د ملی اجنډا طرحه، د سیاسی نخبه ګانو ازمېښت

/

تېره ورځ په کابل کې د ملی اجنډا د طرحې په اړه چې د شهید احمدشاه مسعود د بنسټ د مشر احمد ولی مسعود له لوری وړاندې شوې، لومړۍ مشورتی غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د هرې ډلې، ګوندونو، اېتلافونو او بېلابېلو فکرونو او اېډیالوژیو خلک په کې راټول شوی ول، په ملی اجنډا بحثونه وکړل او خپل نظرونه یې تبادله کړل.
په دې غونډه کې چې د هېواد مخکښو سیاستوالو او سیاسی مشرانو په کې ګډون کړی و، د ملی اجنډا طرحه تر ډېره ومنله.
د ملی اجنډا طرحه په خپل ډول یوازینۍ طرحه ده چې د روان بحران د پای ته رسولو او د پرمختګ لور ته د قدم اخیستلو لپاره وړاندې شوې، خو په دې طرحه جوړه شوې لومړۍ مشورتی ناسته بیا له دې هم خاصه او ځانګړې وه.
ښایی دا لومړی وی، چې د بېلابېلو مفکورې خلک او د بېلابېلو اېډیالوژیو پر مخ وړونکی سیاستوال، ځوانان او مېرمنې سره په یوه مېز راټولېږی او د هېواد په برخلیک خبرې کوی.
که څه هم چې په دې غونډه کې مفصلې خبرې وشوې، خو د ملی اجنډا طرحه ډېر بحث او څېړنې ته اړتیا لری.
په دې څو ټکی ډېر مهم ول، چې د خلکو پام او توجه یې ځان ته اړوله. لومړی دا چې ګډونوال تر ډېره د یوه هدف په تر لاسه کولو غږېدل، که څه هم چې څرنګوالی او انداز یې جلا و. مثلاً ټولو په هغو توکو او مسایلو ټینګار کاوه او پلی کېدل یې غوښتل چې په ملی اجنډا کې یې ذکر راغلی لکه د پرمختګ خواته ګامونه اخیستل، د باور فضا رامنځته کول، د یو بل زغمل او نور. خو د دې اهدافو د ترلاسه کولو څرنګوالی سره توپیر درلود.
د غونډې اکثریت غړو چې سیاسی نخبه ګان ول، د ملی اجنډا له طرحې ملاتړ وکړ او روښانه یې کړه، که چېرې په دې طرحې کار وشی، لا غنی شی او له ټولو افغانانو سره شریکه شی، له شک پرته چې د یوې سترې او یوازینۍ حل لارې په توګه به خلکو ته د منلو وړ وی.
د ویناوالو او سیاسی شخصیتونو له خبرو ښکارېده؛ چې نور په افغانستان کې قومپالنه، سمت پالنه، جګړه، ورور وژنه او نورې پدیدې په خلکو بار شوی، د خلکو ترې نفرت شوی او هر سړی ترې د خلاصون لاره ګوری.
هر څوک په دې اند وو چې نور د دې وخت دی، څو تر څنګ یو بل دوست هم وزغمی، په هېواد کې د ټول وګړو حقوق خوندی کړی، یو د بل فکر، نظر او اېډیالوژۍ ته احترام وکړی، یو د بل ګټو او ژوند ته خطر پېښ نه کړی او په یوې سوله ییزه، ارامه او د پرمختګ په چاپېریال کې سره ژوند وکړی.
خو د دې غوښتنې لپاره تر اوسه نه کومه طرحه وړاندې شوې وه او نه هم کوم غږ پورته شوی و. دا چې ښاغلی احمدولی مسعود د لومړی ځل لپاره طرحه وړاندې کړه او ټول یې په یوه مېز سره راټول کړل، خلکو ته یې یو لیدلوری ورکړ نو د خلکو د هرکلی وړ وګرځېده.
بله مهمه نقطه چې په دې غونډه کې وه، هغه دا وه چې نور د سمت، ژبې او قوم مساله له خلکو هېره وه. ګر چې ځینو اشخاصو لا هم د قومپالنې او سمت پالنې عقیده درلوده؛ خو په ټولیز ډول نظر دا و، چې نور خلک له دې مسایلو ستړی شوی او باید په یوې نوې تګلاره او طرحه فکر وکړی. او دا نوې تګلاره او طرحه د دوی په مېز ایښې وه.
یو مهال له خلکو سره داسې مفکوره وه، که به له ختیزه کوم سوله ییز حرکت پیل شو، چې موخه به یې هېواد ته سولې، امن او پرمختګ راوستل ول، د شمال، لوېدیځ او حتی د سوېل خلکو به یې ملاتړ نه کاوه، دغه راز برعکس که د بلې سیمې نه د سولې، امن او ترقۍ غږ پورته کېده مقابل لوری یې مخالفت کاوه. هیچا د بل بلنه نه منله او هیچا د بل فکر او نظر ته احترام نه درلود.
خو پرونۍ ناستې وښوده، چې اوس دا اند و فکر له کاره لوېدلی دی. اوس که د سولې، امن او پرمختګ غږ له هرې سیمې پوره کېږی خلک یې هرکلی کوی؛ خو دا غږ باید سولې او پرمختګ ته د ورتګ یقینی لاره وی. تر کومه ځایه چې ما د ملی اجنډا طرحه مطالعه کړې او تر کومه چې په پرونۍ غونډه کې پرې خبرې وشوې دا طرحه کولای شی چې د خلکو هیلې پوره کړی؛ خو په دې ډول چې دغه ډول غونډې ډېرې شی، ښه وڅېړل شی، و ارزول شی او په پای کې ټول هغه نظرونه په کې ځای شی، چې دمګړۍ په کې نشته او د کمښت اړتیا یې لیدل کېږی.
په دې غونډه کې لکه څنګه چې په ازاده او دېموکراتیکه فضا کې بحثونه شول او هر لوری مخالف یا موافق په ښه توګه خپل نظرونه وویل، دا د غونډې بله خوبی وه، چې په اکثریت غونډو او ناستو کې نه وی. که چېرې په راتلونکیو نورو غونډو کې هم دغسې فضا برابره شی او سیاستوال خپل نظر وایی، دا به د اجنډا د نیمګړتیاوو او ښېګڼو لپاره حقیقی او رښتینی نظرونه را برسېره کړی، چې په رڼا کې یې دا طرحه نوره هم ښه کېدای شی. دا چې دا طرحه سیاسی نخبه ګانو ته وړاندې شوه او دا په هغوی پورې اړه لری، چې په اړه څه قضاوت او پرېکړه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.