د قطر د دفتر برخلیک به څه شی؟

- ۰۴ سرطان ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر ته له سفر وروسته کابل ته را رسېدلی، د سیاسی چارو شنناندی وایی، چې نوموړی له افغان چارواکیو سره د قطر د دفتر په اړه خبرې وکړی او ټول هغه مسایل به ورسره شریک کړی، چې امریکا او طالبانو پرې خبرې کړی دی.
هغوی وایی، اوس د ټولو ښکېلو خواوو په نظرونو کې نرمښت راغلی او تمه ده چې د سولې پروسه به مخ ته لاړه شی.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو شننونکی فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته وویل، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به کابل ته د خپل سفر په لړ کې افغان چارواکی وهڅوی، چې د سولې په پروسه کې برخه واخلی او ټولې هغه خبرې چې په قطر کې د امریکایی او طالب چارواکیو تر منځ شوی، له ولسمشر کرزی سره شریکې کړی.

دی وایی، هند ته د جان کېری سفر هم په دې برخه کې بې څه دی او دوی به له افغان چارواکیو سره خبرې وکړی او وړاندیزونه به ورته وشی، چې د سولې خبرې څنګه پر بوځی.
نوموړی زیاتوی، قطر ته د سولې د عالی شورا د سفر اعلان دا روښانه کوی، چې قطر او بیا کابل ته د امریکایی چارواکیو سفرونو د افغان حکومت او طالبانو دریځ نرم کړی او د سولې پروسه به دوام پیدا کړی.
ښاغلی بشر وایی، له یوولس کاله جګړې وروسته د سولې پروسه لنډمهال او اسانه پروسه نه ده، بلکې دا یو اوږد بهیر دی، چې ښکېل اړخونه به چنې وهی، د یو بل غوښتنې به اوری، د یو بل نظرونه به اوری او په پای کې به پرېکړه کېږی، چې حکومت له څه تېر شی او طالبان له څه تېر شی.
هغه زیاتوی، په تېرو یوولسو کلونو کې طالبانو درک کړه، چې د جګړې له لارې یې بریا ناشونې ده له همدې امله یې غوره وبلله چې د خبرو اترو له لارې پر افغان حکومت خپلې یو لړ غوښتنې ومنی.
د ده په خبره، د طالبان به دا پر حکومت او امریکا ومنی، چې د هغوی بندیان باید خوشې شی، دوی باید له افغان حکومت سره په حکومت کې شریک شی، په ټاکنې ښایی برخه واخلی او دا ټول هغه پړاوونه دی، چې د سولې په بهیر کې به قدم په قدم پرې بحث کېږی.
استاد بشر وایی، مهمه خبره دا ده چې دواړه لوری خپل مرکچیان پوه، باتجربه او وړ کسان غوره کړی، څو وکولای شی خپل مسایل په ښه توګه مطرح کړی، مقابل لوری ته قناعت ورکړی او سره تفاهم ته ورسېږی.
هغه وویل، طالبان اوس پوه شی چې باید خبرې وکړی او د دوحې د دفتر پرانستل یې د همدې لپاره دی، که څه هم چې ویلی یې دی له امریکا سره به خبرې کوی؛ خو ورسره تر څنګ یې افغانان هم یاد کړی او دا چې افغان حکومت یې نه دی یاد کړی، دا به هم یاد کړی او دا چې د سولې له عالی شورا سره خبرې کوی، دا د افغانستان استازی دی.
نوموړی په دې باور دی، چې په تدریج سره به طالبان هر څه ومنی او د سولې پروسه به مخ ته یوسی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راغلی څو په قطر کې د وروستیو پېښو او پرمختګونو په اړه ولسمشر کرزی ته معلومات ورکړی.
دغه راز به جیمزډابینز له ولسمشر سره په دې هم خبرې وکړی، چې د سولې خبرې به د افغانانو په رهبرۍ مخ ته ځی او افغان حکومت به وهڅوی چې قطر ته خپل پلاوی واستوی.
په همدې حال کې په دوحه کې یوې سرچینې کابل نیوز ته ویلی، چې قطر د زرو طالب کورنیو لپاره په دوحه کې چمتووالی نیولی دی.
سرچینې ویلی، امریکا قطر ته سپارښتنه کړې، چې د هغو زرو تنو طالبانو کورنیو ته په قطر کې د اوسېدو زمینه برابره کړی، چې له پاکستانه به قطر ته سفر کوی. دمګړۍ په قطر کې شل تنه طالبان له خپلو کورنیو سره اوسېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.