سلمان خورشید: د سولې بهیر باید د افغان دولت مشروعیت زیانمن نه کړی

- ۱۱ سرطان ۱۳۹۲

هندی چارواکی وایی، له طالبانو سره د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوی، خو خبرداری ورکوی، چې د سولې دا پیل شوی بهیر دې د افغان حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې را نه ولی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید په برونای کې د اسیان په سیمه ییز کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان د سولې بهیر دې له نړیوالو منل شویو سرو کرښو وتلی نه وی.
هغه وایی، دوی له وسله والو مخالفو ډلو سره د سوله ییزو خبرو د پیلولو لپاره د افغانستان د اسلامی جمهوریت د هلوځلو ملاتړ کوی. خو زیاتوی، چې دا باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د افغانستان د اساسی قانون په چوکاټ او د منل شویو نړیوالو سرو کرښو په دایره کې د پخلاینې پراخ بنسټه بهیر وی. د نوموړی په خبره، په دې خبرو کې باید د افغانستان د ټولنې ټولې برخې او د طالبانو په شمول ټولې وسله والې ډلې شاملې وی.
طالبانو په قطر کې د دفتر له پرانستلو وروسته وویل چې تیار دی له امریکایانو او افغانانو سره خبرې وکړی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل: (( د پخلاینې بهیر باید د افغانستان د دولت او حکومت مشروعیت او په افغانستان کې د تېرو څه باندې لسو کلونو په لړ کې د نړیوالې ټولنې په پراخه مرسته شوی اقتصادی او ټولنیز پرمختګ زیانمن نه کړی.))
ښاغلی خورشید دا هم وویل، د هند پالیسی دا نه ده چې د افغانستان په اړه خپل دریځ بدل کړی.
ده په نړۍ کې د ترورېزم له خپرېدو هم اندېښنه ښکاره کړه او په پاکستان کې یې د افغان طالبانو په شمول د وسله والو سخت دریځو کمپونو او روزنځایونو ته په اشارې وویل، ترهګری په افغانستان کې سوله او ثبات ګواښی؛ نو ته په کار ده، چې له افغانستان د باندې د ترهګرو ځالې او خوندی مرکزونه وځپل شی او مالی سرچینې یې له منځه یوړل شی.
سلمان خورشید وویل، دوی باید له افغانستان سره مرسته وکړی، چې دا هېواد باثباته، دېموکرات شی.
د هغه په خبره، په افغانستان کې باید ګڼ ګوندیز دولت شی، نړیواله ټولنه باید د بدلون او انتقال په پړاو کې له افغانستان سره په پرمختیایی او امنیتی چارو کې مرستې ته دوام ورکړی.
سره له دې چې امریکا، بریتانیا او پاکستان د قطر د سولې د بهیر ملاتړ کوی؛ خو داسې ښکاری چې د افغانستان حکومت دې پروسې ته زړه نه ښه کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې د عالی شورا مشر ویلی، که طالبان د دوی له شورا سره خبرې ونه کړی د قطر دفتر به بند کړی. تر صلاح الدین ربانی مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ارشاد احمدی رویټرز خبری اژانس ته ویلی ول، چې پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د قدرت د وېشلو نظر وړاندیز کړی دی.
د افغانستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلی احمدی رویټرز خبری اژانس ته وویل چې دا نظر د پاکستان د ملی امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له سفیر عمر داودزی سره د جمعې د ورځې په کتنه کې مطرح کړ.
د احمدی په وینا، د پاکستان وړاندیز یو ډول فدرالیزم دی چې پر اساس یې د افغانستان په یو شمېر سوېلی ولایتونو کې واک طالبانو ته سپارل کېږی.
د پاکستان د یوه لوړپوړی امنیتی چارواکی په اسلام اباد کې افغان سفیر عمرداوودزی سره په خبرو کې وړاندیز کړی و، چې په افغانستان کې دې یوشمېر ولایتونه طالبانو ته ورکړل شی، هغوی دې په واک کې راګډ کړل او په افغانستان کې دې فیدارلی نظام رامنځته شی، چې دغه کار د افغان حکومت تند غبرګون راپارولی دی.
دغو څرګندونو ته د افغان ولسمشر په غبرګون کې ویلی، چې پاکستان په افغانستان کې د ملوک الطوایفی د رامنځته کولو هڅې کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.