په ولسی جرګه کې د بدخشان استازی: په بدخشان کې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ناغېړی کړې ده

- ۰۷ میزان ۱۳۹۲

په ولسی جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی وایی، چې په دې ولایت کې امنیتی وضعیت کړکېچن دی او وسله والو طالبانو د کرمان منجان ولسوالۍ نیولې ده.
طالبانو هم تېره ورځ ادعا کړې وه، چې دغه ولسوالۍ یې نیولې خو د بدخشان د والی ویاند دغه ادعا ردوی.
د ولسی جرګې غړی وایی، چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده؛ خو زیاتوی، چې حکومت په لوی لاس طالبانو ته د ولسوالۍ د نیولو زمینه برابره کړې ده.
په ولسی جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ډاکټر نیلوفر ابراهیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د بدخشان نا امنۍ اوسنۍ نه ده بلکې ریښې یې پخوانی دی او په لوی لاس طالبانو ته فرصت ورکړل شو، چې په بدخشان کې نفوذ پراخ او نا امنی ډېره کړی.
د هغې په خبره، د بدخشان ناامنی له هغه مهال پیل شوې چې د ولسی جرګې شپږ تنه وکیلان وتښتول شو او وروسته له اوسنی والی د مخکې هغه پر موټر چاودنه وشوه؛ چې دا د وسله والو څراغونه ول، چې ځان یې وښود خو فرصت ته په تمه ول.
نوموړې وویل، که څه هم چې له دې وړاندې یې هم په وار وار امنیتی ځواکونو ته د ولس پیغام رسولی او د بدخشان دامنیتی وضعیت، په ځانګړی ډول د ولسوالیو د وضعیت په اړه یې امنیتی چارواکیو ته خپلې اندېښنې وړاندې کړی؛ خو حکومت یې غوښتنو او اندېښنو ته چندان پام نه دی کړی.
مېرمن ابراهیمی زیاته کړه، چې دولت په لوی لاس په دې ولایت کې وسله والو ته د نا امنۍ جوړولو فرصتونه برابر کړل او شمېر یې څو چنده زیات شو.
د ولسی جرګې د دې غړې په خبره، چې د بدخشان په نا امنیو کې د دفاع او کورنیو چارو وزیران ګرم دی: (( موږ څه وخت وړاندې ځینې وکیلان دواړو وزارتونو ته ورغلو چې بدخشان ته دې یوه لېوا واستوی څو په دوامداره توګه کار وکړی؛ نه په مقطعی ډول خو دا غوښتنه ونه منل شوه.))
نوموړې وایی، چې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د بدخشان په نا امنیو کې ډېره بې کفایتی او ناغېړی کړې ده او اوس د بدخشان مساله په سیاسی لحاظ څېړل کېږی لکه منځنۍ اسیا رسېدل، د ټاکنو تر سره کېدل، له پاکستان او ای اېس ای سره د نورستان له لارې یو ځای عمل کول او په کار ده چې اوس نورستان د یوه ستر سیاسی بعد له اړخه تعریف شی.
اغلې ډاکټر نیلوفر ابراهیمی وویل، کېدای شی وضعیت له دې هم په بدخشان کې خراب او کړکېچن شی.
د دې په خبره، چې د کرمان او منجان ولسوالۍ سقوط شوې او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده او د ولسوالۍ مرکز ته اور اچول شوی دی.
نوموړې دغه راز وایی، چې د بدخشان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه په دې ولسوالۍ کې له خپلو مامورینو اطلاع نه لری.
په همدې حال کې په ولسی جرګه کې د بدخشان بله استازې فوزیه کوفی هم وایی، چې په بدخشان کې وضعیت کړکېچن دی او د هغې د معلوماتو له مخې چې د شنبې په مازدیګر وسله والو طالبانو د کرمانو او منجانو ولسوالۍ نیولې ده.
نوموړې وایی، چې د امنیتی ځواکونو ناسمه رهبری، بې کفایتی او مصلحتونه په بدخشان کې د نا امنیو د زیاتېدو لامل شوی دی.
دې زیاته کړه، چې یاده ولسوالۍ له خورا ستراتېژیک اهمیت نه برخمنه ده چې له پنجشېر سره ګډه پوله لری او طالبان غواړی د دې ولسوالۍ په نیولو سره د بدخشان نورې ولسوالیو ته هم لاره پیدا کړی او د نورستان له لارې ورته خپل اکمالات وکړی او نورې ولسوالۍ هم ونیسی.
اغلې کوفی وویل، له کرمان او منجانو ولسوالۍ نه د بدخشان او نورستان یوشمېر ولسوالیو ته پلې لارې شته او طالبان غواړی له همدې لارو نه د جګړې لپاره اکمالات وکړی.
د هغې په وینا، له حکومتی ځواکونو هېڅ د دې هیله نه لری چې دغه ولسوالۍ به بېرته ونیسی، ځکه امنیتی ځواکونه خپله د دې نا امنۍ عاملین دی، هغوی پوره همغږی نه لری، مورال او رهبری یې کمزورې ده او تدبیر نه لری، چې له امله یې نا امنی پراخه شوې ده.
وسله وال طالبان هم وایی، چې د کرمان او منجان ولسوالۍ یې نیولې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد جمهور نیوز ته ویلی، چې د شنبې په ورځ یې دغه ولسوالۍ په داسې مهال په خپله ولکه کې راوسته چې ګڼ شمېر امنیتی ځواکونه یې هم اسیر نیولی دی.
خو د بدخشان د والی ویاند عبدالمعروف راسخ د طالبان له لوری د کرمان او منجان ولسوالی نیول رد کړی او ویلی یې دی، چې طالبانو یوازې د دې ولسوالۍ ځینې برخې نیولی دی.
هغه وایی، چې لا هم له طالبانو سره سخته جګړه روانه ده، چې د امنیتی ځواکونو ملاتړ ته نور ځواکونه هم استول شوی او یوشمېر د استول کېدو په حال کې دی.
نوموړی دغه راز زیاتوی، چې ځایی خلکو هم د وسله والو طالبانو پر ضد په لاریون لاس پورې کړې دی.
خو راسخ د تلفاتو په اړه د دې لپاره څه نه دی ویلی، چې ګویا د جګړې په سیمه کې ټېلیفونی شبکې کار نه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.