د تورخم دروازه وتړل شوه د دواړو خواوو ځواکونه یو بل ته په مورچو کې ناست دی

- ۱۰ ثور ۱۳۹۲

د ننګرهار د سرحدی پولیسو چارواکی وایی، چې پاکستان د تېرې ورځې له سهاره د تورخم دروازه د ټرافیکو پر مخ تړلې او هیچا ته د تګ را تګ اجازه نه ورکوی.
په تورخم دروازه کې دواړو خواوو ته په سلګونه کسان د دروازې د خلاصولو په هیله ولاړ دی، چې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.
د اقتصادی چارو پوهان وایی، چې د تورخم دروازې تړل به په هېواد کې پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړی او د توکیو بیې به ورسره لوړې شی.
د تورخم سرحدی دروزاې د سرحدی پولیسو کمیسار سمونمل هدایت الله اوریا وایی، چې پاکستانیو ځواکونو د تورخم دروازه له پرون سهار راهیسې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
هغه وایی، په دې دروازه هیڅوک هغه که قانونی اسناد لری او که نه تګ راتګ نشی کولای.
د نوموړی په وینا، له همدې امله ده چې تېره ورځ څلورو تنو ناروغانو چې روغتیایی وضعیت یې نازک و او د درملنې لپاره یې پاکستان ته د تلو هوډ درلود، په تورخم کې ساه ورکړه.
د سرحدی پولیسو دغه چارواکی زیاتوی، چې په تورخم دروازې سوداګریزو توکیو او موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه نشته.

د ننګرهار یوه ځایی خبریال میرویس رحمانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د پولې دواړو خواوو ته په سلګونه کسان د لارې د پرانستو په هیله ولاړ دی.
هغه وویل، چې د پولې دواړو خواوو ته د افغانستان او پاکستان ځواکونو تر منځ د لنډې لفظی شخړې له امله د دواړو هېوادونو پوځیان یو بل ته په مورچو کې ناست دی او وضعیت ترینګلی دی.
ښاغلی رحمانی وایی، چې پاکستانیو ځواکونو د افغانستان او د افغان ځواکونو د پاکستان یو سرتېری، چې په ټېل ماټېل کې له پولې اوښتې را اوښتی ول، نیولی دی.
د ده په اند، په تورخم کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خلک ناروغان لری، چې وضعیت یې نازک دی او په تورخم کې تر شنه اسمان لاندې پراته دی.
له بلې خوا د سوداګریزو خونو د بهرنیو اړیکو مسوول اذرخش حافظی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې افغانستان د خوراکی توکیو لپاره د ایران او پاکستان لنډو لارو ته اړتیا لری او د نفتی توکیو لپاره د منځنیو هېوادونو له لارو کار اخلی.
هغه وویل، که هر هېواد پر افغانستان خپله ټرانزیټی لاره بنده کړی، افغانستان له ستونزو سره مخ کولای شی او پر مارکېټ منفی اغېز کوی.
د ده په وینا، له بده مرغه چې پاکستان تل افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوی، کله یې په کراچۍ کې مالونه ایساروی، کله د تورخم، چمن او سپین بولدک لارې پرې بندوی.
ښاغلی حافظی وایی، د افغانستان د بازار پېرودونکی د دغو هېوادونو په ځانګړی ډول د پاکستان توکیو ته اړ دی، او دا چې پاکستان د تورخم دروازه وتړی؛ نو په هېواد کې بیې لوړې شی.
د ده په اند، افغانستان نه یوازې دا چې له پاکستانه واردات لری، بلکې صادرات هم له دې لارې نورې نړۍ ته کوی، چې د تورخم د پولې په بندېدو سره به افغان سوداګر هم زیان ووینی.
هغه وویل، همدارګه به صادروونکی سوداګر هم په بازار کې خپلې بیې لوړې کړی، چې په دې کار سره ټول زیان عام ولس او پېرودونکیو ته رسېږی.
له دې وړاندې پاکستان ویلی ویل، چې په دغه هېواد کې د ټاکنو پر مهال به د افغانستان او پاکستان تر منځ شته پوله د ټرافیکو پر مخ وتړی؛ خو چارواکی وایی، چې اوس د پاکستان ټاکنو ته له لسو زیاتې ورځې پاتې دی او پاکستان له وخت وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده.
په تورخم کې بند افغانان وایی، که دغه لاره خلاصه نه شی نو امکان لری، چې ډېر ناروغان پاکستان ته د تګ په تمه په تورخم کې ساه ورکړی.
له افغانستانه هره ورځ ډېری هغه ناروغان چې روغتیایی وضعیت یې نازک وی، د ښې درملنې لپاره له پولې هاخوا روغتونونو ته وړل کېږی، چې د لارې په بندېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.