کرزی ته د قطر امیر بلنه نه وه ورکړې

- ۱۲ حمل ۱۳۹۲

د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چې قطر ته د ولسمشر کرزی سفر یو بې پلانه سفر و چې کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده.
دغه شنناندی وایی، چې قطر ته د ولسمشر کرزی سفر د قطر په خوښه نه بلکې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خوښه تر سره شوی دی.
د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې قطر ته د ولسمشر سفر له مقدمې او پلان پرته هغه ډول چې د نوموړی چارې ترسره کېږی، دا هم تر سره شو.
هغه زیاته کړه، ولسمشر کرزی هغه مهال چې له پاکستان نهیلی شو نو اعلان یې وکړ، چې له پاکستان پرته به د سولې هڅه وکړی او قطر ته یې سفر وکړ.
نوموړی وایی، ولسمشر کرزی چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستې په اړه کوم شرطونه وړاندې کړی، داسې شرطونه دی چې باید د طالبانو پر ځای دغه دفتر د سولې د عالی شورا لپاره پرانیستل شی.
د ده په خبره، کرزی ویلی په دې دفتر کې چې کوم استازی راځی هغوی باید د ملا محمد عمر تصدیق له ځانه سره ولری او دا چې تصدیق چاته وړاندې کړی، روښانه ده او هغه د سولې عالی شورا ده.
ښاغلی مژده زیاتوی، د حکوت بل شرط دا دی چې په دې دفتر کې د ې د طالبانو لپاره تبلیغ نه کېږی، بلکې دا به د طالبانو لپاره یوازې یو ادرس وی او که د هر چا له طالبانو سره کار وی دې ادرس ته به مراجعه کوی او مختلف لوری دې د افغان حکومت په اجازه او مشوره له طالبانو سره خبرې وکړی.
د نوموړی په خبره، د ولسمشر کرزی نور شرطونه دا دی چې په دې دفتر دې د طالبانو بیرغ نه پورته کېږی، د اسلامی امارت نوم به نه ورکول کېږی او په دې دفتر کې ټول مذاکرات به د سولې د عالی شورا او افغان حکومت تر مشرۍ لاندې کېږی.
دی وایی، دا هغه شرطونه دی چې قطر ته د منلو خبره نه ده او په حقیقت کې دا دفتر د سولې د عالی شورا لپاره پرانستل کېږی.
د سیاسی چارو دغه شنناند زیاتوی، چې ولسمشر کرزی له طالبانو سره نه دی لیدلی او په قطر کې یې له سوداګرو او د قطر له امیر سره په افغانستان کې د قطری چارواکیو د پانګونې په اړه خبرې کړی دی.
دی وایی، له ډېره وخته ولسمشر کرزی غوښتل قطر ته لاړ شی او دا د افغان حکومت غوښتنه وه، چې بلاخره د قطر د امیر له لوری ورته رسمی بلنه ورکړل شوه؛ خو دا بلنه د دې لپاره نه وه چې د قطر امیر ورسره په یوې خاصې موضوع خبرې وکړی.
نوموړی وایی، اصلاً په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوه توافق له مخې موافقه وشوه او هغه کسان چې دې دفتر ته راغلی هغه امریکا پېژندلی او له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې دغه کسان دې قطر ته لاړ شی او دا د هماغه لېست پر بنسټ تللی، چې لومړی طالبانو امریکا ته ورکړی او بیا امریکا پاکستان ته ورکړی چې دغو کسانو ته اجازه ورکړی.
ښاغلی مژده د حکومت د دې خبرې په ځواب کې چې دوی نه پوهېږی په دې دفتر کې راغلی کسان د طالبانو رښتینی استازی دی که نه وویل، دا روښانه خبره ده چې د طالبانو استازی دی او که یې استازی نه وای نو دا مسله به یې رد کړې وای، هغه ډول چې په دوبۍ کې څه وخت وړاندې ځینې کسان د طالبانو په نوم یوه کنفرانس ته ورغلی ول او طالبانو رد کړه چې ورغلی کسان یې استازی نه دی.
د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده په دې باور دی، چې اصلاً طالبان دې دفتر ته اړتیا هم نه لری او هغوی په دې باور دی چې افغان حکومت هسې په دې دفتر کې ځان شریکوی او دوی ورسره خبرې هم نه کوی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان حکومت د باګرام زندان تر لاسه کړی او له پاکستان پرته یې د سولې د خبرو د پرمخ بېولو هوډ کړی، ای دغه کړنې به د طالبانو په دریځ کې بدلون راولی که نه؟ وویل، افغان حکومت له امریکا یوازې د باګرام زندان تر لاسه کړی؛ خو که ټول باګرام هم افغان لوری ته وسپارل شی، طالبان ورسره د خبرو اترو زړه ښه نه کړی.
دی زیاتوی، طالبان یوشمېر سرې کرښې لری چې تر ې نه اوړی او په هغو کې یوه هم له افغان دولت سره خبرې اترې دی، چې طالبان پرې ټینګ ولاړ دی او له خپل دې دریځ نه به وانه وړی.
وحید مژده وایی، ولسمشر کرزی په قطر کې وویل، چې امریکایان له افغانستان نه نه وځی او په هېواد کې پنځه پوځی اډې غواړی چې ژر به ورسره دغه تړون لاسلیک کړی، دا هغه خبرې دی چې طالبان وسره توافق نه لری او وایی که امریکایان په افغانستان کې وی دوی به ورسره جګړې ته دوام ورکړی او په وینا یې چې حتی طالبان وایی له امریکا سره هم خبرې نه کوی.
هغه زیاتوی، چې اوس ټولې خبرې په تناقض کې روانې دی او په باور یې چې هېڅ پایله به ورنه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې قطرته د ولسمشر حامد کرزی په سفر کې د دې هېواد چارواکیو د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې ژمنه وکړه.
د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدی ویلی، چې ولسمشر حامد کرزی په خپل دې سفر کې له قطری چارواکو سره په بېلابېلو مهمو مسایلو خبرې وکړې.
هغه وایی، د ولسمشر د سفر اصلی هدف دا وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسی او اقتصادی اړیکې پیاوړې شی او د سولې په ټینګښت کې د قطر رول معلوم شی.
د ښاغلی واحدی په وینا، خبرې تر ډېره په دې متمرکزې وې چې قطر څنګه کولای شی د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټور رول ولوبوی.
ولسمشر حامد کرزی د شنبې په ورځ په یوه دوه ورځنی سفر قطر ته روان شو او د یکشنبې په ورځ ناوخته بیرته خپل هېواد ته راستون شو.
په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو طرحه په لومړی سر کې د امریکایی چارواکو او طالبانو په پټو خبرو کې رامنځ ته شوې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.