ملا اغاجان معتصم: یوه ملی اجنډا کولای شی د کورنۍ جګړې مخنیوی وکړی

- ۲۴ ثور ۱۳۹۲

د طالبانو یو پخوانی چاروکی ملا معتصم وایی، که چېرې په افغانستان کې ښکېل اړخونه د بهرنیانو له وتو مخکې پر یوې ملی اجنډا تفاهم ونه کړی، د دې امکان شته چې په افغانستان کې یوځل بیا کورنۍ جګړه پیل شی.
نوموړی زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره د بهرنیانو د لاسوهونو بندېدا او د سولې لپاره د خبرو اترو د یو داسې میکانیزم جوړېدل اړین دی، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وی.
د طالبانو پخوانی سیاسی مسوول او د واکمنۍ پر مهال یې د مالیې وزیر ملا اغا جان معتصم له عربی ورځپاڼې الرای سره په مرکه کې دغه راز د طالبانو په تحریک کې د یو لړ بدلونونو غوښتنه هم کړې ده.
هغه وایی، یوازې د افغانانو له لوری د یوې ملی اجنډا پر سر تفاهم کولای شی روان ناورین ته پای ورکړی او هېواد له کورنۍ جګړې وژغوری.
د ملی اجنډا طرحه د لومړی ځل لپاره د احمدولی مسعود له لوری په ۱۳۸۸ کال کې مطرح شوه، چې ګڼو سیاسی جریانونو او طرفونو یې هرکلی وکړ.
پژواک خبری اژانس د یادې ورځپاڼې نه په حواله د ښاغلی معتصم له خولې ویلی، اوس دې ته اړتیا ده چې په افغانستان کې یو داسې افغان شموله نظام رامنځته شی، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وی.
د اغا جان په باور، د دغه ډول نظام په رامنځته کېدو به په هېواد کې روانه دېرش کلنه جګړه پاى ته ورسېږی او افغانان به په ګډه له یو بل سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړی.
د نوموړی په خبره، نور د دې وخت را رسېدلی چې افغانان له جګړو لاس واخلی، ورور وژنه پای ته ورسېږی او وینه تویېدل بند شی.
دغه پخوانی طالب چارواکی زیاتوی، هڅه کوی چې له سیاسی لارو چارو نه په ګټنې سره په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدی.
هغه له امریکایانو غوښتی، چې په صادقانه توګه دې د سولې په پروسه کې کار وکړی، ځکه چې په جنګ کې بریالیتوب ناشونى دى.
د طالبانو دغه پخوانى چارواکى په افغانستان کې د جګړو سخت مخالف دى، دى پر سوله او خبرو باور لری.
د هغه په وینا، ملا عمر اوس هم ژوندى دى خو له چا سره لیده کاته نه کوی. له دې وړاندې د طالب مشر ملا محمد عمر د ژوند په اړه خلک شکمن ول او یوشمېر کسانو اټکل کاوه چې هغه ژوند نه دی.
نوموړی له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل هم د سولې پروسې د پر مخ وړو لپاره اړین بولی.
هغه وایی، القاعده بېرته افغانستان ته نه راځی؛ ځکه چې د ده په وینا، اوس په عربی نړۍ کې حالات بدل شوی دی.
اغاجان په ٢٠١٠ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ناپېژانده وسله والو له یوه بریده روغ ووت، وروسته د ترکیې هېواد ته ولاړ او اوس هلته اوسېږی.
نوموړی د طالبانو له بنسټ ایښودونکیو څخه دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر و. له دې وړاندې چې د سولې له پروسې سره یو ځای شی، هغه د طالبانو د سیاسی دفتر مشری په غاړه درلوده.
د سولې له بهیر سره د ده تر یو ځای کېدو وړاندې اټکل کېده، که چېرې نوموړی د سولې له پروسې سره یو ځای شی طالبان به کمزوری او ډېر شمېر طالبان به د سولې له پروسې سره یو ځای شی؛ خو کله چې دی له طالبانو جلا شو ټول دغه اټکلونه ناسم وختل او د سولې او روانې جګړې په برخه کې کوم ښکاره پرمختګ رانغی.
څه وخت وړاندې نوموړی له بی بی سی سره په مرکه کې ویلی ول، چې په افغانستان کې د یوه سیاسی حزب په جوړولو اخته دی.
د ملی اجنډا طرحه د لومړی ځل لپاره د احمدولی مسعود له لوری په ۱۳۸۳ کال مطرح شوه، چې ګڼو سیاسی جریانونو او طرفونو یې هرکلی وکړ.
دغه طرحه په دې وروستیو کې د ۲۰۱۴ کال له ناورین نه د وتلو لپاره د یوې معقولې لارې د پیدا کېدو په موخه په کتابی بڼه چاپ شوې او ټولنې ته وړاندې شوې ده، چې له مخې یې کېدای شی د ناورین د پای ته رسېدو یوازینۍ حل لاره وموندل شی.
ملګرو ملتونو، یوشمېر سفارتونو، سیاسی ګوندونو او جریانونو، د پوهنتون استادانو، ملی شخصیتونو او د ټولنې نخبه ګانو، د دې لپاره چې یوه معقوله طرحه او له ناورین نه د وتلو یوازینۍ لاره ده، هرکلی کړی او منلې یې ده.
دغه راز ډېرو نخبه ګانو، د پوهنتونو استادانو، ملی شخصتونو او بهرنیو سیاسی او دیپلوماتیکو استازو د دې طرحې په اړه له ښاغلی احمد ولی مسعود سره په جلا جلا کتلی او د دې طرحې د څرنګوالی او پلی کېدو په اړه یې ورسره بحثونه کړی دی.
په دې وروستیو کې یوشمېر سیاسیونو او سیاسی جریانونو دغه طرحه په لږ بدلون سره کاپی کړې او مطرح کړې ده.
دا چې له بحران نه د وتلو یوازینۍ لاره همدغه ملی اجنډا ده نو ارزښت ته په کتو یې هم ښایی ملا اغا جان معتصم د هغې وړاندیز کړی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.