د سرتاسری او رڼو ټاکنو ترسره کېدل ناممکن دی

- ۲۲ اسد ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر د راتلونکیو ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنې ښودلی، یوشمېر شننونکی هم وایی، حکومت نشی کولای د راتلونکیو ټاکنو امنیت تامین کړی.
هغوی وایی، له همدې امله ده چې د ټاکنو د شفافیت او عادلانه والی په اړه اندېښنې لری.
د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر محمدنعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې امنیت د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه او ننګونه ده.
هغه وایی، دمګړۍ افغانستان په جګړه کې ښکېل او ټاکنې د جګړې په حال کې تر سره کېږی او که څوک په ټول افغانستان کې د امنیت د تامینېدو تمه لری دا به له امکانه لرې او مبالغه وی.
د ده په خبره، طالبان، اسلامی ګوند، هغه کسان چې له حکومته ناراضه دی او ګاونډی هېوادونه په هېواد کې نا امنۍ ته لمن وهی او د فعالیتونو سیمه یې هم روښانه نه ده، ځکه چې فعالیتونه یې په بېلابېلو سیمو کې سر راپورته کوی.

نوموړی زیاتوی، افغان ځواکونه نشی کولای د راتلونکیو ټاکنو سل سلنه امنیت ونیسی او دا نوې مساله هم نه ده، بلکې د ۲۰۰۵ کال د ټاکنو راهیسې ورځ تر بلې په هېواد کې نا امنی ډېرېږی.
ښاغلی ایوبزاده وویل، د امنیتی ځواکونو ظرفیت او وړتیا د امنیتی چارو په لېږد پورې اړه لری؛ خو که امنیتی ځواکونو د افغان ځواکونو د وړتیا او ظرفیت له پام کې نیولو پرته دغه اقدام کړی وی له افغانستان سره جفا او نړیوالو د ماتې په مانا؛ خو مهمه دا ده چې افغان ځواکونه انګېزه ولری تر هغو چې انګېزه پیدانشی امنیت نشی تامینېدلای.
د ده په خبره، دا تمه باید ونشی چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دې ټاکنې تر سره شی، خلک دې رایه ورکړی او صندوقونه دې ورته کېښودل شی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه ډول وضعیت کې چې دوه نیم سوه د رایه ورکونې مرکزونه تړلی وی او ښایی دغه مرکزونه نور هم زیات شی، د ټاکنو د سرتاسرۍ اصل او مشروعیت څنګه کېږی، وویل، په ټاکنو کې د خلکو د برخه اخیستو په اړه اندېښمن دی.
د ټیفا د مشر په وینا، که چېرې دوه نیم سوه مرکزونه تړلی وی په ټاکنو کې د خلکو په برخه اخیستو اغېز کوی.
نوموړی زیاتوی، له یوې خوا ټاکنې برخلیک ټاکونکې دی او له بلې خوا باید ټاکنې، سرتاسری، ازادې او رڼې ترسره شی؛ نو اوس موږ په ښه ترسراوی یې ټینګار وکړو او که په هر ډول وی خو چې تر سره شی او د خلکو سیاسی برخلیک وټاکی، په دې اړه اندېښنې ډېرې دی.
ښاغلی محمدنعیم ایوبزاده وویل، ښه دا ده چې تر ټاکنو د سولې پروسه پایله ورکړی او د حکومت وسله وال مخالفان په یوه ډول په نظام کې شریک شی او رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو ته زمینه برابره شی او که له دې پرته امنیت تامین نشی، نو په هېواد کې به د رڼو، ازادو او سرتاسری ټاکنو ترسره کېدل به ناممکن وی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی سیداسحاق ګېلانی هم د امنیت په اړه اندېښنه لری او زیاتوی، د هغو سیمو چې باید امنیت یې ونیول شی، په ځانګړی ډول د پښتنو په سیمو کې، ناممکن دی.
دی وایی، د ولسی جرګې په ټاکنو کې د پښتنو په سیمو کې ټاکنې ونه شوې حتی له غزنی نه ولسی جرګې ته یوولس وکیلان ټوله له یوې ولسوالۍ نه بریالی شول، دغه راز له ډېرو نورو پښتنی سیمو نه هم پښتانه وکیلان د امنیتی ستونزو له امله بریالی نه شول او نه یې په ټاکنو کې برخه واخیسته.
نوموړی وایی، دا ځل د تېرو ټاکنو په پرتله په ټولو ولایاتو کې امنیتی وضعیت ډېر خراب شوی، په ځانګړی ډول په لویو ښارونو، ختیزو او سوېلی ولایتونو کې هم نا امنی پراخه ده او د پښتنو په ټولو سیمو کې د خراب امنیتی وضعیت له امله به ټاکنې تر سره نه شی.
ښاغلی ګېلانی وویل، که ټاکنې همداسې په نا امنۍ کې ترسره شی سیاسی کړکېچونه او ستونزې به ډېرې شی، راتلونکی حکومت به له ډېرو ننګونو سره مخ او له صفره به پیل کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوی په یوې لیکنه کې ویلی، چې افغان امنیتی ځواکونه د را روانو ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت نیولو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دی.
ښاغلی معنوی وایی، په دې برخه کې افغان حکومت او امنیتی ادارو په خپلو رپوټونو کې له مبالغې کار اخیستی.
هغه زیاته کړې، افغانان په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو وتلو په هکله هم اندېښمن دی او اوسنۍ فضا له نهیلۍ او وېرې ډکه ده.
ښاغلی معنوی زیاتوی، د افغان حکومت او نړېوالو ترمنځ اوسنۍ بې باوری او له امریکا سره د ستراتېژیک تړون پر وړاندې خنډونه هم پر ټولټاکنو بده اغېزه کولای شی.
فضل احمد معنوی دا ټینګار هم کوی چې له دې ټولو ستونزو سره سره د ټولټاکنو تر سره کېدل خورا مهم دی او یوازې شفافې ټاکنې کولای شی چې په هېواد کې اوسنۍ فضا بدله کړی او سیاسی ثبات رامنځ ته کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.