په هرات کې د پنځوسو زندانیانو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی

- ۰۸ میزان ۱۳۹۲

په هرات کې د زندانیانو د اعتصاب په نهمه ورځ د ولسی جرګې غړی او د هرات اوسېدونکی وایی، چې ولسمشر دې د زندانیانو وضعیت ته جدی پام وکړی او دغه ستونزه دې ختمه کړی.
راپورونه وایی، چې په دې زندان کې کابو پنځوسو تنو خپلې خولې ګنډلی او روغتیایی وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
په ولسی جرګه کې د هرات د خلکو استازی صالح محمد سلجوقی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د هرات په زندان کې د اعتصاب کوونکیو زندانیانو شمېر له دوه زرو تنو څخه اوښتی دی.
هغه وایی، څو لاملونه سبب شوی چې زندانیان په مدنی حرکت لاس پورې کړی.
د ده په وینا، په هرات زندان کې د زندانیانو شمېر دومره ډېر شوی چې ظرفیت یې نه لری او نشی کېدای چې نستاً هلته اوسېدونکیو کسانو ته د ژوند شرایط برابر شی.
ښاغلی سلجوقی زیاته کړه، بل لامل د هرات په زندان کې د یوشمېر زندانیانو دوسیو ته نه رسېدګی ده او د هغوی دوسیو ته د رسېدګۍ د څرنګوالی او شېوې په اړه ده چې هغوی یې اعتراض ته اړ ایستلی دی.
نوموړی دغه راز وایی، په هرات زندان کې داسې زندانیان هم شته چې د هېواد په نورو زندانونو کې یې له شته کسانو سره دوسیې ورته دی، چې هغوی د بښنې د ځانګړو فرمانونو له مخې خوشې شوی؛ خو په هرات کې په دې زندانیانو د ولسمشر د بښنې د ځانګړو فرامینو حکم نه دی تطبیق شوی.
د ولسی جرګې دویم مرستیال وویل، په هرات زندان کې ډېر داسې زندانیان هم شته، چې برخلیک یې روښانه نه دی او په عدلی او قضایی څار کې د ځنډ له امله د هغوی دوسیې ځنډېدلی، چې د زندانیانو او د هغوی د کورنیو د غصې را پارېدلو لامل شوی دی.
دی په دې باور دی، چې دغه لاملونه د دې سبب شوی چې زندانیان یې شکایت کولو ته اړ ایستلی، تر دې حده چې ولایتی مسوولین ونه توانېدل چې د هغوی شکایت حل کړی او یا ورته یو قناعت بښوونکی ځواب ووایی.
دی وایی، پنځه ویشت ورځې وړاندې دی د هرات له والی او یوشمېر نورو چارواکیو سره د هرات زندان ته د هغو بندیانو حال اخیستو ته ورغی، چې خپلې خولې یې تړلې وې: (( هغوی ډېر موجه انتقادونه درلود، یوه نیوکه یې په زندان کې د ژوند کولو د اسانتیاوو نشتون او د بندیانو د شمېر زیاتوالی و، دغه راز هغوی په عدلی او قضایی ادارو نیوکې کولې چې دوسیې ته په وخت رسیدګی نه کوی او په پاکو او تاریخی ورځو کې د ولسمشر د بښنې د فرامینو له نه نطبیق نه یې سر ټکاوه.موږ سره له دې چې یو کمېسیون هم وټاکه خو ونه توانېدو چې د هغوی ستونزې حل کړو.))  ښاغلی سلجوقی زیاتوی، همدا لامل و چې د شکایت کوونکیو زندانیانو شمېر زیاتېده او بلاخره یې په اعتراض لاس پورې کړ او د زندان دروازې یې وتړلې.

نوموړی وایی، په پیل کې د دې اعتراض کوونکیو زندانیانو شمېر کم و؛ خو وروسته یوشمېر نورو له هغوی تقلید وکړ او ځینې نور د زندانیانو د ګواښوونو له امله اړ شول چې له دې ستر اعتراض سره یو ځای شی.
د ولسی جرګې دویم مرستیال ته وویل، د هرات والی ورته ویلی چې د سترې محکمې هغه پلاوی چې فراه ولایت ته تللی و، تېره ورځ هرات ته راغلی چې له زندانیانو سره وګوری او ستونزې یې واوری؛ خو زندانیانو غوښتنه کړې، چې د دوی غوښتنو اورېدو ته له ارګه یو با صلاحیته پلاوی وشی: (( زندانیان وایی، یو باصلاحیته پلاوی دې د ولسمشر له خوا راشی، ستونزې دې واوری او دوسیې دې و ارزوی، هغه چې باید خوشې شی خوشې دی کړی او په ځینو نورو چې باید د ولسمشر فرمان عملی شی، په هغوی دې فرمان عملی کړی.))
دی وایی، زندانیان ټینګار کوی، چې هرات ته په وار وار پلاوی راغلی، ستونزې یې اورېدلی او بیا تللی دی خو د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی او دا ځل دې داسې با صلاحیته پلاوی راشی چې د یو یو بندی دوسیه وڅېړی.
د ده په وینا، له همدې امله د سترې محکمې پلاوی بې پایلې بېرته ستون شوی او تېره ورځ د ملی شورا پلاوی هم هرات ته سفر کړی دی او هیله من دی چې ولسمشرۍ ماڼۍ هم دې برخې ته جدی پاملرنه وکړی، څو د زندانیانو غوښتنو ته رسیدګی وشی.
د هرات د ولایتی شورا رییس سید وحید قتالی وایی، چې تېره ورځ یې له بندیانو سره لیدلی دی.
هغه وایی، په زندان کې کابو پنځوس تنو خولې تړلې وې او روغتیایی حالت یې ښه نه و.
خو په لوېدیځ زون کې د بشری حقونو چارواکی وایی، چې د زندان له دننه څوک خبر نه دی او ښایی د ناروغانو شمېر له دې زیات وی.
له بلې خوا په هرات ښار کې سلګونه نارینه او ښځو په محبس کې د اعتصاب کوونکو بندیانو په پلوۍ سوله ییز لاریون وکړ. دغه لاریون د ولایت ودانۍ مخې ته سهار لس بجې پیل شو او شاوخوا یوه بجه پاى ته ورسېد. لاریون کوونکو له دولته غوښتنه کوله، چې بندیان دې له بد حالته وژغوری او ستونزو ته دې یې پاملرنه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.