احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





عالمی بلخی: که امریکا خپلې ژمنې عملی کړی د سولې خبرې به ښې مخ ته لاړې شی

- ۰۱ سرطان ۱۳۹۲

د ولسی جرګې غړی وایی، امریکا د سولې په خبرو اترو او د دوحې د دفتر په پرانستو کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او باید په دې برخه کې خپل هغه تضمین لیک چې ولسمشر ته یې ورکړی عملی کړی.
د ولسی جرګې غړی عالمی بلخی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې قطر ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی سفر له طالب چارواکیو سره په دوحه کې مخامخ خبرې کول دی.
هغه وایی، امریکا د دفتر له پرانستې وړاندې افغان حکومت ته د ولسمشر اوباما په لاسلیک سره کتبی تضمین ورکړی، چې دا دفتر به د سولې له خبرو اترو پرته د نورو موخو لپاره نه کارول کېږی.
نوموړی زیاتوی، که چېرې دغه شرایط پلې شی؛ نو افغان حکومت به هم له طالبانو سره په دې دفتر کې خبرې اترې وکړی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، نپوهېږی امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره په دوه مخۍ کومې موخې تعقیبوی؛ خو که یې هدف د سولې د خبرو پیلول وی، غوره لاره یې رښتینولی ده.
ده وویل، ښه دا ده چې امریکا هغه څه پوره کړی وای، چې په لیکلی ډول یې افغان حکومت ته د تضمین په ډول ویلی دی.
ښاغلی عالمی بلخې زیاته کړه، دا چې امریکا طالبانو ته یو څه او افغان حکومت ته بل څه وایی او ژمنې ورکوی، ښکاری چې امریکا د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په هڅو کې ده، نه دا چې د افغانانو تر منځ ستونزه حل شی.
د نوموړی په خبره، د سترو دولتونو په اړیکو کې تلپاتې دوستی شتون نه لری او هغوی تر ډېره د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په هڅو کې دی او ټولې هغه لارې لټوی، چې ګټې یې په کې تامنیږی.
ښاغلی بلخې وویل، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې افغان حکومت به دسولې پروسه تعقیبوی، له دې دفتر نه به یوازې د سولې د خبرو اترو ګټه پورته کېږی او په دې دفتر کې بل څه شتون ونه لری.
همدارنګه د ولسی جرګې یو بل غړی ډاکټر نقیب الله فایق ماندګار ورځپاڼې ته وویل، ولسمشر کرزی د ولسی جرګې د کمېسیونو له مشرانو سره په ناسته کې وویل، چې ښایی د چهار شنبې او پنج شنبې په ورځ د سولې د عالی شورا د مشر په رهبرۍ یو افغانی پلاوی قطر ته لاړ شی او له طالب استازو سره وګوری.
د نوموړی په وینا، ولسمشر ونه ویل، چې افغانی او امریکایی پلاوی به له طالبانو سره په کومو مسایلو خبرې وکړی؛ خو په وینا یې باور یې دا دی، افغان لوری به طالبان وهڅوی، چې د امریکا او قطر پر ځای له افغان حکومت او افغانانو سره خبرې وکړی او دننه په افغانستان کې به ورته د خبرو اترو د ښو زمینو برابرولو ژمنې ورکړی.
ډاکټر نقیب الله فایق زیاتوی، ولسمشر دا هم وویل چې د طالبانو کاغذونه د امریکا په واسطه ور رسېدلی او فکر کوی، چې هم د افغان حکومت مقابل ته امریکا ده او هم د طالبانو مقابل ته امریکا ده او دوه مخې لوبه کوی، چې هم امریکا د جګړې او هم د سولې عامل دی.
ده وویل، د ولسی جرګې غړو ولسمشر ته وویل، چې باید په کور دننه ستونزې ختمې شی او په بهرنی سیاست کې ټول په یوه خوله خپل دریځ اعلان کړی که نه له هغې پرته به د ولسمشرۍ ماڼۍ دریځ نیونه به ګټوره نه وی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په خبره، وکیلانو په دې هم ټینګار وکړ چې باید د سولې خبرې په شفافیت مخ ته لاړې شی او له ولسی جرګې سره جزیات شریک شی.
ده وویل، ولسمشر د ولسی جرګې له وروستۍ پرېکړې خوښی وښوده او د بهرنیو چارو وزیر او د سولې عالی شورا ته یې دنده و رکړه، چې پارلمان ته لاړ شی او د سولې د خبرو اترو په اړه وخت په وخت جزیات له وکیلانو سره شریک کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.