شننونکی: له هند نه مرسته غوښتل د ولسمشر ستره تېروتنه وه

- ۱۵ سرطان ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې هند له افغانستان سره د پوځی مرستې غوښتنه رد کړې او ویلی یې دی، چې د دې مرستې د ورکولو جوګه نه دی، یوشمېر سیاسی شننونکی او د ولسی جرګې غړی وایی، چې له هند نه د پوځی مرستو غوښتل ستره تېروتنه وه.
دغه شنناندی وایی، افغانستان یو ګونګ سیاست لری چې له امله یې هرې خواته لاس اچوی او په کار ده چې په روښانه سیاست سره له امریکا مرستې او ناټو مرستې وغواړی.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هند تر اوسه په دې وضعیت کې نه دی چې له افغانستان سره دې پوځی مرستې وکړی، ځکه هند خپله مرستو ته اړتیا لری او د افغانستان پوځ دومره مرستو ته اړتیا لری، چې د هند له توانه وتلې ده.
هغه وایی، دا د ولسمشر تېروتنه وه چې له هند نه د پوځی مرستې اخیستو اعلان یې وکړ.
د ده په خبره، هند په سیمه کې له پاکستان سره هم رقابتونه او حساسیتونه لری او ولې افغانستان په لوی لاس دې رقابتونو کې ځان ښکېل کړی او په دې هم ښه پوهېږو چې هند له افغانستان سره د پوځی مرستو وړتیا نه لری او که یې لری هم دومره کمه ده چې حساب پرې نشی کېدلای.
ښاغلی توخی زیاتوی، دی له اوله دې اعلان ته خوشبین او پرې ډاډه نه و، ځکه هند دومره توان نه لری او دې مرستې ته له پیله هم لېواله نه و.
د ده په وینا، افغانستان نباید د سیمه ییزو رقابتونو طرف واقع شی او نه په دې وضعیت کې دی چې طرف شی.
نوموړی وایی، نپوهېږی چې ولسمشر کرزی ولې دومره ډاډه و او ولې یې له هند نه د پوځی مرستو اخیستو اعلان وکړ.
ښاغلی حمیدالله توخی زیاتوی، چې د افغانستان په قضیه کې ناټو او امریکا مستقیماً ښکېل دی او د افغانستان د پوځ جوړول یې مسوولیت دی او که افغان پوځ ونه روزی او جوړ یې نه کړی تجهیز یې نه کړی نو د افغانستان له جګړې ځانونه نشی خلاصولای.
هغه زیاته کړه، په سیمه کې یوازینی هېواد روسیه ده چې کولای شی له افغانستان سره مرسته وکړی او وړتیا یې لری، ځکه روسیه د ترهګرۍ له ګواښ سره هم مخ ده او که افغانستان بیا د ترهګرو ځاله جوړېږی نو روسیه به ترې مستقیماً اغېزمنه کېږی.
دی وایی، د روسیې په مرسته ممکنه ده چې افغان پوځ جوړ شی، ځکه هغه یو لوی
طاقت دی، لوی هېواد دی او د دې مرستو توان لری.
همدارنګه د پوځی چارو شننونکی عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، افغانستان له هند سره تاریخی دوستی لری او له ډېر پخوا نه هم ورسره پوځی اړیکې هم لری، ځکه یو مهال هوایی او کمانډویی ځواکونه په هند کې روزل کېدل.
دی وایی، دا چې امریکا څو ځله ویلی چې افغانانو ته د دې لپاره درنې وسلې او هوایی ځواک لپاره الوتکې نه ورکوی، چې هغوی یې نشی ساتلی، نو ولسمشر پر امریکا د فشار راوستلو لپاره هند ته د مرستې لاس غځولی وی.
د نوموړی په خبره، هند دومره اقتصاد نه لری چې هغومره وسلې او تجهیزات افغان پوځ ته ورکړی، لکه څنګه چې یو مهال روسیې افغانستان ته ورکوله.
ښاغلی امرخېل وایی، د شوروی د مرستو پر مهال سړه جګړه روانه وه او شوروی د خپلو پلویانو د ډېرېدو کوښښ کاوه او له همدې امله یې له افغانستان سره پرېمانه مرستې کولې.
د هغه په خبره، چې اوس هند په څو مسایلو کې ښکېل دی لومړی دا چې د امریکا له اجازې پرته نشی کولای له افغانستان سره مرستې وکړی، دویمه دا چې نه غواړی د پاکستان حساسیت را وپاروی، ځکه پاکستان په امریکا منلې چې افغان پوځ ته دې تجهیزات او درنې وسلې نه ورکوی.
نوموړی زیاتوی، له بلې خوا د هند اقتصاد هم دومره نه دی چې له افغانستان سره دې د پوځی درنو وسلو مرسته وکړی او یا دې پور ورکړی، ځکه دا ډېرې پیسې غواړی او هند خپله ډېره وسله له روسیې نه په بیه رانیسی.
ښاغلی عتیق الله امرخېل وویل، په کار ده چې افغان حکومت یو روښانه سیاست ولری، ناټو او مریکا ته قناعت ورکړی او هغوی دېته وهڅوی چې له افغان پوځ سره د درنو وسلو مرسته وکړی.
د ده په اند، ځکه د ناټو او امریکا له مرستې پرته بل هیڅوک له افغانستان سره مرستې نشی کولای او نه افغانستان دومره پیسې لری چې وسلې پرې را ونیسی.
هغه زیاتوی، افغانستان کولای شی ناټو او امریکا ته قناعت ورکړی چې مرسته شوې پیسې نغدې ورکړی څو خپله حکومت پرې وسلې را ونیسی.
د ده په خبره، چې د افغان حکومت سیاست ډېر ګونګ او خام سیاست دی چې هرې خوا ته لاس اچوی، چې دا په درد نه خوری او باید دا سیاست روښانه وی، دوست دښمن باید معلوم وی او دواړه تعریف شوی وی.
ښاغلی امرخېل وایی، مرسته کوونکی هېوادونه ډېر دی؛ خو اقتصاد نشته او ښه لاره یې ناټو او امریکې ته قناعت ورکول او له هغوی نه د مرستې غوښتل دی، که افغان حکومت وکولای شی داسې سیاست ولوبوی، چې هغوی ته قناعت ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.