شېرزی: پاکستان په سیمه کې پټ اهداف لری مسلمیار: ولسونه له خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتو دی

- ۱۶ ثور ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې تېره ورځ یو ځل بیا د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ جګړه وشوه، د ننګرهار والی وایی چې په دې جګړه کې دوه پاکستانی پوځیان وژل شوی دی.
هغه وایی، دوی غوښتل دغه ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کړی؛ خو پاکستانیانو په لوی لاس جګړې ته لاره هواره کړه.
بل خوا د مشرانو جرګې مشر وایی، چې ولسونه په هر حال کې له خپلو ځواکونو ملاتړ کوی.
د ننګرهار والی ګل اغا شېرزی وایی، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ نننۍ نښته د پاکستانیو ځواکونو له لوری پیل شوې او افغان ځواکونو یې دفاع کړې ده.
هغه وویل، تېره ورځ یې داسې رپوټونه تر لاسه کړی ول، چې پاکستانی ځواکونه بیا په ګوشته کې خپلو تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکوی.
د ننګرهار والی وویل، هماغه مهال یې په ننګرهار کې د پاکستان له قونسل څخه د کار د بندیدو غوښتنه وکړه، خو په وینا یې چې هغوی یې غوښتنې ته غوږ ونه نیوه او په لوی لاس یې جګړې ته لاره هواره کړه.
دی وایی، دوی غوښتل دغه لاره له دیپلوماتیکو لارو حل کړی؛ خو پاکستان په سیمه کې نور اهداف لری.
ښاغلی شېرزی زیاته کړه، چې څلور اونۍ وړاندې یې ولسمشر ته د پاکستانیو تاسیساتو او خوځښتونو په اړه خبر ورکړی او ورته یې ویلی، چې پاکستان په سیمه کې نور اهداف لری.
دی وایی، هغه مهال جګړه نه وه خو چا د پاکستان د دې خوځښتونو مخنیوی ونه کړ.
دننګرهار والی ګل اغا شېرزى وایی، چې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ په پرونۍ نښته کې دوه تنه پاکستانی پوځیان وژل شوی او یو ټانګ یې له منځه تللی؛ خو زیاتوی چې افغان لوری ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
همدارنګه دې خبری غونډې ته د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار په خپله وینا کې پر ولسونو غږ وکړ، چې د خپلې خاورې د ساتلو او امنیتی ځواکونو د ملاتړ لپاره دې د تیارسئ په حال کې شی.

نوموړی، په دې خبری غونډه کې چې یوشمېر سناتورانو هم په کې برخه اخیستې وه وویل، چې د هېواد خاوره د مور حیثیت لری او افغانان یې د ساتلو لپاره له هر څه تېر دی.
ده زیاته کړه، چې پخوا یې هم له خپلې خاورې نه د دفاع لپاره د جهاد سنګرونه تاوده ساتلی وو او اوس هم تیار دی چې د خپلو سرونو په بدل کې له خپلې خاورې دفاع وکړی.
مسلم یار پر ګاونډی هېواد پاکستان غږ وکړ چې له افغانستان سره دې په ښو اړیکو کې ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو ته ژمن و اوسی.
نوموړی وویل، نور دې افغان حکومت چوپه خوله نه کېنی په لوړه کچه دې خبرې روانې کړی ترڅو ستونزې ختمې شی.
د مشرانو جرګې د مشر په خبره، ټول ولسونه د خپلو امنیتی ځواکونو تر شاه ولاړ دی، خو ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو خیر په خبرو اترو کې دی.
نوموړی وویل، چې دوی به هڅه وکړی، چې یاده شخړه د خبرو له لارې اواره شی، خو که بیا هم پاکستان دا ډول حرکتونه پیل کړل، نو د خپلې خاورې د دفاع په خاطر ټول ولسونه دې ته چمتو دی، چې د سر په قیمت د خپلې خاورې دفاع وکړی.
له بلې خوا افغان حکومت ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغان قواوو پر وړاندې د نه تحریک شوی برید په اړه پاکستان ته خپل سخت اعتراض څرګند کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د وزارت د لومړی سیاسی ریاست مشر عزیز الدین احمدزاده نن سهار د پاکستان شارژ دافیر شاه نظر افریدی، د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی او د افغانستان اندېښنې یې ورته په ډاګه کړې دی.
د یاد وزارت په وینا، احمدزاده د هغه نه تحریک شوی برید په اړه، چې پرون ډیورنډ کرښې ته نږدې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستانی پوځیانو له خوا پر افغان ځواکونو د درنو او سپکو وسلو په کارولو سره شوى و، د افغانستان د حکومت سخت اعتراض څرګند کړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې احمدزاده پاکستانی ډیپلومات ته روښانه کړه، چې که پاکستانی پوځیان په ګوشته او نورو سیمو کې پوځی تاسیساتو بیا هم له منځه یو نه سی او نه تحریک شوو بریدونو ته دوام ورکړی، نو د هر راز پایلو مسوولیت به د پاکستان پر غاړه وی.
په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند بیا ویلی، دوی نشی کولای چې له پاکستانیو ځواکونو سره مخامخ ځان په جګړه کې ښکېل کړی. د دې ځواکونو ویاند جنرال کونټر کنز د دوشنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، چې درې اړخیزې هسې روانې دی، دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد غواړی او هڅه کوی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته کړی.
هغه ویلی، چې افغانستان او پاکستان کولای شی دغه ستونزه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم راجع کړی.
نوموړی هغه رپوټونه هم رد کړل، چې ګواکې ایساف ځواکونو په سرحدی سیمو کې تخلیه شوې پوستې او تاسیسات پاکستانیو ځواکونو ته سپارلی وی.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی په کابل کې د یوې خبری غونډې له لارې د یکشنبې په ورځ ویلی وو، که پاکستان غواړی چې په رښتینی ډول له ترهګرۍ سره مبارزه وکړی؛ نو په خپله خاوره کې دې شته ترهګر له منځه یوسی.
هغه ویلی ول، چې ترهګر د افغانستان او پاکستان تر منځ په پوله نه بلکې د پاکستان په زړه کې دی.
له دې وړاندې ولسمشر حامد کرزی په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان له لوری د تاسیساتو جوړول د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پېژندلو لپاره د پاکستان د فشار وسیله وګڼله او خبرداری یې ورکړ، چې هېڅکله یې دغه کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او نه به یې وپېژنی.
هغه ویلی ول، چې د افغانستان هېڅ حکومت د دې جرئت نشی کولای چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنی.
تېره اونۍ هم یاده سیمه کې د پاکستانی او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو افغان سرحدی پولیس وژل شوی او درې نور ټبیان شوی ول. دغه راز پاکستانیو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.