جنگونه ختم کیدونکی دی که سیاست انسانی شی

دستگیر روشنیالی/ چهار شنبه 3 عقرب 1396/

لومری برخه:
هره ورځ د وژلو او ترور کولو خبرونه دی. یو د دین په نوم د دین دوښمنان وژنی. بل د قوم په نوم د قوم دوښمنان وژنی، بل د نژاد په نوم د نژاد دوښمنان وژنی… نه یوازی نن، پرون هم په میلیونونو انسانان د دین، نژاد، ایدیولوژی، قوم، ملت … په نومونو نفی شوی او حذف شوی دی. په همدی ورځو کی د دین په نوم په میانمار کی یوه لویه انسانی فاجعه روانه ده. دلته په لسگونو زره انسانان په دی گناه چی مسلمانان دی له تعقیب، شکنجی، فرار او مرگ سره مخامخ دی او دلته هره ورځ د بشریت په ضد جنایت کیږی.
همدی ویشونکو عنصرونو سیاست او سیاسی فرهنگ د خشونت، وژلو، نفی کولو … په میدان بدل کړی دی. په پیړیو پیړیو د افغانستان سیاست او سیاسی فرهنگ د « هرڅه یا هیڅ» د مخالیفینو حذف او نفی کول او خپله اراده او خپل نظر د ټولنی اراده او د ټولنی نظر تعریف کول…متاثیر دی. دلته هغه چا هم واک لاسه کړی چی نه د ټولنی ضرورت، نه د زمانی ضرورت وو او نه یی د ټولنی له پاره برنامه او تگلاره درلوده او دا په ټولنه د یوه گروپ، یوه تفکر، یوې ایدیولوژی او د یوه سیاست تحمیل کول دی. دلته د ځان د تباه کولو او له پوهی او پرمختگ د راتلونکو نسلونو د بی برخی کولو لښکری جوړی شوی دی. دا هغه څه دی چی یوازی په یوه کمزوری، په یوه بی تفاوته او په یوه نابالغه ټولنه کی په واقعیت بدلیږی. دا هغه څه دی چی په یوه تر اسارت لاندی ټولنه کی پلی کیږی. جنگونه، بلواگانی، انقلابونه، ټولنیزه بی ثباتی، ټولنیزه بی باوری … هم د یوې نابالغی او کمزوری ټولنی ځانگړتیاوی دی. افغانستان…
دلته د اوږدی مودی له پاره له یوې میلیونی ټولنی سره له یوی خوا د مطلقیت او له بلی د واقعیتونو د ساده کولو په بنیاد چلند شوی او هڅه شوی همدا میلیونی ټولنه د فرمان او قوماندی په دود بدله کړی. په داسی حال کی چی ټولنه نه په فرمان او نه هم په قومانده بدلیږی. د لته په سیاست او سیاسی فرهنگ کی د دوست، د مخالف او د دوښمن مشخص تعریفونه نشته دی او دا د سیاسی پوهی بی وزلی او د سیاسی فرهنگ خواری دی.
زه تر اوسه هغه سیاسی گوند نه پیږنم چی انسانی ارزښتونه یی د خپل سیاسی تفکر په بنیادونو بدل کړی وی او یا د سیاسی تفکر په مرکز کی یی انسان وی. دلته گوندونه پیاوړی مذهبی، قومی، گروپی او ایدیولوژیکی ځانگړتیاوی لری او دا د سیاسی شعور وروسته پاتی والی او د ټولنی او زمانی له غوښتنو د درک کمزوری دی.
د برابرو مکلفیتونو او نابرابرو حقونو ټولنه
قومی او مذهبی واکمنی په ټولنه کی دواړو تبعیض او نابرابری ته قانونیت ورکوی.
د قوم سیاسی کول په ټولنه کی قومی تبعیض، د نژاد سیاسی کول په ټولنه کی نژادی تبعیض، د دین سیاسی کول په ټولنه کی دینی تبعیض … ته قانونیت ورکوی. د بیلگو په توگه په ایران کی له سونیانو او په عربستان کی له شعیه گانو سره ښکاره تبعیضی او نابرابر چلندکیږی او په دی دو هیوادونو کی سونیان او شعیه گان برابر مکلفیتونه او نابرابر حقونه لری او نه یوازی له ښځو، بلکی له اقلیتونو سره هم د دوهمی درجی انسانانو په شان چلند کیږی. په ایران کی سونیان او په عربستان کی شعیه گان عملآ دوهمه درجه انسانان دی. په اول کی شعیه ګان او په دوهم کی سونیان د واکمنی کولو حقونه لری. په دی دوه هیوادونو کی د انسان په ځای مذهب د سیاست او سیاست کولو معیار دی.
قومی او مذهبی واکمنی هڅه کوی بشری حقونه نسبی کاندی او یا هم بشری حقونه د فرهنگی نسبیتcultural relativism تابع وگرزوی. بی له شکه فرهنگونه نسبی او یوله بل سره توپیرلری. خو پوښتنه داده، چی انسان او د انسان مفهوم به څه ډول او په کوم منطق نسبی کیږی.؟ انسان او د انسان مفهوم نه نسبی دی او نه نسبی کیدای شی. انسان د دنیا په هر هیواد، د دنیا په هره برخه، د دنیا په هرفرهنگ کی، د دنیا په هرنژاد کی، د د نیا په هر قوم کی اود دنیا په هر دین کی انسان دی. کله چی د انسان مفهوم نسبی نه دی په طبعی توگه دانسان حقونو او ازادیگانی هم نسبی کیدای نشی او نه ددی او هغه فرهنگ، نه ددی او هغه قوم، نه ددی او هغه نژاد او نه ددی او هغه دین تابع گرزول کیدای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.