د رایه ورکونې د کارتونو له وېش سره سم خلک دې له تېرو تجربو زده کړه وکړی

- ۰۴ جوزا ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې راتلونکیو ټاکنو ته د رایه ورکونې د کارتونو د وېش لړۍ نن پیلېږی او نېږې څلور میلیونه کسانو ته به د رایه ورکونې کارتونه ووېشل شی، د رڼو ټاکنو بنسټ وایی، چې دغه پروسه نشی کولای ټولو په شرایطو پوره کسانو ته کارتونه ورکړی.
د دې بنسټ چارواکی وایی، دغه راز خلک په ټاکنو کې برخه اخیستو ته لېواله نه دی او په دې پروسه یې خپل باور له لاسه ورکړی دی.
د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر نعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته وویل، د رایه ورکونې د کارتونو وېشل د ټاکنو د پروسې یو پیل دی او یو نېک اقدام دی.
هغه وایی، دا پروسه سرتاسری نه ده؛ خو ډېرې ستونزې له ځانه سره لری، ځکه د دې کارتونو د وېشلو مراکز د ښارونو په مرکزونو کې دی، د لرې پرتو سیمو خلک نشی کولای کارتونه واخلی او ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نشی راوستلی.
د ده په خبره، د ټاکنو د پروسې او رایه ورکونې د کارتونو د وېش لپاره بله جدی ستونزه نا امنی ده، چې په ډېرو سیمو کې طالبان یا واکمن دی او یا یې سیمې تر خپل ګواښ لاندې راوستی دی او ښایی خلکو ته د کارتونو د وېشلو او رایه ورکونې لپاره خنډ وګرځی.
د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر وویل، د رایه ورکونې د وېش دغه پروسه یو ښه اپشن او انتخاب نه و چې د ټاکنو کمېسیون او حکومت غوره کړ، چې ستونزې هم ورسره ملې دی.
ښاغلی ایوبزاده وایی، که داسې وګڼل شی چې خلک چمتو دی، څو د رایه ورکونې کارتونه واخلی او رایه ورکړی، ښایی خلک تېرو تجربو ته په کتو سره چمتو او لېواله نه وی چې کارتونه واخلی او یا رایه ورکړی؛ خو تر څنګ یې نورې ادارې شته چې خلک به وهڅوی څو کارتونه واخلی او رایه ورکړی.
د ده په باور، سیاسی ګوندونه او اېتلافونه شته چې هر ګوند او اېتلاف خپل نوماندان لری او هغوی خپلو نوماندو ته د رایه اخیستو لپاره کمپاینونه او عامه پوهاوی کوی، چې دا خلکو سره مرسته کوی څو کارت واخلی او رایه ورکړی.
هغه وایی، د دې تر څنګ په دویم قدم کې مدنی ټولنې دی چې په ټاکنو کې د خلکو د برخه اخیستو لپاره کار کوی او دوی له دې وړاندې هم عامه پوهاوی ترسره کړی او لا هم په دې برخه کې کار کوی.
ښاغلی نعیم ایوبزاده وایی، که څه هم چې د ټاکنو پروسه نن د رایه ورکونې د کارتونو له وېش نه پیلېږی؛ خو د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوی او ښه ترسراوی لپاره یې له نیول شویو تدابیرو خوښ نه دی؛ بلکې په دې برخه کې دېر کار ته اړتیا شته چې دولت او د ټاکنو کمېسیون یې تر سره کړی.
هغه وایی، که څه هم چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوشمېر تدابیرو د نیولو خبره کوی؛ خو ښه به دا وی چې خپلې ټولې ژمنې او ادعاوې په عمل کې پلې او ثابتې کړی.
دی زیاتوی د ټاکنو پر وړاندې عمده ستونزې نا امنی او د خلکو باور دی، چې په دې پروسه یې نه لری، همدارنګه د مخالفو ډلو او د هېواد دښمنانو له لوری منفی تبلیغات کول دی، چې غواړی خلک په ټاکنو کې له برخه اخیستو را وګرځوی.
همدارنګه په ولسی جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر کلاتوال ماندګار ورځپاڼې ته وویل، امنیتی وضعیت ستونزمن او پیچده دی، نه یوازې په سوېلی ولایتونو بلکې د هېواد په ډېرو نورو برخو کې هم نا امنی پراخه شوې ده او دا د امنیتی ځواکونو مکلفیت دی چې د ټاکنو او رایه ورکونې د کارتونو وېش پر مهال د خلکو امنیت وساتی.
هغه وایی، خلک اندېښنې لری او اوس هم په لرو پرتو ولسوالیو کې حتی خلک له یوې سیمې نه بلې ته نشی تللی، خلک حکومت ته مراجعه نه کوی او حتی خپلې حقوقی دعوې، دوسیې او قضیې په طالبانو حلوی.
دی زیاتوی، چې افغانان او په ځانګړی ډول د نا امنه سیمو خلک چې په تېرو ټاکنو کې یې برخه نه وه اخیستې او یا بې برخې شوی ول، نن په ډېرو پرېکړو او ډېرو شیانو نه بې برخې دی، نو له تېرو وختونو نه په تجربې سره به اوس په دې پوه شوی، چې باید په ټاکنو کې برخه واخلی او رایه ورکړی.
ښاغلی کلاتوال وویل، دا د خلکو لپاره ډېره مهمه ده او باید ورته متوجه شی، خو که په ډېرو سیمو کې خلک نه کارتونه واخلی او نه هم رایه ورکړی؛ نو طبیعی خبره ده چې د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راځی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی، چې د نوم لیکنې په دې بهیر کې به شااوخوا څلور میلیونه افغانانو ته د رایه ورکونې نوی کارتونه ورکړل شی.
د دې کمېسیون ویاند ویلی، په کابل د نوم لیکنې درې مرکزونه، په څو لویو ولایتونو کې دوه او په نورو ټولو ولایتونو کې د نوم لیکنې یو یو مرکز جوړ شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.