ولسمشر د سولې د خبرو اترو په اړه شکمن دی

- ۱۰ حمل ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی قطر ته په یوه دوه ورځنی سفر تللی څو د سولې په اړه له قطری چارواکیو سره خبرې وکړی، یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې د قطر د دفتر په اړه ولسمشر شکمن او اندېښمن دی او له همدې امله به هڅه وکړی څو ځان د دې دفتر او هلته د مذاکراتو په اړه ځان ډاډمن کړی.
شننونکی دغه راز وایی، چې ولسمشر به په دې سفر سره طالبانو ته روښانه کړی، چې لاسپوڅی نه دی او طالبان به وهڅوی چې ورسره خبرو اترو ته کېنی.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی وایی، چې یو کال وړاندې ولسمشر کرزی هڅه کوله، چې د طالبانو لپاره یو دفتر پرانیزی څو وکولای شی، چې له ورسره خبرې اترې وکړی؛ خو قطر چمتو شو چې دغه دفتر ته ځای ورکړی او پرانیزی یې.
هغه وایی، وروسته بیا ولسمشر کرزی او حکومت یې اندېښمن شو او شک ورته پیدا شو چې د دې دفتر تر شا امریکا او د طالبانو د افغان حکومت پر ځای له طالبانو سره خبرې کوی.
د نوموړی په خبره، طالبان په خپله ژمنه نه درېدلی هغوی وایی له امریکا سره جګړه کوی؛ خو په حقیقت کې له امریکا سره د جګړې پر ځای خبرې کوی او له افغان حکومت سره خبرې نه کوی.
ښاغلی توخی زیاتوی، ولسمشر کرزی او حکومت یې اندېښمن دی چې امریکا او طالبان به په قطر کې د خبرو اترو تر شا یوه بله معامله هم پیل کړې وی، چې افغان حکومت به په حاشیه کې پاتې شی او خبرې به هغوی وکړی، نو له همدې امله ولسمشر کرزی قطر ته سفر وکړ، څو ځان ډاډه کړی، چې د پردې تر شا بل څه نه وی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، کرزی به دا ډاډ هم ترلاسه کړی چې خبرې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کېږی او په دې اړه خپلې اندېښنې رفع کړی.
د نوموړی په خبره، پر طالبانو د پاکستان اغېز ډېر دی، که پاکستان ونه غواړی طالبان د یوې ورځې لپاره هم په افغانستان کې جګړه نشی کولای او تر هغې چې پاکستان په افغانستان کې سوله ونه غواړی له حکومت سره د طالبانو سوله ستونزمنه ده.
هغه وایی، اوس د طالبانو بندیان د ولسمشر کرزی په لاس کې دی او کېدای شی له هغوی نه هم ګټه واخلی او هیله مندی شته چې دغه سفر به یې سولې ته یو ګام وی؛ خو زیاتوی چې اصلاً طالبان سولې ته لېوال او صادق نه دی.
د ښاغلی حمیدالله توخی په خبره، طالبان غواړی یوازې د جګړې له لارې واک ته ورسېږی؛ خو هیله مندی په دې ده چې د باګرام زندان د ولسمشر کرزی په لاس کې دی او په هغو کې ډېر مشهور طالب قوماندان بندیان دی او کرزی کولای شی ترېنه د سولې په برخه کې تر یوې کچې ګټه پورته کړی.
همدرانګه د ولسی جرګې غړې فاطمه عزیز وایی، هیله منه ده چې قطر ته د ولسمشر کرزی سفر به وکولای شی په هېواد کې تلپاتې سوله راولی او نا امنی له منځه ولاړه شی؛ خو زیاتوی ډاډه نه ده چې د ولسمشر کرزی په یوه سفر او طالبانو ته د دفتر په پرانستې به وکولای شی طالبانو ته قناعت ورکړل شی او سوله راشی.
هغه زیاتوی، ځکه طالبانو په وار وار ویلی، چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژنی او ولسمشر لاسپوڅی بولی، نو څنګه به هغوی راشی او د سولې مېز ته به کېنی.
نوموړې وویل، د سولې او ثبات په راوستو کې نشی کېدای چې د ولسمشر له هڅو سترګې پټې شی؛ خو وایی چې د سولې کړنلاره او په دې برخه کې شته پروګرامونه او هڅې ناسمې دی او زموږ مقابل لوری ته د منلو نه دی.
د مېرمن عزیز په خبره، هر کله چې زموږ له لوری د سولې خبرې را پورته شوی او مقابل لوری ته مو د سولې بلنه ورکړې، له هغې خوا یې ځواب په چاودنو او ځانمرګو بریدونو راکړل شوی دی.
د ولسی جرګې دغه غړې وایی، بله خبره دا ده چې پاکستان د طالبانو یو ستر ملاتړی دی او ترهغې چې پاکستان او هغه کسان چې په پاکستان کې د طالبانو ملاتړ کوی او تجهیز کوی یې هغوی په رښتینی ډول ونه غواړی چې په افغانستان کې سوله… ادامه صفحه ۷
ولسمشر د سولې د خبرو…

راشی او هغوی د سولې په راوستو کې هڅې ونه کړی؛ فکر نه کوم چې دغه سفرونه به د سولې په راوستو کې نور اغېزمن تمام شی.
اغلې فاطمه عزیز زیاتوی، چې ولسمشر به په دې سفر کې د سولې په مسایلو خبرې وکړی خو دا چې د پردې تر شا به نور څه وی په اړه یې مخکې له مخکې نه څه ویل ګران کار دی.
د المان په بیلیفلډ پوهنتون کې استاد او د سیاسی چارو شننونکی احمدالله رحمانی وایی، چې د سولی د خبرو اترو لپاره قطر ته د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستو په موخه د ولسمشر کرزی سفر اړین دی او ښایی په دې سفر کې ولسمشر د طالبانو له استازو سره هم وګوری.
هغه وایی، طالبانو تل افغان ولسمشر او افغان حکومت لاسپوڅی ګڼلی او دا چې ولسمشر کرزی د باګرام زندان په خپله ولکه کې اخیستی او هم یې له امریکا سره د تندو نیوکو له امله اړیکې زیانمنې شوی؛ نو ولسمشر به په دې سفر کې هڅه وکړی، طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې لاسپوڅی نه دی او له طالبانو به وغواړی چې ورسره د سولې لار خپله کړی.
د ښاغلی رحمانی په وینا، پاکستان د سولې په خبرو کې چندان علاقه نه لری او له همدې امله یې هڅه وکړه چې خپله پړه پر افغانستان واچوی او افغان ولسمشر یې د سولې په خبرو کې پر خنډ جوړولو تورن کړی. نوموړی زیاتوی ولسمشر کرزی غواړی طالبانو ته دفتر په پرانستې وښیی، چې د سولې خنډ نه دی بلکې غواړی چې په افغانستان کې سوله راشی.
په المان کې د بیلیفلډ پوهنتون استاد په دې اند دی، که چېرې ولسمشر کرزی توانېږدی چې طالبان د خبرو اترو مېز ته د کېناستلو لپاره وهڅوی او ډاډه یې کړی، چې د سولې لاره خپله کړی دا به د ولسمشر کرزی د سفر یوه ستره لاسته راوړنه وی؛ خو زیاتوی چې طالبانو قانع کول به هم اسانه خبر نه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.