په ولسی جرګه د ننګرهار د خلکو استازی: شېرزی پاکستان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاورې ته را ننوځی

- ۲۷ حمل ۱۳۹۲

د ولسی جرګې پخوانی مرستیال وایی، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان له لوری د دروازې په جوړولو کې د ولسمشر کرزی او بهرنیانو لاس دی او دا چې ولسمشر یې اوس د مخنیوی هڅې کوی، د ولس په سترګو کې خاورې شیندی.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ د نوموړی دغه څرګندونې ردوی او بې اساسه یې بولی.
د ولسی جرګې پخوانی مرستیال او د ننګرهار د خلکو استازی حاجی عبدالظاهر قدیر تېره ورځ په ننګرهار کې د یوې خبری غونډې پر مهال وویل، ولسمشر کرزی او بهرنی ځواکونه د دې دروازې اصلی مسوولین دی او که چېرې له دې وروسته هره ناوړه پېښه را پېښه شوه نو همدوی یې مسوول دی.
هغه وویل، چې پاکستان دغه اقدام د ډیورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره کوی او د ولسمشر کرزی له لوری د دې دروازې د مخنیوی هڅې د ولس په سترګو کې د خاورو شیندل دی.
ده زیاته کړه، هغه مهال چې ګل اغا شېرزی د کندهار والی و، له پاکستان سره یې داسې تړون لاسلیک کړی و، چې پاکستانیان کولای شی افغان خاورې ته را ننوځی.
د ظاهر قدیر په وینا، د حکومتی چارواکیو او رهبرۍ همدا بې غوری لامل شوې، چې پاکستان لسګونه کیلومټره د افغانستان خاورې ته را ننوځی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، که حکومت د پاکستان د دغه اقدام مخه نشی نیولی نو په ولس دې غږ وکړی.
موږ په دې اړه د ننګرهار د والی له ویاند احمدضیا عبدالزی سره اړیکه ونیوله خو هغه له خبرو کولو ډډه وکړه.
خو د ولسمشر ویاند ایمل فیضی د نوموړی خبرې په کلکه رد کړې او ویې ویل، په افغانستان کې د بیان ازادی ده او هر سړی هر څه ویلای شی څرګندونې وکړی، نوموړی هم یو شخص دی، هر څوک هر څه وایی؛ خو په بدل کې یې د مسوولیت احساس نه کوی.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، ستونزمنه ده چې د هر چا د خبرو په اړه څرګندونې وکړی؛ خو د نوموړی څرګندونې یې بې اساسه وبللې او په کلکه یې رد کړې.
د نوموړی په وینا، په دې برخه کې د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې مفصلې او واضح خبرې وشوې او د افغان حکومت له لوری د دې مسلې د څېړنې لپاره د استول شوی پلاوی راپور و ارزول شو او په ډاګه شوه، چې پاکستان د افغانستان خاورې ته مخ ته راغلی او هلته یې د دروازې په جوړولو لاس پورې کړی، چې په همدې ناسته کې د پاکستان دغه عمل په کلکه وغندل شو.
هغه وایی، په همدې ناسته کې ولسمشر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته دنده ورکړه، چې له هرې ممکنې لارې دې وکولای شی چې دغه دروازه او مخ ته راغلې پوستې له سیمې لرې کړی.
ښاغلی فیضی وویل، سیمې ته د استول شوی پلاوی د راپور له مخې دغه پوستې چې یو مهال مجاهدینو ترې استفاده کوله او د طالبانو له سقوط وروسته بهرنی ځواکونه په کې اوسېدل، د بهرنیو ځواکونو له لوری پاکستان ته سپارل شوی دی او یا د دوی له لوری له پاکستانیانو سره همکاری شوې څو دغه تاسیسات تر لاسه کړی.
د ده په خبره، د امنیت شورا کې په نړیوالو ځواکونو هم دا غږ وشو، چې په دې اړه دې وضاحت ورکړی، چې څنګه دوی د افغانستان پوستې پاکستانیانو ته ورکړی او یا یې ورسره مرسته کړې چې دغه پوستې تر لاسه کړی.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، د دوی اړونده ادارو په مکتوبی ډول له نړیوالو ځواکونو او د جنرال ډانفورډ له ادارې غوښتی چې په دې اړه وضاحت ورکړی.
ده وویل، چې په کابل کې د برېټانیا سفیر او هم د نړیوالو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډانفورډ له ولسمشر کرزی سره په لیدنه کې منلې، چې د دوی د نقشو له مخې پاکستان د افغانستان خاورې ته مخکې راغلی دی او دغه دروازه د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده.
د ښاغلی ایمل فیضی په وینا، د دوشنبې په ماښام پاکستانی لوری له افغان لوری سره خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې دغه دروازه به لرې کوی؛ ځکه پاکستان له قوانینو سرغړونه کړې وه او په دې برخه کې هېڅ تړون یا معامله نه ده شوې.
ده زیاته کړه، د اصولو له مخې باید له صفری کرښې څخه پاکستان یو کیلومټر هاخوا تاسیسات ولری او افغانستان یو کیلومټر دېخوا او هیڅوک مخته نشی تللی؛ خو اوس پاکستان دوه ډوله مخته تګ کړی چې یو په تېرو لسو کلونو کې د نړیوالو ځواکونو په مرسته پوستې رامخته کړی او بله هم د دروازې موضوع ده چې له تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې یې چارې پیل شوې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.