د کوچیانو مېشتېدل

نجیب منلی/سه شنبه 11 جدی 1397/

8251065_536

کوچانی ژوند د انسانی ټولنو د ژوند یوه ډېره پخوانۍ او اغیزمنه لار وه چې د بشری مدنیتونو په جوړولو او ورته په شکل ورکولو کې یې خورا مهم رول لوبولی دی. له کوچانی ژوند څخه د مېشت ژوند پر لور بدلون هم د بشری مدنیت د شکل اخیستلو یوه لار ده چې د تاریخ په اوږدو کې انسانی ټولنو خپله کړې ده.

د کوچانی ژوند یوه مشخصه دا ده چې د لېږد، رالېږد په پروسه کې د حکومتونو د واک ساحو ته په کې ډېره پابندی نه وی. کله چې دولتونه وغواړی چې په خپل قلمرو کې د وګړو پر ګرزېدو کنټرول ولری نو د کوچیانو د تګ راتګ د ازادۍ د محدودولو هڅه کوی. په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې استعماری قوتونو په شدت سره کوچیان و ځپل او عام وژنې یې په کې وکړې (د منځنی ختیځ، افریقا، امریکا، اروپا، آسیا او استرالیا د وګړو تاریخونه د ګڼو دا ډول پېښو شاهدی وایی). د نژادی تفوق غوښتونکو سیاسی او ټولنیزو ډلو (لکه په اروپا کې نازی المان) کوچی وګړو ته په ټیټه سترګه کتل. په افغانستان کې هم متعصبې کړۍ هڅه کوی چې د کوچیانو د ژوند طرز غیر مهذب وبولی. د کوچیانو د مېشتولو استبدادی طرحې د دغو شرایطو زېږنده ده.

له بل لوری، یو شمېر دولتونو چې د خپلو سرحدونو د ساتلو په پار یې د کوچیانو د تګ را تګ ازادی سلبوله او په عین حال کې یې د ګاونډیو پر وړاندې د خپلو سرحدونو خوندی کول غوښتل، د کوچیانو د مېشتولو هڅې یې کړې دی.

په شلمه پېړۍ کې د کوچیانو د مېشتولو پروسه وګړو ته د دولت له خوا د لازمو خدماتو (روغتون، تعلیم،…) د رسولو اسانتیا بلل شوې ده. د افغانستان اساسی قانون هم په ځپله څوارلسمه ماده کې په تلویحی ډول همدغه «د ژوند د چارو سمول» د کوچیانو د مېشته کولو نتیجه بولی : « دولت د کرنې او مالدارۍ پراختیا، د بزگرانـــــو او مالـــــدارانو د اقتصـــــادی ټولنیزو او د ژوند د شرایطو د ښه کولـو او د کوچیـــانو د میشـــتولو او د دوى د ژونــد د ســمون لپــاره د دولــت د مــالی توان په حـدودوکې اغېـزمن پروگرامونـه طرح او تطبیقوی.»

له بده مرغه غرض لرونکې کړۍ قومی ستونزې د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په اوزاری ډول کاروی. د کوچیانو او مېشتو وګړو تر منځ ستونزې هم په تېرو کلونو کې د ناولو سیاسی اهدافو له پاره کارول شوې دی. په کار ده چې د کوچیانو مېشتېدنې ته د هېواد د یو مهم لومړیتوب په خیث وکتل شی او د هېواد د پرمختګ له پاره ترې کار واخیستل شی.

په افغانی ټولنیز اقتصاد کې د کوچیانو ونډه عموماً په دریو برخو کې وه: ترانسپورتی وسایل (اوښان) تر ډېره له کوچیانو سره وو نو د سوداګرۍ په پراختیا کې کوچیانو مهم نقش درلود؛ د حیوانی محصولاتو (غوښو، لبنیاتو، پوستکو او وړیو) د تولید یوه عمده برخه کوچیانو تامینوله او د ورشوګانو د طبیعی محافظت چارې د کوچیانو پر غاړه وې.

د توکیو د لېږد رالېږد معاصرو امکاناتو، د لویو (ځمکنیو، سمندری او هوایی) لارو پراختیا، اوس د انتقالاتو په برخه کې د کوچیانو ونډه تقریباً حذف کړې ده؛ د حیوانی محصولاتو نړۍوال تجارت کوچیان په داسې یو ناسالم او نا برابر رقابتی جال کې ایسار کړی دی چې د کوچانی اقتصاد شتون یې هم په خطر کې اچولی او بالاخره د ځمکو ناسم مدیریت، د ملی شتمنیو سیستماتیک غصب او پر قومی اړیکو بې رویې سیاسی سوداګرۍ د دې باعث شوې چې د ورشوګانو تر ساتلو، د کوچیانو او «ده شینو» تر منځ شخړې ورځ تر بلې د یوې ملی معضلې بڼه غوره کوی. له همدې امله، که په تېرو وختونو کې د کوچیانو د مېشتېدو سیاسی، ټولنیز، جیوپولیتیکی شرایط هر څه وو، نن دا موضوع د ټولنیز عدالت او د د ملی اقتصاد د ثبات یوه بنسټیزه موضوع ده.

د نوی اساسی قانون تر تصویب راوروسته، د هېواد امنیتی، سیاسی او اقتصادی ناروغ حالت او په ډېرو ملی مسایلو کې د پرله پسې حکومتونو انفعالی دریځونودې ته اجازه نه ده ورکړې چې د کوچیانو د مېشتېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ و شی. د ۲۰۱۰ کال په پسرلی کې چې په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځایی خلکو تر منځ ستونزې راولاړې شوې، د وخت ولسمشر د خپلو پوپولیستی څرګندونو او پرېکړو په بهیر کې دا هعم وویل چې کوچیانو ته باید ځمکې ووېشل شی خو خبره د خبرو په حد کې پاتې شوه.

د کوچیانو د مېشتیدلو موضوع یوه ملی اساسی مسئله ده چې جامع حل غواړی. دلته باید د اساسی قانون د یو حکم د پلی کېدو تر څنګ د ټولنیز عدالت تطبیق، د همغږی او پرمختلونکی ملی اقتصاد غوښتنې، د بشری منابعو اغیزمن مدیریت، ملی منافعو او د چاپېریال ستونزو ته په کتو د ځمکو سالم مدیریت، او د افغانستان د فرهنګی تنوع او ارزښتونو ساتل هم مهاله په نظر کې ونیول شی.

تر هر څه لومړی، په کار ده چې د افغانستان د غذایی خوندیتوب د ملی سیاست په چوکاټ کې په هېواد کې د مالدارۍ اړتیاوې او فرصتونه په دقیق ډول و ارزول شی. تر جنګ د مخه په افغانستان کې د اهلی حیواناتو شمېر د دېرش ملیونو شاوخوا اټکل شوی و. پرله پسې جنګونو، وچکالیو او مهاجرتونو او د نړۍ په کچه د غذایی صنعت او تجارت پراختیا دغه شمېر په هېښوونکی ډول راکم کړی دی.

افغانستان د دېرش ملیونه هکتاره ورشوګانو په درلودلو، کولای شی چې د حیوانی محصولاتو په برخه کې نه یوازې دا چې پر ځان بسیا شی بلکې بهر ته د حیوانی محصولاتو صادروونکی هېواد هم کېدای شی.

د چاپېریال ساتنه، د افغانستان د جغرافیی طبیعی ښکلاوو او شتمنیو ته لازمه پاملرنه، د توریزم د صنعت لازمه وده، د اوبو سم مدیریت، د جنتیکی تنوع ساتنه، د ملموسو او ناملموسو فرهنګی شتمنیو خوندیتوب او دې ته ورته موضوعات هغه څه دی چې هم مهاله توجه غواړی او د یو کثیرالبعدی، جامع، پراخ او نوښتګر سیاست غوښتنه کوی.

د کوچیانو د مېشتېدلو له پاره په څو جهتونو کې د پام وړ پرمختګ کېدای شی:

۱ – د کوچیانو د مېشتېدلو ملی برنامه

موجود سیاسی، ټولنیز شرایط نور دا اجازه نه ورکوی چې کوچانی ژوند په عنعنوی توګه د اوږدې موږدې له پاره باقی پاتې شی. د ټولنیزو او فرهنګی بدلونو په عمومی شرایطو کې به کوچانی ژوند په طبیعی ډول نوې بڼه غوره کوی. نن د افغانستان د وګړو شاوخوا نیمایی، د خپل معیشت د تامین له پاره، به یو ډول نه یو ډول د ځمکې او ژویو پر محصولاتو متکی دی. په اروپا کې دغه تناسب په سلو کې پینځه دی. افغانستان کې به هم په راتلونکو دوو یا دریو لسیزو کې دغه شمېر د لسو او شلو فیصدو ترمنځ یو حد ته راټیټ شی. له همدې امله د افغانستان د ملی اقتصاد ماهیت بدلېدونکی دی او ورسره د کروندګرو او پونده وو شمېر کمېدونکی دی. حکومت باید له کرنیز سکتور څخه صنعتی او خدماتی سکتور ته د اقتصادی اړیکو د لېږد له پاره یو منظم پروګرام ولری.

۲ – د کرنیزو ځمکو او ورشوګانو مدیریت

د افغانستان د کرنې وړ ځمکې شاوخوا لس ملیونه هکتاره اټکل شوې دی چې اوس یې په څلورو کې ایله درې برخې عملاً کرل کېږی. د تخنیکونو پرمختګ او د ځمکو ښه مدیریت کولای شی چې په نېږدې راتلونکې کې تر پینځلس ملیونو هکتارو پورې ځمکې تر کرنیز پوښښ لاندې ونیسی. له بل لوری د هېواد د ټولو ورشوګانو مساحت شاوخوا دېرش ملیونه هکتاره دی. د اقلیم بدلېدل، د وګړو د شمېر زیاتېدل، د اقتصادی بنسټونو تحول به په راتلونکو دوو لسیزو کې دا شمېر شل په سلو کې را ټیټ کړی خو د افغانستان اوږدمهالې ګټې ایجابوی چې په هر قیمت چې وی د ورشوګانو مساحت باید تر پینځه ویشتو ملیونو هکتارو ډېر ښکته نه شی.

د ورشوګانو ساتل او خوندی کول په طبیعی ډول مالدارۍ ته اړتیا لری.

د پوونده وو او کروندګرو تر منځ د ګاونډیتوب لانجې د بشری ټولنې یوه طبیعی، تلپاتې ستونزه ده چې یوازې د محلی تفاهم او منځګړیتوب له لارې حل کېدای شی خو د دې دواړو ټولنیزو کتلو تر منځ د تماس ساحه هم دقیق مدیریت ته اړتیا لری. د کوچیتوب نوی شرایط کولای شی چې د دغو شخړو او لانجو وسعت خورا محدود کړی. د بېلګې په توګه کله چې د لېږد پر مهال د پونده وو رمې د مېشتو وګړو د کروندو تر څنګه تېرېږی نو د کروندو د خرابېدو وېره په خپله د دواړو ټولنو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کوی. د حمل او نقل اوسنی وسایل دا شونې کوی چې په زرګونو سره څاروی په لږ وخت کې اوږد واټن ووهی او دې ته اړتیا نه پیدا کېږی چې په ورځو او اونیو، د کیلومترونو په اوږدو کې لېږدېدونکی څاروی د مېشتو وګړو فصلونه وګواښی.

عموماً ورشوګانې د غرونو په لوړو برخو کې، چې هلته نه د کرکیلې د پام وړ امکانات شته او نه د ښاری تراکم زمینه په کې مساعده ده، پرتې دی. په ډېر ساده ډول کېدای شی چې د عنعنوی لېږد پر لارو، څو داسې ورشوګانې په نخښه شی چې د کال په مشخصو وختونو کې، په مشخص شمېر څاروی ورته په لاریو کې راوړل شی او د یوې مشخصې مودې له پاره په کې پاتې شی. د دې له پاره کافی ده چې ورشوګانې د سترو ملی پارکونو په یوې پراخې شبکې کې د دولتی ملکیتونو په توګه تنظیم شی. د دغو ورشو ګانو د ساتلو، پاللو او تنظیم له پاره کېدای شی چې په هر ملی پارک کې د کوچیانو څو کلی مېشت شی چې وظیفه یې له ورشوګانو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستې د شرایطو برابرول وی.

۳ – د مالدارۍ مدیریت

افغانستان کولای شی چې د مالدارۍ د یوې منظمې او معقولې پالیسۍ په درلودلو، نه یوازې د حیوانی محصولاتو له درکه پر ځان بسیا شی، بلکې کولای شی یوه برخه دغه محصولات بهر ته هم صادر کړی.

په کلیوالی سیمو کې چې هم د تګ راتګ امکانات پراخه وی، هم د اوبو ستونزه نه وی او هم بازار ته لاسرسی په کې اسانه وی تراکمی مالدارۍ (Intensive Grazing) ته زمینه برابرېدای شی. په جنوبی افغانستان کې د ملګرو ملتونو په مرسته پلې شوې ځینې پروژې ښیی چې دا ډول مالداری د یو شمېر کوچیانو د مېشتېدنې له پاره مناسب موډل جوړوی. په دې موډل کې ستره ستونزه دا ده چې د افغانستان په جغرافیه کې په دې شرایطو برابرې ځمکې، چې مخکې له مخکې اشغال شوې نه وی، خورا کمې دی. که د سیندونو د مهارولو د پروګرام په ترڅ کې شاړې ځمکې ابادېږی نو د کوچیانو مېشتېدنه یې باید په لومړیتوب کې راشی.

په پراخه مالدارۍ (ٍExtensive Grazing) کې پراخو ورشوګانو ته اړتیا ده. که د افغانستان د مالدارۍ اوسنی ارقام په نظر کې ونیول شی او د ورشوګانو مدیریت ته لازمه پاملرنه وشی نو ممکنه ده چې شاوخوا یو ملیون کوچیانو ته د «نیم مېشت – نیم کوچې» ژوند موډل وړاندې شی. په دې موډل کې پېژندل شوې کوچی ټولنې د مشخصو څړځایونو سره تړل کېږی. هرې ټولنې ته د دوبی او ژمی له پاره جلا جلا ورشوګانې د دولت له خوا ورسپارل کېږی. د دغو ټولنو یو شمېر وګړی په دایمی ډول د ورشوګانو د ساتلو او پاللو له پاره په اړوندو ورشوګانو کې مېشتېږی او شمېر وګړی د څارویو اړتیاوو ته په کتو د دوو یا څو سیمو تر منځ تګ راتګ کوی او د لارې په اودو کې خپلې «مېنې» جوړوی. هر دغه ډول کلی د دولتی او ټولنیزو خدماتو یو منظم لېږدېدونکی سیستم لری. د مېنو ملکیت به له دولت سره وی او کورنیو ته به په اوږد مهاله اجاره ورکول کېږی. څاروی او کډې به د مېنو تر منځ په موډرنو انتقالاتی وسایلو لېږدول را لېږدول کېږی.

د مالدارۍ د کوپراتیفونو تشکیلول به د دغو وګړو اقتصادی بنسټونه پیاوړی کړی.

۴ – له مالدارۍ پرته د کوچیانو اقتصادی فعالیتونه

د کوچیانو لاسی صنایع (غالۍ او ټغر اوبدل، د جامو او ګاڼو تولید، …) او د حیوانی محصولاتو پروسس کول د مالدارۍ یوه څنګزنه څانګه ده چې د منظمو ترانسپورتی خدمتونو په درلودلو کېدلای شی چې په مېشت چاپېریال کې فعالیت وکړی. دغو وګړو ته باید ښارونو ته څېرمه په صنعتی پارکونو کې د فعالیت زمینه برابره شی.

په عنعنوی توګه یو شمېر کوچیان د سوداګرۍ او د اجناسو د لېږدولو په چارو کې بوخت دی. هغوی، که لا هم ځینې کوچانی ارتباطات او د ټولنیز پیوستون اړیکی ساتلی وی، تر ډېره له مودرنو وسایلو کار اخلی او په اسانه ښاری ژوند ته مخه کولای شی. د دې ډلې مېشتېدل تقریباً په طبیعی ډول کېږی خو کېدای شی چې یوه هڅوونکې دولتی پالیسی دا ډول مېشتېدنه چټکه کړی.

دا هم شونې ده چې دغه وګړی بازار ته د مالدارۍ او د لاسی صنایعو د محصولاتو په وړاندې کولو کې ونډه واخلی.

۵ – د چاپېریال مدیریت

د چاپېریال ساتل که له یوې خوا دا ایجابوی چې طبیعی زېرمې باید د انسانانو له بې رویې مداخلې وژغورل شی، له بلې خوا دا هم غواړی چې ټول انسانان وکړای شی په مناسبو شرایطو کې له طبیعی ښکلاوو او شتمنیو ګټه واخلی. که د چاپېریال حفاظت او له چاپېریال څخه اقتصادی ګټه اخیسته بېل بېل په نظر کې ونیول شی نو په دواړو برخو کې ستونزې راولاړېږی (د اسانې ګټې غوښتونکی متشبثین د خپلو آنی منافعو له پاره چاپېریال تخریبوی، د چاپېریال ساتونکی هڅه کوی چې د متشبثینو د پرمختګ مخې ته مختلف خنډونه رامنځ ته کړی)

د ملی پارکونو جوړول، د ملی پارکونو د ساتنې له پاره روزل شوی کسان ګومارل او په ملی پارکونو کې د توریستی او سپورتی فعالیتونو له پاره لازمې زېربناوې ایجادول د چاپېریال د مدیریت یوازینۍ لاره ده. په دې توګه هم د آفاتو مخه نیول کېږی (اور، سېلاوونه، د ځمکې ښویېدل، غصب، ناوړه انسانی مداخلې…) او هم په اقتصادی ژوند کې د چاپېریال د شاملولو له لارې ممکنه ده چې د چاپېریال ساتنې له یپاره لازم مالی منابع هم تر لاسه شی.

پورته موضوعاتو ته په کتو، که د کوچیانو د مېشتېدلو موضوع ته د یوې ننګونې پر ځای د یو فرصت په سترګه ولیدل شی، د ملی ژوند دغه مهمه چاره په پراخ اقتصادی-ټولنیز چوکاټ کې وارزول شی نو هم د کوچیانو ستونزه حل کېږی او هم له دې لارې د ملی اقتصاد په پیاوړتیا کې خورا اغیزمن ګامونه پورته کېدای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.