ځانونه ورته د نړۍ فاتحان، د پرمختګونو سرلاری، د ټکنالوژۍ او ساینس بې جوړې فیلسوفان ښکاری څنګه پرتله کېدای شی؟

دا به له عدل او انصاف ډېره لرې وی چې داسې چارواکی چې خپلې ګټې، د واک پایښت، له دنیایی حورو د ډکو حرم سرایونو روڼتیا او د خپلو خواهشاتو دوام د ملت په وژلو، لوږه، بې سوادۍ، بې وزلۍ او پر نشه یی توکو په روږدی کېدو کې وینی او لا په مډرنه بڼه یې د خولې مړۍ د غلا کولو پلانونه طرحه کوی د ملت خدمتګاران او نه بېلېدونکې برخه وګڼل شی. او تمه هم دا وی چې د ملت او دولت تر منځ واټن کم او ملت هم په خپلو سینو سپرکولو سره د نظام او دولت د ټېنګښت او پایښت دروغجنو شعارونو ته وګډېږی. دلته هغه د سوال یارانه ده چې اوسنی واکمنان هم پرې ښه پوهېږی، خو ملت د دې یارانې د ګډوډۍ خورا ترخې تجربې لری او نه غواړی دا د سوال یاری یې ګډه وډه شی چې واکمنانو ته هم له ژمنی خوب پاڅېدل او د یارانې خیال ساتل پکار دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.