پاکستان ته د ولسمشر د بې پایلې سفر تکرار!

- ۰۶ اسد ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې ټاکل شوې ولسمشر کرزی په نېږدې راتلونکې پاکستان ته سفر وکړی، د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چې لا هم پاکستان له افغانستان سره د مرستو رښتینی اراده نه لری.
هغوی وایی، پاکستان د نړیوالو تر فشار لاندې دی او د همدې فشارونو لاندې یې ولسمشر ته د مرستې ټټر وهلی دی.
د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې پاکستان کې واک ته د نوی لومړی وزیر له رسېدو سره سم د افغانستان او پاکستان د چارواکیو تر منځ تګ راتګ ډېر شوی دی.
هغه وایی، پاکستان د امریکا تر سخت فشار لاندې دی، ځکه هغوی له افغانستانه وځی او غواړی چې په افغانستان کې سوله راولی او جګړه پای ته ورسېږی.
د ده په خبره، ولسمشر کرزی پاکستان ته د خپل سفر په اړه شرطونه ایښی او دا ځل تر هغې یې چې شرطونه نه وی منل شوی پاکستان ته به سفر ونه کړی.
نوموړی وویل، افغانستان له پاکستانه ښه تجربه لری، په لندن او نورو نړیوالو غونډو کې یې په وار وار له افغانستان سره د مرستې ژمنې کړی دی؛ خو هېڅکله یې هم خپلې ژمنې عملی نه کړې.
ښاغلی بشری زیاتوی، پر پاکستان د دې لپاره چې هر څه وایی، هغه کوی، باور کول خورا ستونزمن کار دی.
نوموړی په دې اند دی، چې د پاکستان ملکی حکومت د مسایلو په اړه پرېکړه نشی کولای بلکې د پرېکړې کولو مرجع نظامی حکومت دی او تر هغې چې نظامی حکومت پرېکړه نه وی کړی، ملکی حکومت خپلې ژمنې نشی عملی کولای.
هغه وایی، پاکستان ته د امریکا د لوی درستیز او بهرنیو چارو وزیر سفرونه ښیی، چې ګواکې امریکا به پر پاکستان سخت فشار راوړی وی، څو د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړی او پاکستان به هم د همدغو فشارونو لاندې افغان حکومت ته یو څه ډاډ ورکړی وی.
د کابل پوهنتون یاد استاد وویل، ولسمشر کرزی به پر پاکستانیو چارواکیو فشار راوړی، چې له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړی، هغه طالبان چې بندیان دی هغه خوشې کړی، په افغانستان کې د سولې په جوړېدونکی کنفرانس کې دې له موږ سره ګډون وکړی او هم به دا له پاکستانیو چارواکیو وغواړی چې طالبان بېرته یاد دفتر ته ولېږی او د سولې خبرې پیل کړی.

نوموړی زیاتوی، امریکا غواړی چې له افغانستانه پښې سپکې کړی؛ خو دغه کار نشی کولای ځکه په ملیاردونو ډالره یې ولګول او سرتېری یې دلته ووژل شول نو په هېڅ صورت له افغانستانه وتلی نشی.

په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی میاګل وثیق ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې پاکستان تر نهایته پورې تر هغې چې وس یې رسېږی له افغانستان سره رښتینی نه دی او غواړی دوه مخی سیاست وکړی.
دی وایی، دنیا اوس دې پایلې ته رسېدلې چې پر پاکستان فشار ډېر کړی او پاکستان تر فشار لاندې هم دی، څو وکولای شی د افغانستان له سولې سره مرسته وکړی که پر پاکستان فشار رانشی او پاکستان رښتینی مرسته ونه کړی، په افغانستان کې د نړیوالو ماموریت هم تر پوښتنې لاندې راځی.
نوموړی زیاتوی، دی د دې سفر پایلو ته ډېر هیله من نه دی او نه به ډېر مطلوبې پایلې ولری.
ښاغلی وثیق وویل، په کار ده چې افغانستان له یوې خوا پر پاکستان فشار راوړی او له بلې خوا ورسره ډېر مخالفت هم ونه کړی، ځکه په دې کار سره د پاکستان تبر ته لاستی لوېږی او په نړۍ واله کچه افغانستان ملامتوی او وایی، چې پاکستان ورسره مرسته کوی خو افغانستان یې مخالفت کوی.
ده زیاته کړه، پاکستان به بیا له افغانستان سره پخوانۍ ژمنې وکړی، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوو، دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قربانیان دی او د افغانستان د سولې له پروسې سره به هم مرسته وکړی؛ خو دا ژمنې به یې عملی نشی او نه به عملی پایله ورکړی.
د نوموړی په وینا، افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قربانیان دی خو په دې توپیر چې افغانستان د هغه اور قربانی دی، چې پاکستان بل کړی او پاکستان د هغه اور قربانی دی، چې په خپله یې په افغانستان کې بل کړی دی.
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاتوی، چې پاکستان په طالبانو اغېز لری او که وغواړی هغوی د سولې خبرو ته اړ ایستل شی؛ خو په صداقت یې شک کېدای شی، ځکه تر هغې چې پاکستان خپله ګټه ونه وینی او یا ورته امتیاز ورنه کړل شی، چمتو نه دی چې د افغانستان له سولې سره مرسته وکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې په نېږدې راتلونکې کې به ولسمشر کرزی پاکستان ته سفر وکړی او دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې نوی باب پرانیزی.
جانان موسی زی زیاته کړې، چې د دې سفر په اجنډا او لومړنیو کارونو افغان او پاکستانی چارواکی کار کوی.
واک ته د نواز شریف له رسېدو سره سم دوه ځلې نوموړی ولسمشر کرزی ته په ټېلیفونی اړیکو کې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه؛ خو ولسمشر کرزی شرط کېښود چې هغه مهال به پاکستان ته سفر وکړی، چې پایلې یې اغېزناکې وی او پاکستان په رښتینی ډول له ترهګرۍ سره په مبارزه او د سولې په برخه کې مرسته وکړی.
پاکستان د دې سفر د اجنډا جوړولو لپاره د لومړی وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز کابل ته هم را استولی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.