مولوی عطاالله لودین: د قطر له دفتر سره له پیله موافق نه وو

- ۰۲ سرطان ۱۳۹۲

د سولې د عالی شورا چارواکی وایی، د قطر د دفتر په اړه یې له پخوا شکونه او ابهامات درلود او له پیله ورسره موافق نه ول.
دوی وایی، که طالبان له افغان حکومت او د سولې له عالی شورا سره خبرو اترو ته زړه ښه نه کړی؛ نو دغه دفتر به بند او دوی به قطر ته د پلاوی له استولو ډډه و کړی.
د سولې د عالی شورا مرستیال مولوی عطاالله لودین ماندګار ورځپاڼې ته وویل، قطر ته د سولې د عالی شورا د یوه پلاوی د سفر په اړه بحثونه پیل شوی؛ خو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
هغه وایی، په دې بحثونه کوی، چې دغه پلاوی په کومه کچه، کله او څنګه قطر ته سفر وکړی، په کومو مسایلو بحثونه وکړی، چا سره وګوری او تر کومو شرایطو لاندې لاړ شی.
د ده په وینا، هیله من دی، چې د قطر هېواد او افغانستان د تفاهماتو او له ولسمشر کرزی سره د ولسمشر اوباما د لیکلی توافقاتو له مخې د خبرې دوام پیدا کړی.
ښاغلی لودین وایی، که څه هم چې په دې وروستیو کې د اسلامی امارت او د طالبانو د بیرغ، له امریکا سره په خبرو ټینګار او له افغان حکومت سره ترې د انکار په اړه یو څه سرغړونې رامنځته شوې؛ خو په وروستیو کې په دې برخه کې د امارت او بیرغ په اړه بدلونونه راغلل او دواړه لرې شول.
د سولې د عالی شورا مرستیال زیاتوی، دغو بدلونونو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر وروستی اعلان که طالبان سولې ته چمتو نه وی؛ نو دا دفتر به وتړل شی، ښکاره کوی چې د دوحې دفتر یوازې د خبرو اترو لپاره جوړ شوی دی.
نوموړی وویل، اوس د خبرو دوه لوری شته چې یو یې افغان حکومت او بل طالبان دی او له دې دفتره به نورې ګټې نه پورته کېږی.
د ده په خبره، د سولې د عالی شورا پلاوی یوازې هغه مهال قطر ته سفر کولای شی، چې د قضیې طرف افغان حکومت او د سولې عالی شورا وی او طالبان اعلان وکړی، چې له افغان حکومت سره خبرې کوی.
مولوی عطاالله لودین وایی، که طالبان له افغان حکومت او د سولې له عالی شورا سره د خبرو لپاره چمتووالی ونه لری، قطر ته د پلاوی استول بې ګټې او بې ضرورته دی.
ده د هغه طالب چارواکی څرګندونو ته په اشارې، چې ویلی یې ول، امریکا ورسره اسلامی امارت او د دوی بیرغ منلی و او اوس له خپلې ژمنې په شا شوې، وویل، امریکا او قطر چې له طالبانو سره کوم تړونونه او تفاهمونه کړی، افغان حکومت ورته ځان مستلزم نه بولی او پر وړاندې یې هېڅ مسوولیت نه لری.
نوموړی په دې باور دی، چې د سولې عالی شورا به یوازې هغه مهال قطر ته پلاوی واستوی او له طالبانو سره به خبرې وکړی، چې د امریکا د ولسمشر هغه ژمنې پلې شی، چې افغان ولسمشر ته یې په یوه لیک کې کړې وې.
ده وویل، له دې پرته به د سولې عالی شورا خبرو ته چمتو نه شی او نه به ورسره وخت ضایع کړی.
ښاغلی لودین وایی، په افغانستان کې منتخب حکومت شتون لری، لا یې د واکمنۍ یو کال پاتې دی، دغسې دفتر ورته هېڅکله د منلو وړ نه دی، چې د جلا حکومت غوښتنه وکړی، ځکه ټول سیاسی ګوندونه او سیاسی جهتونه او خلک د افغانستان له منتخب حکومت سره ولاړ دی او ترې ملاتړ کوی.
د هغه په وینا، ټول سیاسی ګوندونه، اپوزیسیون او خلک د طالبانو جلا حکومت نه منی او د دې دفتر په مساله کې له حکومت سره په یوه خوله دی او د طالبانو له دې دریځ سره هم موافق نه دی، چې د خبرو اترو اصلی لوری یې امریکا ده.
د سولې د عالی شورا مرستیال زیاتوی، د قطر د دفتر او دسولې په اړه د وروستیو پېښو په اړه یې له اپوزیسیون او نورو سیاسی ګوندونو سره سلا مشورې پیل کړی او ناستې یې کړی دی.
نوموړی وایی، دوی له پیله په قطر کې د طالبانو له دفتر پرانستې سره موافق نه ول او ځینې شکونه او ابهامات یې درلود او د همدې امله ولسمشر کرزی د قطر دفتر په غبرګون کې په سعودی عربستان او ترکیه کې د دې دفتر د جوړېدو وویل.
هغه زیاته کړه، په کار ده چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره دفتر په دننه افغانستان کې جوړ شی؛ خو د باور د فضا رامنځته کېدو او لومړنیو خبرو لپاره اړتیا ده چې د باندې خبرې وشی او زمینه سازی وشی، چې نورې خبرې دې په افغانستان کې تر سره شی.
مولوی عطاالله لودین وویل، که چېرې طالبان له افغان حکومت او د سولې له عالی شورا سره خبرو ته زړه ښه نه کړی او له امریکا سره په خبرو ټینګار وکړی؛ نو ځواب یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری ویلی، چې دغه دفتر به بند شی او دوی به هم قطر ته هېڅکله خپل پلاوی وانه ستوی.
په همدې حال کې د سولې د عالی شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزی د ملی امنیت شورا ته ویلی، چې د قطر له دفتره د طالبانو بیرغ را ښکته شوی، د اسلامی امارت لوحه لرې شوې او د قطر پولیسو د طالبانو د بیرغ پایه هم له دې دفتره ایستلې ده.
د ملی امنیت شورا په دې غونډه کې د قطر دفتر په اړه د افغان دولت له وروستی دریځ نه د خلکو ملاتړ وستایه او ویې ویل، چې د خلکو، ملی شورا او مدنی ټولنې یووالی د افغان ملت د پیاوړتیا روښانه مثال دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.