جمـهوریت که امـارت؟ پیـژندنه، توپیـر او مشـابهت

نصرت الله حقپال/

mandegarپه دې ورځو کې چې څومره په قطر-دوحه کې د امریکایی او طالب استاذو تر منځ د سولې خبرې وروستی کیدو او توافق ته نږدې کیږی، په کور دننه او بهر دا بحث ډیر ګرم دی چې د افغانستان لپاره کوم ښه او وړ نظام دی: امارت که جمهوریت؟ ولسمشر غنی په تکرار سره وایی چې په جمهوری نظام معامله نه کوی او هغه یې سره کرښه ده.

جمهوریت
د جمهوریت اصطلاح د لاتین ژبې له «res publica» څخه مشتق شوې چې معنایې «عامه څیزونه یا عامه چارې» ده. د جمهوریت او جمهوری نظام ریښې له میلاد مخکې د یونان او پخوانی روم په سیاسی فلسفه او تاریخ کې نغښتې دی. یونانی فیلسوف افلاطون په خپل کتاب «جمهوریت» کې په تفصیل سره د دې نظام په اړه خبرې کړی دی. همدا شان بل یونانی فیلسوف ارستو هم په خپل کتاب «سیاست» کې د جمهوریت په اړه کافی بحث کړی. په قدیم روم کې، په لومړی ځل په کال ۵۰۹ مخکې له میلاد څخه، جمهوری نظام رامنځ ته شو چې له څه مودې وروسته ړنګ شو.
په اروپا کې، جمهوریت په خپلې نوې بڼې سره، له منځنیو پیړیو وروسته، د ماکیاولی له خوا په شپاړسمه پیړی کې د ایټالیا په فلورانس ښار کې رامنځ ته شو او دغه سیاسی فیلسوف د جمهوریت له وتلو مفکرینو څخه دی. د ده ترڅنګ، د مونتسکیو او ژانژاک روسو هم د ده په شان، د جمهوریت له بنسټګرو څخه دی. له شپاړسمې میلادی پیړی نه بیا تر نن پورې، جمهوری نظام په مختلفو اشکالو سره په غربی او نوره نړۍ کې واکمن دی.
د جمهوریت ځینې مهمې ځانګړنې دا دی: د دین او دولت/سیاست جلاوالی، د بشر مطلق حاکمیت او د دین (خالق) انحاصر په کلیسا/جومات کې، حق او باطل د بشری عقل/قانون له مخې ټاکل کیږی…
امارت: لغوی ریښه یې د عربی له «اِمارَه» څخه ده چې معنی یې امیر/مشر کیدل، واکمن، د واکمنۍ ځانګړې سیمه، هغه څوک چې د امر او نهې صلاحیت لری او نورو ته امر و نهې کوی. یو عام لفظ دی، که چرته تخصیص ور سره اضافه نه شی، نو د مشری په هر ځای کې کارول کیږی. لکه د سفر امیر، د جهاد امیر، د کور امیر، د یوې ډلګۍ امیر او حتی امیر المؤمنین (خلیفه) او…
په اصطلاحی لحاظ، د امارت نظام په اړه یو مشخص او دقیق تعریف او تشریح لا تر اوسه نشته. په دې هکله مې مختلف کتابونه او مقالې د طالبانو د منابعو په شمول ولوستې، خو یو مشخص او متفق علیه تعریف او چارچوکاټ مې پیدا نه کړ.
امارتی نظامونه یوه اندازه تاریخ لری— د اسلامی خلافت په ځانګړې توګه د عباسیانو او عثمانیانو د واکمنۍ پر مهال، امارت به هغو وړوکو/کوچنیو سیمه ییزو حکومتونو ته ویل کیدل چې له خلافت سره به یې بیعت درلود او په داخلی چارو کې به خپله واکمن ول. د بیلګې په توګه د اندلس امارت ته ایشاره کولی شو.
نن هم موږ د امارت له مختلوفو بڼو او اشکالو سره مخامخ یو. په افریقا کې د مراکش (المغرب) امارت، په عربی نړۍ کې د قطر امارتی-سلطنتی نظام، متحده عربی امارات، په افغانستان کې د طالبانو پخوانی امارت، د پاکستان په سوات دره کې اسلامی امارت او داسې نور. خو که اوسنیو ټولو ته ځیر شو، نو هیڅ یو یې، نه په اصولو کې او نه په فروعو کې سره یو او په ټوله معنا سره مشابه نه دی.
که موږ د سوات درې اسلامی امارت د طالبانو له اسلامی امارت سره په یوه تله کې کیږدو، نو ګورو چې ترمنځ یې لوی توپیر پروت دی. د سوات درې امارت یو محلې او تقریباً تر یوه ښار (درې) پورې محدود وو، خو د طالبانو امارت کابو یو هیواد تر خپل تسلط لاندې راوستی وو. په ادارې او حکومتی نظام کې، هم سره ډیر په ټکر کې ول. همداشان، که موږ متحده عربی امارات او د طالبانو اسلامی امارت سره پرتله کړو، نو هیڅ د مقایسې او پرتلې وړ نه دی. په جزیاتو ځکه بحث نه کوم، چې د مقالې له حوصلې بهر ده.
د طالبانو اسلامی تحریک هم له امارتی نظام څخه کوم دقیق او مشخص تعریف او برداشت نه لری. د دوی تعریف په تیوری او عمل کې؛ ډیر عام او د څو مفکورو او نظامو ګډوله ده. په «اسلامی امارت موږ ته څه راکړی؟» کتاب کې چې د طالبانو له رسمی منشوراتو څخه دی؛ اسلامی امارت یې داسې تعریف کړی: «اسلامی امارت یعنی د اسلام حکومت یا حاکمیت په داسې ډول چې د واک چلولو معیار اسلام وی او د تقنین، قضاء او معارف په شمول د ژوند ټول عمده اړخونه د اسلامی هدایاتو په رڼا کې رهبری شی، یوه معروفه شرعی فریضه ده.» یاد کتاب، ۷مه پاڼه.
دا یو عام او نامکمل تعریف دی. طالبان د حکومتولۍ په نظام، قضا، تقنین، بهرنی سیاست، اقتصادی نظام، اداری جوړښت او… برخو کې هیڅ مدون او دقیق منشورات نه لری. د دوی نظام له اسلامی، ملی، قبیلوی، سیمه ییز، جمهوری، ډیموکراتیک او نړیوالو قوانینو څخه جوړه یوه مجموعه وه او ده. د بیلګې په توګه؛ په کور دننه د یو شمیر فقهی احکامو تطبیق یې له شریعت څخه اخیستی وو. د ملی پولو په رسمیت پیژندل او له سیمه ییزو هیوادو او ملګرو ملتو سازمان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګول، دایې له ډیموکراتیکو نړیوالو قوانینو څخه اخیستی وو. تشکیلات او جوړښت یې تر ډیره د جمهوریت او قبیلوی اصولو او ارزښتونو تر سیوری لاندې ول، امیر المؤمنین یې له اسلام څخه اخیستی وو. په تقنین کې د شریعت او ډیموکراسۍ یو مخلوط یې رامنځ ته کړی وو. جزیاتو ته ځکه نه ځم، چې مقاله ډیره اوږدیږی. اسلامی امارت او امیر المومنین هم یو تصادف وو، نه داچې له اسلامی منابعو څخه کوم فکری-فقهی استنباط. (په دې اړه د «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» کتاب ۱۲۸ مخ د کتلو دی).

د امارت او جمهوریت د تضاد او ټکر ټکی
د امارت او جمهورت د تضاد عمده ټکی دا دی؛ په امارتی نظام کې د امیر د امارت موده مقیده او محدوده نه وی، خو په جمهوریت کې د دولت رئیس موده محدوده او مقیده وی. په امارت کې یوشمیر کورنی شرعی احکام تطبیق کیږی، لکه حدود او داسې نور. خو په جمهوری نظام کې په معمول ډول شرعی احکام د حدودو په شمول نه تطبیق کې. په امارتی نظام کې د دولت د رئیس (امیر) لپاره ټاکنې نه کیږی، بلکې د شورا له لارې امیر ټاکل کیږی، خو په جمهوریت کې، په معمول ډول سره، د دولت رئیس د ټول ټاکنو لارې ټاکل کیږی. جمهوری نظام کابو دوه نیم زره کاله تاریخ لری، په داسې حال کې چې امارت (د طالبانو په بڼه) څه باندې پنخه ویشت کاله تاریخ/قدامت لری. جمهوریت د فساد (په ټوله معنا سره) مرکز وی، خو امارت کې نسبتاً فساد کم وی. په اداری او تشکیلاتی لحاظ، امارتی نظام د جمهوری نظام ابتدایی او ساده کاپی وی، خو جمهوریت له ځانه بشپړ حکومتی/اداری جوړښت لری. جمهوری نظام، یو بشپړ او په خپلو اصولو او مفکورو ولاړ نظام دی، حال دا چې امارت د څو مفکورو، اصولو او نظامونو مخلوط دی.
د جمهوریت اساس مطلقاً په سیکولریزم ولاړ دی، حال داچې امارت (د طالبانو په بڼه) په فکری لحاظ په اسلام ولاړ وی. د قوانینو تصویب په جمهوریت کې د پارلمان په واسطه کیږی، خو په امارت کې د امیر د فرمان له لارې او…

مشابه او مشترک ټکی
موږ په نننیو شرایطو او حالاتو کې د یوشمیر امارتونو په مطالعې سره، دې پایلې ته رسیږو چې د امارت او جمهوریت ترمنځ لاندې مشترک ټکی موجود دی: جمهوری نظام هم ملی پولو پورې محدود وی، امارت هم. جمهوریت هم په ملی مفکوره ولاړ وی، امارت هم. جمهوریت هم د اوسنی نړیوال نظم تابع دی امارت هم. جمهوریت هم یو سیکولر نظام دی، خو امارت یو مختلط. جمهوریت هم ټولو نننیو نړیوالو قوانینو او دودونه ته تابع دی، امارت هم. په اقتصادی لحاظ، جمهوریت هم په سودی نظام او آزاد بازار ولاړ دی، امارت هم؛ سره له دې چې امارت په دې برخه کې له ځانه هیڅ کوم نظام نه لری.

کوم یو اسلامی نظام دی؛ امارت که جمهوریت؟
هره اصطلاح خپله معنا او محتوا لری. د بیلګې په توګه: شاهی نظام، جمهوری نظام، کمونستی نظام. خلافتی نظام، امپراتوری او داسې نور. هره یوه یې خپل ځانګړی اصول، بنسټیز افکار، نظام او لیدلوری لری چې پر همدې بنسټ، له نورو نظامونو او سیستمونو څخه بیلیږی.
د اسلام سیاسی نظام، خلافت دی. چون د اسلام د سیاسی ظهور(مدنی دور) له ورځې، بیا تر ړنګیدو(۱۹۲۴ز) پورې، یوازې خلافت د اسلامی امت سیاسی نظام وو. له راشده خلافت څځه نیولی، بیا تر امویانو، عباسیانو او عثمانیانو پورې، ټولې سیاسی دورې، د خلافت نظام تطبیق کړی چې هغه اسلامی نظام دی. د حضرت ابوبکر صدیق له خلافت څخه بیا تر سلطان عبدالمجید الثانی پورې، په ټولو دورو کې اسلامی شریعت د ژوند په ټولو برخو کې، په جزیاتو او کلیاتو کې تطبیق شوی او هیڅ بل نظام په هیڅ برخه کې، د خلافت په قلمرو کې نه دی تطبیق شوی. خلافت یو بشپړ نظام او د ژوند برنامه ده، چې په جزیاتو او کلیاتو کې له جمهوریت او امارت سره بنسټیز توپیر او اختلاف لری، چې تفصیل یې په دې لنډه مقاله کې امکان نه لری(که الله توفیق راکړ، دا موضوع به په بله مقاله کې ولیکم).

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.