د وسله والو د بریدونو زیاتېدل د پاکستان نوی سیاست دی

- ۱۱ سنبله ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلی، په تېره یوه اونۍ کې په افغانستان کې سل تنه وژل شوی، یوشمېر پوځی چارواکی وایی، چې دغه شمېر د هغو کسانو په تناسب خورا کم دی چې په افغانستان کې وژل کېږی.
شننونکی وایی، هره ورځ په افغانستان کې سل تنه وژل کېږی. د دوی په خبره چې د وسله والو د بریدونو د زیاتېدو هدف د ټاکنو مختل کول او په خلکو کې وېره اچول دی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د سلو تنو وژل کم دی؛ بلکې په  افغانستان کې د ورځې سل تنه وژل کېږی او که د اونۍ محاسبه شی نو پنځه شپږو سوو تنو هم ډېر کسان وژل کېږی.

هغه وایی، د دې کار لامل د مخالفانو د بریدونو زیاتوالی دی.
نوموړی زیاتوی، دا چې له یوې خوا ژمی په رانېږدې کېدو دی او وسله وال نشی کولای په ژمی فعالیتونه وکړی؛ نو ځکه اوس خپل ټول زور کاروی او بله دا چې ټاکنې را روانې دی، نو وسله وال مخالفان هڅه کوی چې دا ټاکنې مختل کړی او که یې مختل نشی کړای، حد اقل خلک به وډار کړی، ځکه اوس د رایه ورکونې د کارت اخیستو وخت دی او خلک به د کارت له اخیستو منع کړی.
د ده په وینا، پاکستان ژمنه کړې وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوی، افغان طالبان به سولې ته کېنوی او پر هغوی به فشار راوړی؛ نو ښکاره کوی چې طالبان خپلواکه دی، د دوی تر واک او کنټرول لاندې نه دی او هغه ژمنې چې پاکستان کوی هغه یې په واک پوره نه دی.
ښاغلی امرخېل زیاته کړه، دا د پاکستان یو سیاست دی چې طالبانو ته ویلی خپلو بریدونو ته زور ورکړی، څو دوی د سولې په خبرو کې پاتې رانشی.
دغه پوځی شنناند په دې باور دی، چې طالبان د دغسې بریدونو په زیاتولو سره غواړی وښیی، چې طالبان پیاوړی دی او که بهرنی ځواکونه له افغانستانه ووځی؛ دوی پر افغان حکومت فشار راوړلای او حتی ړنګولای یې شی.
نوموړی وایی، د دغو دلایلو له امله وسله والو خپلو بریدونو ته زور ورکړی؛ څو امتیاز په لاس راوړی.
هغه وویل، افغان حکومت او اپوزیسیون یې ټول واک ته د رسېدو په فکر کې دی، په دې غم کې نه دی چې په هېواد کې څه تېرېږی؛ بلکې وایی چې څنګه واک ته ورسېږی.
دی زیاتوی، اړتیا وه چې امنیتی ځواکونو له ځانه ښه فعالیت ښودلی وای او د دې بریدونو مخه یې نیولې وای؛ خو دا چې دولت په داسې یوه وضعیت کې دی نو امنیتی ځواکونه یې هم برخه دی او هغوی به هم د حکومت غوندې وضعیت ولری.
همدارنګه د پوځی او سیاسی چارو شننونکی او د نورستان پخوانی والی جمال الدین بدر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د افغانستان د خلکو ساتنه د حکومت دنده او وجیبه ده او مخالف لوری یې هېڅ ډول قوانینو او اصولو ته پابند نه دی او له هرې لارې غواړی په دولت فشار راوړی.
دی وایی، کله چې حکومت غواړی یو پروګرام پلی کړی، ځینې مهم ګامونه واخلی یا یوه ملی پروسه تر سره کړی لکه د امنیتی مسوولیتونو لېږد یا ټاکنې؛ نو وسله وال مخالفان د دې لپاره چې وښیی حکومت امنیت نشی تامینولای یو لړ عملیات او بریدونه کوی.
هغه زیاتوی، د دې بریدونو په ترسره کولو سره په خلکو وېره اچوی او ټول خلک دا پوښتی چې وضعیت به څنګه شی او له سیاستوالو سره هم یو قانع کوونکی ځواب نشته چې خپل ولس ته ځواب ورکړی او هغوی پرې قانع کړی چې وضعیت به نه خرابېږی.
ښاغلی بدر په دې باور دی، چې دا بریدونه د وېرې اچولو لپاره دی، چې د حکومت ناکامی ښیی.
نوموړی وویل، طالبان غواړی د ټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړی او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې هڅه کوی چې پر افغان حکومت او نړیوالو خپله ونډه ومنی او زیاته کړی.
د ده په وینا، طالبان په دغو بریدونو سره نړیوالو ته پیغام رسوی چې تاسو نه یاست افغان حکومت یې د ټینګې نه دی؛ خو نوموړی په دې باور دی هر څومره چې د وسله والو بریدونه زیاتېږی، د هغوی ونډه او امتیاز هم ورسره زیاتېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.