په کابل کې به د دینی عالمانو کنفرانس څه پایله ولری؟

- ۱۸ حمل ۱۳۹۲

د استانبول د تېر کال د دینی عالمانو له غونډې وروسته به د دې ناستې دویمه غونډه نن په کابل کې پیل شی.
خو د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې دغه غونډه به کومه پایله ځکه ور نه کړی، چې تل دینی عالمان په عمومیاتو کې خبره کوی او عمومی خبره اغېز نه لری.
بخدی خبری اژانس د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې په اړه د مشورتی کنفرانس غړی نعمت الله نجومی له قوله ویلی، چې دغه کنفرانس له استانبول هغه وروسته جوړېږی، چې یو غیر دولتی او غیر سیاسی پروګرام دی چې په هېڅ سیاسی او دولتی ارګان پورې اړه نه لری او نه په کې دخیل دی.
د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې په نوم د همکاریو لومړۍ ناسته د ۱۳۹۱ کال د کب په څلورلسمه نېټه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه.
د ترکیې په ناسته کې ۱۲۰ تنه دینی امامان، د مدنی ټولنو مشران، اسلامی پوهان او څېړونکیو ګډون درلود، چې د مصر د الازهر پوهنتون د دینی څېړنو غړی ډاکټر غلام محمد قمر الازهری، د پاکستان مشهور دینی عالم طاهر القادری، د هند د دیوبند رسمی استازی مولانا سید احمد خضرشاه او لسګونه نور مخکښ عالمان په کې شامل ول.
تېرکال د استانبول د غونډې ګډونکیو اعلان کړی و، چې افغانستان یو اسلامی هېواد دی او په دې هېواد د دارالحرب د حکم جاری کول روا نه دی.
هغوی همدارنګه فتوا ورکړې وه، چې د ځانمرګو بریدونږ او تاوتریخوالی لپاره له هر ډول اسلامی او شرعی ارزښتونو سو استفاده غیر شرعی ده.
ښاغلی نجومی وایی، چې د کابل په کنفرانس کې به ۱۲۰ تنه دینی امامان، د مدنی ټولنو مشران، اسلامی پوهان او څېړونکی ګډون وکړی.
نوموړی زیاتوی چې په دې غونډه کې به د استانبول د ناستې په اجنډا بحثونه وشی خو هېڅ بهرنی عالم په کې برخه نه لری.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده له دې غونډې بې خبری ښیی؛ خو زیاتوی که چېرې دغسې غونډې تر سره هم شی کومه پایله ځکه نه لری، چې دینی عالمان په عمومیاتو خبره کوی.
هغه وایی، تر اوسه چې څومره د دینی عالمانو غونډې او کنفرانسونه ترسره شوی په ټولو کې عمومی خبره شوې ده.
دی وایی، په افغانستان کې د امریکا په شتون سره هېڅ دینی عالم په افغانستان کې د دارالحرب په اړه سپینه خبره نه کوی او ښایی که چېرې دغه ناسته په کابل کې تر سره شی هم په دې اړه بحث ونشی.
د ښالی مژده په وینا، که په کابل کې د جوړېدونکی کنفرانس ګډونکوونکی دینی عالمان په افغانستان کې ځانمرګی بریدونه حرام او افغانستان دار الحرب ونه بولی نو دا به ډېر بحثونه را پورته کړی او په وضعیت به تاثیر وکړی؛ خو زیاتوی چې دینی عالمان به دغه ډول څرګندونې نه کوی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه، څه وخت وړاندې د افغانستان او پاکستان د دینی عالمانو تر منځ د روانې جګړې د تعریف لپاره کنفرانس جوړ شی خو پاکستانی لوری په کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.