حافظی: طالبان د کرزی لپاره نه جنګېږی

- ۱۷ حمل ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې ولسمشر کرزی له الجزیرې ټلوېزون سره په مرکه کې وویل، چې هېڅکله یې د طالبانو د له منځه وړلو هوډ نه درلود، یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې د ولسمشر کرزی په خبرو کې تناقض شتون لری.
هغوی وایی، ولسمشر له یوې خوا له ترهګرۍ سره د جګړې ملاتړی او له بلې خوا غواړی د مخالفانو زړونه تر لاسه کړی.
د سیاسی چارو شننونکی اذرخش حافظی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دا د ولسمشر کرزی یو طرفه قضاوت دی، ځکه له یوې خوا له ترهګرۍ ضد هېوادونو ایساف او امریکې له خوا واک ته رسول شوی و، د هغوی له ملاتړه برخمن و او لا هم برخمن دی.
دی وایی، ولسمشر کرزی هممهال غواړی چې د مخالفانو زړونه هم تر لاسه کړی او دا تناقض د ده په کړو وړو او خبرو کې یو ابهام رامنځته کوی او ولسمشر کرزی د خپل زړه خبره په ډاګه نه کوی او خپل نیت نه ښیی.
د نوموړی په وینا، په داسې حال کې چې هره ورځ د افغان امنیتی ځواکونو، بهرنیو پوځیانو او وسله والو مخالفانو تر منځ په جګړه کې لسګونه کسان مړه کېږی او بیا هم ولسمشر کرزی وایی، چې نه غواړی طالبان وځپی او یا یې له منځه یوسی، اصلی خبره دا ده چې ولسمشر کرزی ته دوست او دښمن نه دی معلوم.
ده وویل، دا چې ټاکنې نېږدې او راتلونکې دی نو ولسمشر غواړی په دغو خبرو سره طالبان وغولوی او فکر کوی چې ترې ملاتړ به وکړی؛ خو حقیقت دا دی چې طالبان ځانته اجنډا، کړنلاره او تعریف شوې موخې لری، د خپلو موخو لپاره جنګېږی، دوی د حکومت موافق او مخالف یا اپوزیسیون نه دی او نه د ولسمشر کرزی لپاره جګړه کوی.
ښاغلی حافظی وایی، په وار وار ولسمشر کرزی په طالبانو غږ کړی چې ورسره خبرې وکړی، سیاسی پروسه کې ور ګډ شی او په ټاکنو کې برخه واخلی؛ خو تر اوسه طالبانو چمتو شوی نه دی چې ولسمشر ته مثبت ځواب ورکړی او ورسره همکاری وکړی.
نوموړی زیاتوی، که چېرې له طالبانو ، ا سلامی حزب او نورو ناراضه کسانو سره سوله کېږی، دا ښه خبره ده خو باید دا خبرې د یوه منظمې، روښانه او شفافې پالیسۍ له مخې، نه دا چې یوه ورځ یو څه وویل شی او بله ورځ بل څه.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی حمیدالله فاروقی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، افغان حکومت، سیاسی اپوزیسیون او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د فزیکی هڅو په تلاش کې نه ول.
هغه وایی، په هېڅ وجه حکومت طالبان د یوې داسې ډلې په توګه چې پر افغانستان یې پنځه کاله واکمنی کړې ده، د دوی په هڅو کې نه و او کله چې په هېواد کې د طالبانو واکمنی ونړېده او طالبان تالا ترغۍ شول نو په لومړیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو بحث نه و او طالبان په سیاسی لحاظ حل شول، چې دا د افغانانو، افغان حکومت او نړیوالو دوستانو ارزو وه.
د ده په خبره، د افغان حکومت ټوله هڅه دا وه چې په تېرو کلونو کې د طالبانو د بریدونو او پر افغان حکومت د ناخوالو د تحمیلولو او په عین وخت کې د دوی د بېرته سیاسی واک ته د رسېدو مخه ونیسی.
د ښاغلی فاروقی په وینا، افغانان له هغو کلونو ترخې تجربې لری چې طالبانو طالبان پرې واکمن ول، همدارنګه افغانستان د دوی له ناسمو پالیسو نه د ډېرو ناوړه کسانو او ناوړو فعالیتونو ډګر او مرکز وګرځېد او ټولې نړۍ ته یې سخت زیانونه ورسول.
هغه وایی، د طالبانو پر وړاندې د لس کلنې جګړې د ماتې اصلی لاملونه د افغانستان د بهرنی سیاستونو ناسم تعریف، د افغانستان د دوست او دښمن نه تفکیک او د ملی ګټو نه تعریفول دی.
ښاغلی حمیدالله فاروقی په دې اند دی، چې د دې ماتې نور لاملونه په کور دننه د کمزورې ادارې، د حکومت مصلحتونه چې تر دا اوسه هم دوام لری، مصلحتی سیاسی تشکل دی چې له امله یې د افغانستان د عامه امکانات او عامه منابع د څو تنو زورواکو او سیاسونو په واک کې ورکړل شوې چې هغوی د خلکو د منافعو په ضد استعمال شول، چې دې د خلکو او حکومت تر منځ واټن ډېر که.
نوموړی زیاتوی، همدارنګه نور ټولنیز مسایل هم سبب شول او نور سیاسی ځواکونه د یوې ملی اجماع په توګه د حکومت تر شاه ونه درېدل او حکومت دې مسایلو ته چندان پام ونه کړ.
دی وایی، یوشمېر ناسمو او فاسدو کسانو ته واک په لاس ورغی او دا د دې سبب شوه چې عدالت پلی نشی، په بېلابېلو نومونو په کلو او قریو کې په خلکو ظلمونه وشی او خلک ناچاره شول چې له خپلو کورونو ووځی، د مخالفانو او ګاونډیو هېوادونو لمن ته ور ولوېږی.
ښاغلی فاروقی وویل، چې دغه عدم تعریف او عدم توضیح شوی سیاست لامل شوی چې جګړه اوږده شی او د افغانانو د سر او مال امنیت خوندی نشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.