همایون شاه آصفی: ټاکنې دې نه قومی کېږی

- ۰۳ سنبله ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې افغانستان د ټاکنو په درشل کې دی او د نوماندو په اړه بحثونه ګرم شوی، یوشمېر شنناندی وایی، چې خلک باید د اشخاصو تر څنګ د هغوی طرحو او پلانونو ته هم وګوری او ځانونه پرې پوه کړی.
دغه شنناندی زیاتوی، چې پاک نفسی، د روښانو او ښو اقتصادی، سیاسی او پرمختیایی پروګرامونو او د پلی کېدو څرنګوالی او له قومی او سمتی مسایلو پاکوالی یې باید په ټاکنو کې د نوماندو معیارونه وی.
د افغانستان د سیاسی چارو شننونکی همایون شاه اصفی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې کمه وده یې کړې او یا هم د ودې په حال کې دی، خلکو ډېر پام د اشخاصو یا نوماندو پر ځای د هغوی پروګرامونو ته اړولی دی.
دی وایی په ټاکنو کې د څو شیانو په پام کې نیول مهم دی، لومړی د شخصیت په اړه چې یو پاک شخص وی، ملی او روښانه پروګرام او پراخ ولسی ملاتړ ولری.
د هغه په خبره، خلکو له تېرو ټاکنو نه دا ځل ښې تجربې اخیستی چې ښه بېلګه یې د سیاسی ګوندونو او اېتلافونو د همکارۍ شورا جوړېدل چې د یوې ملی برنامې اساسی ټکی یې په نښه او ټاکلی دی، لکه د ښځو او ماشومانو حقونه، د بیان ازادی او نور او ټولو ورته تعهد کړی په داسې حال کې چې د ښاغلی کرزی په حکومت کې دغو ټکو ته هېڅ تعهد شتون نه درلود.
ښاغلی اصفی زیاتوی، بله د پام وړ خبره دا ده چې نوماند باید فرا قومی وی، یانې د هېڅ قوم په استازی نوماند نه وی او له قومی مسایلو پورته فکر ولری او په یوه قوم پورې تړلی نه وی.
هغه وایی، که ټاکنې قومی شوې ټاکنو ته زیان رسوی؛ خو حکومت کولای نشی، یو سالم نظام منځته نشی راوړلای؛ نو په راتلونکیو ټاکنو کې باید له قومونو پورته شخص، روښانه او سالمه برنامه او پاک شخصیت معیارونه وی.
د دغه سیاسی شنناند په وینا، امکان لری چې د همکاریو شورا یو نوماند ټاکنو ته وړاندې کړی نو ښې رایې به خپلې کړی؛ خو په خبره یې چې ډېر ورته خوشبین نه دی؛ ځکه ده شورا به دوه نوماندان وړاندې کوی چې یو به یې د حکومت او ښاغلی کرزی او بل به یې د اپوزیسیون له ملاتړه برخمن وی او څو ورځې وروسته اعلان شی او روښانه به شی چې د حکومت او سیاسی اپوزیسیون نوماندان څوک دی.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړی حافظ عبدالقیوم نورستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې خلک باید د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندو په اړه د هغوی له اهدافو، سابقې، برنامو او پروګرامونو نه ځانونه خبر کړی.
دی وایی، د نوماندو په اړه دوه شیان تر ټولو ډېر مهم دی یو دا چې د هغوی مرامنامه وکتل شی، چې د ملی یووالی لپاره څومره ژمن دی او دویم دا چې د افغانستان د امنیت او پرمختیا لپاره څه کولای شی.
هغه زیاتوی، د دې ترڅنګ باید دا هم ورسره وسنجول شی چې یاد شوی کسان تر کومه حده کولای شی خپلې مرامنامې پلې او اهداف تعقیب کړی؛ ځکه یوشمېر کسان له نورو ښه پرواګرمونه او موخې وړاندې کوی یا یې له نورو کاپی کوی؛ خو د هغو د پلی کولو وړتیا او صلاحیت نه لری.
ښاغلی نورستان په دې باور دی، چې د نوماندو په د هغوی وړتیا، استعداد او موخې یې خورا مهمې دی.
د ده په وینا، دغه راز نوماند باید د رایه ورکونې په هر مرکز او محل خپل استازی د څار لپاره ودروی او د رایه ورکونې له بهیر څارنه وکړی، ځکه دغه کار به د ټاکنو له شفافیت سره مرسته وکړی.
نوموړی وایی، امنیت د ټاکنو د روڼتیا لپاره بل مهم ټکی دی چې باید تامین شی، ځکه که امنیت نه وی، په ټاکنو کې د وسله والو او زورواکو د لاسوهنې مخه ونه نیول شی او د ټاکنیزو مامورینو ژوند خوندی نشی نو نشی کېدای ټاکنې رڼې او له درغلیو پرته ترسره شی.
د مشرانو جرګې د دې غړی په خبره، په ټاکنو کې د هېواد د پرمختګ، امن او اقتصادی ودې لپاره برنامې یوازې وړ او با استعداده شخصیتونه وړاندې کولای شی، خو کله چې د شخص وړتیا وکتلی شی او برنامې یې ورسره مقایسه شی پایله به یې ښه وی او باید رایه ورکونکی ورته پام و کړی.
ښاغلی حافظ عبدالقیوم زیاتوی، نوماندان چې په هره برخه کې پلان او پروګرام وړاندې کوی باید د هغو د پلی کولو لارې چارې، امکانات او وړتیاوې هم ورسره په ډاګه کړی، څو خلک پوه شی، چې د دې برنامې ملاتړی څوک دی، له نړۍ سره څومره اړیکې لری او څومره کولای شی خپل پروګرامونه په ښه توګه پلی کړی؛ ځکه افغانستان د دې وړتیا نه لری، چې خپل هر پلان او ستراتېژی په خپله کورنۍ بودیجه عملی کړی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه کېدای شی د راتلونکیو ټاکنو لپاره شته سیاسی ډلې سره تر یوه چتر لاندې راټولې او یو ملی شخص له ملی پروګرامونو سره ټاکنو ته وړاندې کړی وویل، په تاسف سره چې ملی شورا د ټاکنو په کمېسیون کې د نوماندو د اوصافو په غوره کولو کې پاتې راغله، چې له مخې یې د کاندیدانو له زیادت څخه مخنیوی کېده.
ده زیاته کړه، په اوسنی نافذ قانون کې د پخوا په پرتله د نوماندو لپاره یو څه شرایط سخت شوی او هم د خلکو پوهه زیاته شوې او هر نوماند ته د رایه ورکونې لپاره د هغوی موخې او برنامې ګوری چې دا خپله د دې زمینه برابروی چې یوشمېر کسان له نوماندۍ لاس واخلی او د کاندیدانو شمېر راکم شی.
ښاغلی نورستانی په دې باور دی، چې خلک باید داسې نوماندان غوره کړی، چې له هر ډول سمتی او قومی مسایلو او تعصبونو پاک او لرې وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.