ترکمنستان د سولې په پروسه کې څه کولای شی؟

گزارشگر:عرفان مومند - ۰۹ سنبله ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې ترکمنستان وویل، چمتو دی چې د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو تر څنګ د افغانستان د سولې په برخه کې هم د منځګړی رول ولوبوی، د ولسی جرګې یوشمېر غړی یې هر کلی کوی او وایی، دغه هېواد کولای شی چې د افغانستان د قضیې په حل کې اغېزمنه مرسته و کړی.
دوه ورځې وړاندې د ترکمنستان ولسمشر قربانعلی محمدوف په یوه خبری کنفرانس کې وویل، چمتو دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ د ستونزو په حل کې د منځګړی رول تر سره کړی.
د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، په کار ده چې افغان حکومت د سولې لپاره نوې تګلاره او طرزالعمل جوړ کړی او په کې خپل شرایط ځانګړی کړی.
د ولسی جرګې غړې شکریې بارکزۍ ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ټول هېوادونه په ځانګړی ډول د افغانستان دوست هېوادونه کولای شی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړی، تر هغو چې دا پروسه ښه مدیریت شی.

هغې وویل، تر هغې چې د سولې پروسه سالم مدیریت نشی او په شخصی علایقو مخ ته ځی؛ نو ملامتیا باید په نورو هېوادونو وانه چول شوی بلکې دا به د افغانانو ستونزه وی، چې نشی کولای دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدی.
نوموړې زیاتوی، مهمه دا ده چې د سولې خبرې پر مخ ولاړې شی او ستونزې ختمې، دا مهمه نه ده چې په کومه جغرافیه اسیا، اروپا، افریقا او یا هم په منځنۍ اسیا کې د افغانستان قضیه حل کېږی.
د اغلې بارکزۍ په وینا، ترکمنستان هغه هېواد دی چې افغانستان ورسره په هره برخه کې همکاری لری، په ځانګړی ډول په سیاسی او اقتصادی برخه کې او افغانستان ورسره په ستراتېژیک ډول ښې اړیکې ولری.
د ولسی جرګې دغه غړې زیاتوی، افغانستان له پاکستان سره د اړیکو له لارې او په ځانګړی ډول د سولې په برخه کې هېڅ ډول ګټه نه ده کړې او نه به په دې برخه کې څه لاسته راوړی.
د هغې په خبره، افغانستان باید د سولې د پروسې لپاره یوه نوې او تازه تګلاره او طرزالعمل جوړ کړی، چې افغان دولت په کې ځانګړی شرایط وکارول شی.
اغلې بارکزۍ زیاته کړه، دوی له افغان دولته پوښتی، که چېرې بیا طالبانو ته په ترکمنستان کې دفتر پرانستل کېږی، بیا د اسلامی امارت د لوحې او د هغوی د سپین بیرغ خبره را پورته کېږی، ایا موږ بیا ترکمنستان ملامت کړو؟ پر امریکا او پاکستان پړه واچوو که په قطر او یا هم خپل ځان ملامت کړو.؟
د دې په وینا، د طالبانو لپاره هر چېرې دفتر د هغوی سیاسی استازولی ده؛ ځکه دا کوم اقتصادی او یا هم څېړنیز دفتر نه دی.
نوموړې په دې باور ده که چېرې د افغانستان د سولې پروسه د ملګرو ملتونو له لوری حل شی دا به د افغانستان په ګټه وی؛ ځکه په افغانستان کې له سولې نه پروژه جوړېږی او د نړیوالو تضمینونو د ونه ورکړې خطر هم شته.
هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه د ملګرو ملتونو دفتر په دې برخه کې چوپتیا غوره کړې وویل، دا د افغان حکومت، مدنی ټولنو او سیاسی ګوندونو دنده چې په ملګرو ملتونو غږ وکړی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې ترکمنستان کولای شی د افغانستان د سولې په پروسه کې مهمه ونډه او مهم ورل تر سره کړی.
هغه وایی، ترکمنستان یو بې طرفه هېواد دی، د طالبانو له واکمنۍ سره یې ښې اړیکې درلودې، حتی دیپلوماتیک روابط یې هم ول او ښایی له ډېرو طالب مشرانو سره یې اړیکې اوس هم دوام ولری.
د نوموړی په وینا، ترکمنستان پر پاکستان هم ښه اغېز لری، ځکه یو خو په سیمه ییزو سازمانونو کې سره همکاری لری او بله دا، چې پاکستان ته غځېدونکې ټرانزیټی لار هم له ترکمنستان نه تېرېدونکې ده؛ نو له دې امله کولای شی په رښتینی ډول په دې برخه کې اغېزمن تمام شی.
ده زیاته کړه، د دې لپاره چې ترکمنستان له افغانستان سره ستونزې نه لری ښایی خبرې او دریځ یې ډېر ناپېیلی وی.
د هغه په خبره، افغانستان له ترکمنستان سره ښې اړیکې او د سولې هڅې هم کوی، چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې؛ نو په کار ده چې د ترکمنستان دغه وړاندیز جدی ونیسی، د خپلو کارونو په لومړیتوب کې یې راولی او ورسره په ګډه کار وکړی.
د یادونې وړ ده، چې د ترکمنستان ولسمشر دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ هېواد یې چمتو دی چې خپل ناپېیلتوب ته په کتو سره د افغانستان، سیمې او نړۍ د ستونزو په حجل کې د منځګړی رول تر سره کړی.
که څه هم چې یو مهال ملګرو ملتونو په ترکمنستان کې د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې د جوړېدو خبرې کړې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد په خپله د افغانستان د سولې په برخه کې د منځګړیتوب غږ کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.