بدخشان کې یوه مېرمن د مېړه په وژلو اعدامېږی

- ۱۹ حمل ۱۳۹۲

په بدخشان کې د استیناف محکمې یوه مېرمن د خپل خاوند د وژلو په تور په اعدام محکومه کړې ده.
چارواکی وایی، چې دې مېرمنې له خپل ورور سره یو ځای خپل خاوند په قتل رسولی دی. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې یوه مېرمن د استیناف محکمې له خوا د خپل خاوند د وژلو په تور په اعدام محکومېږی.
د بدخشان د استنیاف محکمې رییس عبد الکریم متین د نوموړې مېرمنې په اړه د محکمې حکم په دې ډول بیان کړ او ویې ویل: (( ته هدایت الله د احمد بیګ زوی او ته مشرقه د احمد بیګ لور، د فدا محمد د قتل په قضیه کې، دا دیوان پرېکړه کوی چې ستاسې په حق کې د ابتدایه محکمې پرېکړه چې هغه د اشد مجازات یعنی اعدام حکم دی تاییدوی، او ستاسې د تمییز غوښتنې حق محفوظ دی.))
دغه مېرمن چې ابتدایه محکمې هم په اعدام محکومه کړې وه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د خپل خاوند د وژلو په تور پولیسو ونیوله. ویل کېږی نوموړې مېرمنې له خپل خاوند سره ښې اړیکې نه لرلې.
د ځایی پولیسو د څېړنو په پایله کې ویل شوی دغې مېرمنې خپل خاوند مسموم کړی او بیا یې په یوه خونه کې په اور کې سوځولی دی.
محکمې ته د وړاندې شویو شواهدو له مخې ویل شوی چې د تورنې مېرمنې ورور چې هغه هم په اعدام محکوم شوی له خپلې خور سره د هغې د خاوند په وژلو کې لاس درلود. له دې وړاندې ډېرې پېښې داسې وې چې خاوند خپله مېرمن وژلې وه او په اعدام محکوم شوی ول، خو دا له هغو ډېرو کمو پېښو څخه یوه ده چې مېرمن خپل خاوند وژلی دی. څه وخت مخکې داسې رپوټونه ول، چې په بدخشان ولایت کې یوه زوی او پلار خپله لور ژوندی د کور په اړنګړ کې ښخه کړې وه او خپله ایران تښتېدلی ول او چارواکیو ویلی ول، چې د قاتلینو د نیولو هڅې روانې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.