پیرسیداسحاق ګېلانی: د داوودزی له ټاکل کېدو حیران یم

- ۱۰ سنبله ۱۳۹۲

ولسمشر کرزی تېره ورځ په پاکستان کې افغان سفیر عمر داوودزی د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی. یوشمېر شننونکی وایی، چې نوموړی په ملکی چارو کې ښه مدیریت لری؛ خو په امنیتی چارو کې به له ستونزو سره مخ وی.
دغه راز شنناندی په دې باور دی، چې ولسمشر نوموړی ځکه په دې دنده ټاکلی چې د نوماند د شمېر له زیاتوالی او د ولسمشر د ټیم د پلویانو د رایې له وېشلو مخنیوی وکړی، ځکه ویل کېدل، چې داوودزی ولسمشرۍ ته نوماند دی.
د ولسی جرګې غړی پیرسیداسحاق ګېلانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه یې د عمرداوودزی له ټاکل کېدو حیران شوی، ځکه د نوموړی ویاند او ملګرو اعلان کړی و، چې ښاغلی داوودزی د ولسمشرۍ نوماند دی خو اوس یې د وزارت څوکۍ منلې ده.
هغه وایی په افغان حکومت کې معیارونه نه دی معلوم؛ بلکې هر چا ته چې هره دنده وسپارل شوه په کې بریالی دی او پرې پوهېږی.
د ده په خبره، چې د وزارت څوکۍ سیاسی څوکۍ دی خو د کورنیو چارو وزارت لپاره داسې چا اړتیا ده چې د پولیسو په چارو وپوهېږی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر په خپلو دندو کې ډېر بریالی نه و؛ نو هیله من دی، چې د دې سیاسی څوکۍ او د پولیسو د ښه تنظیم لپاره خدمتګذاره مرستیالان ورته وټاکل شی؛ چارې یې ښې تر سره شی.
ښاغلی ګېلانی زیاتوی، دا چې یو شمېر کسان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند دی باید له خپلو رسمی دندو استعفا ورکړی، چې ځان ته کمپاینونه وکړی او بله دا چې ولسمشر کرزی غواړی یوشمېر کسان له صحنې لرې او په یوازې سر په ډګر کې پاتې شی.
نوموړی وایی، ویل کېږی چې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول هم ښایی راتلونکیو ولسمشریزو ته نوماند دی، چې له خپلې دندې استعفا ورکوی او پر ځای به یې د ملی امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا سرپرست وټاکل شی.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د قومونو او قبایلو چارو وزارت، سترې محکمې، لوی څارنوالۍ او ملی امنیت مشران هم په سرپرست ډول دنده پر مخ وړی.
د ولسی جرګې دغه غړی وویل، که راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته ښاغلی داوودزی نوماند وی نو په کار ده چې ژر له خپلې دندې استعفا وکړی.

هغه امنیتی وضعیت ته په اشارې زیاته کړه، چې د نا امنۍ د پراخېدو اصلی لامل خپله ولسمشر کرزی دی او په باور یې تر هغې چې ولسمشر په واک کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرې اترې به ونه شی.
په همدې حال کې د پوځی چارو شننونکی عمر ساپی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې عمرداوودزی په خپلو تېرو دندو کې تر یوه حده بریالی و.
هغه وایی، داوودزی وتوانېد چې د افغانستان سفیر په توګه د کابل ـ اسلام اباد اړیکې یو څه له ترینګلی حالته را وباسی او مخ په ښه کېدو یې سوق کړی.
د ده په خبره، که څه هم چې ښاغلی داوودزی په ملکی برخه کې یو ښه مدیر دی؛ خو په کورنیو چارو وزارت کې چې یو تخنیکی وزارت دی، هلته به نوموړی له جنرالانو او تخنیکی کسانو سره مخ کېږی، له ستونزو سره مخ وی.
نوموړی په دې باور دی، چې ولسمشر کرزی په خپل ټیم کې د باوری کسانو له کمښت سره مخ دی، چې هغه پرې باور وکړی، نو د دې لپاره چې په راتلونکیو اوه اتو میاشتو کې تر یوه حده بریالی و اوسی نو غواړی په مهمو او حساسو پوستونو کې خپل باوری کسان ځای پر ځای کړی.
ښاغلی ساپی زیاتوی، ولسمشر چې په کومو کسانو په خپل ټیم کې باور کاوه هغه ورته ډېر وفاداره او رښتینی نه ول او ښایی داوودزی یې د خپل باوری کس په توګه دې دندې ته راوستی وی.
هغه دغه راز وایی، ښایی ولسمشر کرزی د دې لپاره داوودزی د کورنیو چارو د سرپرست په توګه ټاکلی وی، چې د هغه د نوماندۍ خبرې ګرمې وې نو د دې لپاره چې د نوماندو شمېر راکم شی او بله دا چې د ولسمشر کرزی د پلویانو رایې تقسیم نشی هغه یې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټاکلی وی.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په افغان حکومت کې د سرپرستانو لړۍ مخ په ډېرېدو ده وویل، د ټاکنو په رانېږدې کېدو سره دا معمول ده چې ولسمشر غواړی د چارو د ښه ترسراوی لپاره او دغه راز چې د ولسمشر د ټیم یوشمېر کسان د کاندیدانو او یا هم نورو مخالفو ډلو سره یو ځای شی نو ولسمشر یې پر ځای سرپرست وزیران ټاکی.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ ولسمشر کرزی د دوو جلا جلا فرمانونو له مخې په اسلام اباد کې افغان سفیر عمرداوودزی د کورنیو چارو د سرپرست وزیر او کابل امنیه قوماندان ایوب سالنګی یې د امنیتی معین په توګه ټاکلی دی.
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی، چې د ولسې جرګې له رخصیتو ختمېدو سره سم به ښاغلی داودزی به د وزیر په توګه د اعتماد د رایو اخیستو لپاره ولسی جرګې ته ور وپېژنی. عمر داوودزی د ولسمشر کرزی د دفتر رییس او وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفیر و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.