د هند اندېښنې به پاکستان تر فشار لاندې راولی

- ۰۶ میزان ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې هندی لومړی وزیر له ولسمشر اوباما سره پاکستان د ترهګرو مرکز هېواد یاد کړ او ویې ویل چې دغه هېواد لا هم له ترهګرۍ نه د وسیلې په توګه کار اخلی، د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، هند کولای شی چې امریکا پر پاکستان فشار راوستلو ته وهڅوی.
هغوی وایی، هند په افغانستان کې د پاکستان له نفوذه اندېښنه لری او وېره لری چې به پاکستان کې شته وسله والې ډلې به په افغانستان کې د هند نفوذ او اقتصادی ګټو ته زیان واړوړوی.
د هند لومړی وزیر من موهن سنګهـ دوه ورځې وړاندې د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره په کتنه کې اندېښنه ښکاره کړه چې پاکستان لا هم له وسله والو نه د وسیلې په توګه کار اخلی.
هغه ویلی، باید ډاډه شی، چې افغانستان د سولې او ثبات خواته راوان دی.
د سیاسی چارو شننونکی محمد یونس فکور ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د مومن هن سنګهـ دغه څرګندونې چې پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو مرکز دی،د پاکستان د لومړی وزیر د امنیتی سلاکار سرتاج عزیز د هغو څرګندونو ځواب دی، چې ویلی ول هېواد یې په دې شرط په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته لاسوهنې نه کوی، چې هند د خلا د ډکولو هڅې ونه کړی.
هغه وایی، په داسې حال کې چې د پاکستان لومړی وزیر هم په امریکا کې دی د ولسمشر اوباما او لومړی وزیر من موهن سنګهـ ناسته او دغه ډول خبرې پر پاکستان یو روانی فشار دی.
نوموړی زیاتوی، له دې څرګندونو چې پاکستان لا هم له ترهګرو د وسیلې په توګه ګټه اخلی، په راتلونکیو دوه اړخیزو ناستو کې چې د هند او پاکستان د لومړی وزیرانو ترمنځ به وشی، د فشار د الې په توګه ترې ښه ګټه اخیستل کېدای شی.
ښاغلی فکور وویل، هند له افغانستان سره اوږدې تاریخی او کولتوری اړیکې لری او د نړۍ والو سروې ګانو له مخې هم افغانان د پاکستان پر وړاندې هند خپل دوست بولی او په کار ده چې پاکستان دې وضعیت ته په کتلو سره په خپلو پالیسو له سره غور وکړی.
د ده په خبره، هند لېواله دی، چې افغانستان ته او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د خپلو مالونو د استولو او هند ته د پاکستان له لارې د منځنۍ اسیا د توکیو لېږلو لپاره د پاکستان لاره پرانیزی او دا د هند ستره غوښتنه ده.
نوموړی وایی، هند په پاکستان کې شته وسله والې ډلې او له هغوی نه ابزاری ګټه اخیستنه، د ټاپی پروژې، د حاجی ګک کان، د پارلمان پروژې او نورو هغو اقتصدی چارو پر وړاندې چې هند غواړی افغانستان او افغانان په خپلو پښو ودروی، ستر خنډ بولی او دا د هند لویې اندېښنې دی.
ښاغلی یونس فکور وایی، د هند اندېښنې تر ډېره د افغانانو لپاره دی او هڅه کوی، چې پاکستان د افغانستان په بې ثباته کولو کې بریالی نشی؛ خو پاکستان تر ډېره د خپل ځان په اړه اندېښمن دی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی میاګل وثیق ماندګار ته وویل، چې د هند اندېښنې پر ځای دی، ځکه چې د پاکستان او ایران له لوری متوجه ګواښوونه او لاسوهنې لا هم دوام لری.
هغه وایی، که چېرې په اوسنی وخت کې نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه ووځی او وضعیت همداسې دوام وکړی، نو په افغانستان کې پاکستان پر هند لاسبری کېږی.
نوموړی زیاتوی، د هند اندېښنې له همدې ځایه دی او وېرېږی چې په افغانستان کې اوسنی لاسبری رول له لاسه ورکړی.
ښاغلی وثیق په دې باور دی، چې هند غواړی خپلې اندېښنې له امریکا سره شریکې کړی، چې ګویا په پاکستان کې شته وسله والې ډلې هند او نړۍ ته ګواښ دی.
هغه وایی، دا چې هندوستان د پاکستان په پرتله له اقتصادی اړخه نړۍ ته اهمیت لری نو غواړی چې په دې اړه پاکستان ته هم پیغام ورکړی، چې کولای شی په نړۍ واله کچه دغه ډول دریځ غوره کړی.
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاته کړه، هند غواړی د امریکا متحدو ایالاتو پام ځانته جلب کړی او د هغوی په سلا او مشوره له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړی.
ده له افغانستان سره د هند د پوځی مرستو ژمنې ته په کتو وویل، هند امریکا دا رسوی که چېرې له افغانستان سره په پوځی او اقتصادی برخه کې مرستې نشی کولای او تجهیزات نه ورکوی، هند چمتو دی، چې دغه خلا ډکه کړی او له افغانستان سره د پوځی وسایلو مرسته وکړی.
ښاغلی میاګل وثیق وویل، دا چې هند له امریکا سره ښې اړیکې لری کولای شی امریکا او نړۍ واله ټولنه دېته وهڅوی، چې پر پاکستان فشار راوړی او د پاکستان په خاوره کې شته د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسی، ځکه دا مرکزونه او د ترهګرو ځالې د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.
هند په داسې مهال خپلې اندېښنې په ډاګه کوی، چې ټاکل شوې نن د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف له خپل هندی سیال من موهنګهـ سنګ سره د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې په حاشیه کې وګوری او د دواړو هېوادونو اړوند مسایلو او سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.