د ولسی جرګې غړې وږمه ساپۍ: د ملی اجـنډا طـرحه دې له ملی شورا سره شریکه شی

گزارشگر:عرفان مومند - ۰۴ اسد ۱۳۹۲

پوښتنه: د اوسنی وضعیت په اړه ستاسو نظر څه دی او په اوس وخت کې موږ کومې خوا روان یو؟

ځواب: په دې کې شک نشته چې اوسنی وضعیت په اړه له ټولو افغانانو سره اندېښنې شته او خلک یې اندښمن کړی دی. د دې لامل دا دی چې له یوې خوا ۲۰۱۴ کال خلکو ته ببو جوړ شوی او له بلې خوا د دې پر ځای چې زموږ امنیتی ځواکونه لازم چمتووالی ولری ورځ تر بلې مو امنیتی وضعیت خرابېږی. ولایتونو او حتی کابل کې خلک ځان خوندی نه وینی. له موچی نیولې تر چارواکیو پورې هېڅوک مصوون نه دی.
خلک راتلونکیو ټاکنو ته په تمه دی؛ خو هغه څه چې ولس یې هیله لری هغه به تر سره نشی ځکه موږ د هر څه ازموینه ورکړې ده. د خلکو هیله ازادې، عادلانه او رڼې ټاکنې دی. په اوس وخت کې هیڅوک حتی خپل غږ هم نشی پورته کولای او یوازې افغانان په هیلو ژوند کوی، نور هیڅوک په خپلې راتلونکې باوری نه دی او نه ورته خوشبینه دی، ځکه شرایط او وضعیت داسې راغلی، چې خلک له اندېښنو ډک ژوند ولری.
پوښتنه: په دې وروستیو کې یوشمېر سیاسیون د ملی اجماع خبره کوی غواړم وپوښتم چې موږ ملی اجماع ته اړتیا لرو؟ یوه خبره او بله دا چې په دې وروستیو کې حکومت د لویې جرګې د جوړېدو ویلی، ایا د لویې جرګې په اړه مو نظر څه دی؟
ځواب: که ملی اجماع د ملی یووالی او ملی وحدت لپاره وی، هر کله او هر ځای چې خلکو ته د منلو وړ ده. خو فکر نه کوم چې ملی اجماع به د داسې مسایلو لپاره جوړه شی او یا به ملی یووالی رامنځته کړای شی.
د لویې جرګې په اړه باید ووایم، چې په اساسی قانون کې لویه جرګه تعریف شوې، چې کله، څنګه او د څه لپاره جوړېږی او ټول شرایط یې په اساسی قانون کې روښانه شوی دی. خو دا عنعوی جرګې په اساسی قانون کې نشته. خو که دا جرګه د ولس او د خلکو په خیر وی، موږ یې هرکلی کوو او هیله من یو چې وکولای شی د افغانانو درد دوا کړی او د افغانانو په درد خوړوونکې یوه جرګه وی.
مګر زه هم اندېښنه لرم، چې ښایی د دې جرګې تر شا نورې موخې پرتې وی، لکه څنګه چې نور جهتونه پرې اندېښمن دی. دا اندېښنه له موږ سره شته چې ښایی حکومت د دې دودیزې جرګې تر شاه یوه بله ډرامه ولری او هغه رامخ ته کړی.
پوښتنه: په دې وروستیو کې احمدولی مسعود د هېواد د شخړو او ناورین د پای ته رسېدو او د یوه ملی بین الافغانی توافق د رامنځته کېدو لپاره، د ملی اجنډا په نوم یوه طرحه وړاندې کړې ده، د دې طرحې په اړه ستاسو نظر څه دی؟
ځواب: دا طرحه تر اوسه یوازې د څو سیاسیونو په واک کې ده، چې تل لوبېږی. په کار ده چې دا طرحه له ټولو افغانانو سره شریکه شی. ماته یوازې هغه ملی یووالی د منلو وړ دی، چې ټول افغانان په کې ګډون ولری. نو دغه طرحه هم هغه مهال خلکو ته د منلو وړ ګرځېدای شی چې ټولو افغانانو ته ورسېږی او پرې خبر شی.
په کار ده چې دغه طرحه لومړی د ملی شورا له دواړو مجلسونو سره شریکه شی. زه د ولس د یوې استازې په توګه تر اوسه له دې طرحې نه یم خبره، نه راته چا بلنه راکړې او نه مې دغه طرحه لوستې ده. دغه راز نه له ما نه تر اوسه چا غوښتی، چې زه ولس ته ورشم، په دې اجنډا یې راټول کړم او دېته یې وهڅوم چې دغسې طرحې ته غاړه کېږدی.
په کار ده چې له ملی شورا سره له تر شریکېدو وروسته د دې طرحې په اړه یو قاطع تصمیم ونیول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.