کرزی له مولانا فضل الرحمن نه څه غواړی؟

- ۱۶ میزان ۱۳۹۲

ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن به په راتلونکیو څو ورځو کې د یوه پلاوی په ملتیا کابل ته راشی.
پاکستانی رسنیو د مولانا فضل الرحمن د ویاند جان محمد اڅکزی له خولې ویلی، نوموړی کابل ته د ولسمشر کرزی په رسمی بلنه سفر کوی.
د نوموړی په وینا، مولانا فضل الرحمن به له افغان ولسمشر، د سولې د عالی شورا له غړیو او نورو جګپوړو چارواکیو سره وګوری او د سیمې پر وضعیت، د افغانستان د سولې په پروسې او پر نورو دوه اړخیزو مسئلو به ورسره وغږېږی.
مولانا فضل الرحمن ته نزدې سرچینې وایی، چې افغان ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته د سفر پر مهال له هغه سره د لیدنې هیله څرګنده کړې وه، خو د وخت د کمښت له امله یې ورسره ونه لیداى شول.
ولسمشر کرزی پاکستان ته له سفر وروسته ښاغلی مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړی او هغه یې هم بلنه منلې ده.
مولانا فضل الرحمن تر دې مخکې په ٩٠مه لسیزه کې هم افغانستان ته تللى او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په ګډون یې د هغه وخت له مهمو چارواکیو سره هم لیدلی وو.
نوموړی د طالبانو کلک ملاتړ بلل کېږی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې له هغوی سره نېږدې اړیکې درلودې او کله چې طالبان له واکمنۍ ولوېدل نو نوموړی بیا هم له طالبانو سره اړیکی پالل.
مولانا فضل الرحمن د جهاد په کلونو کې له مجاهدینو سره هم ښې اړیکې درلودې، چې تل یې په افغانستان کې جهاد روا بللی او په پاکستان کې یې جګړه ناروا بللې ده. دی یو سخت دریځی ملا دی چې د پاکستان له ای اېس ای سره هم نېږدې اړیکې لری او په طالبانو هم د پراخ نفوذ خاوند دی تر دې چې د طالبانو معنوی پلار هم بلل کېږی.
نوموړی په تېرو څو کلونو کې د افغان حکومت له غوښتنو سره سره د سولې له پروسې سره مرسته نه ده کړې او تل یې په جګړې زور راوړی دی. خو دا چې ولسمشر ورته د څه لپاره بلنه ورکړې او دی به کابل ته له ځانه سره کومه اجنډا راوړی تر اوسه روښانه نه ده. په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه دی ویلی، چې ولسمشر کرزی له نوموړی څه غوښتنې لری.
په داسې حال کې چې د ولسمشر کرزی د واکمنۍ موده مخ په ختمېدو ده، له یوې خوا ټاکنې په افغانستان کې راتلونکې دی او له هېواده نړۍ وال ځواکونه وځی افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن راتګ بې اغېزې نه دی. ښایی د ده سفر یو هدف له افغانستانه د نړۍ والو ځواکونو له وتلو وروسته حالاتو په اړه بحث وی. دغه راز په هند کې د افغانستان رول او د پاکستان اندېښنې هم ښایی د اجنډا یوه برخه یې وی. خو هغه څه چې تر اوسه روښانه شوی یوازې د سولې خبرې اترې ښودل شوی دی. تر اوسه چې د پاکستان له زندانونو نه څومره طالب بندیان خوشی شوی یوه هم د سولې له پروسې سره مرسته نه ده کړې، بلکې بېرته د طالبانو لیکو ته ورغلی او یوشمېر نور یې کورونو ته ستانه شوی دی. حتی تر دې چې د افغان حکومت د خوښې وړ ملابرادر هم د سولې له پروسې سره تر اوسه مرسته نه ده کړې او نه یې له افغان حکومت سره اړیکه شوې ده. حکومت په وار وار له پاکستانه د نوموړی د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
مولانا فضل الرحمن چې په طالبانو کې یې پراخ نفوذ درلود ښایی ولسمشر کرزی ته د سولې د راوستو او په دې برخه کې د مرستو ژمنه وکړی؛ خو حقیت دا دی چې تر اوسه پاکستان په دې برخه کې خپله یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.
سره له دې چې افغان حکومت د ملابرادر خوشې کېدل د سولې له پروسې سره د پاکستان مرسته بولی؛ خو حقیقت دا دی چې نوموړی پاکستان د پاکستانی طالبانو او د هغه هېواد د حکومت تر منځ د خبرو منځګړیتوب لپاره خوشې کړی دی. شنناندی په دې باور دی چې پاکستان یوازې او یوازې د سولې په نامه وخت ضایع کوی او له ۲۰۱۴ کال نه وروسته حالاتو ته چمتوالی نیسی. تر اوسه په پاکستان کې په ځانګړی ډول سخت دریځو مشرانو کې دا نظر نه دی بدل شوی چې طالبان دې په افغانستان کې د جګړې پر ځای سوله وکړی.
په دې برخه کې د مولانا سمیع الحق څرګندونې ښه بېلګه ده، چې ویلی ول یوازې طالبان کولای شی وضعیت کنټرول کړی او افغانان سوکاله کړی. مولانا فضل الرحمن هم د همدې مفکورې خاوند دی او د سولې په برخه به ترې د هر ډول مرستې تمه یوه بې ځایه هڅه وی. ښایی مولانا فضل الرحمن کابل ته په راتلو له دې امله هم کینه واخلی، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لیدل شوی افغانستان اوس ډېر بدلون کړی، لوړې ودانۍ په کې جوړې شوی او خورا ودان شوی دی. نو په کار ده چې حکومت خپل ټول پام د ټاکنو ښه ترسراوی ته واړوی او راتلونکی حکومت ته د دې زمینه برابره کړی، چې په سوله ییز ډول واک تر لاسه کړی او بیا د سولې لپاره یو وړ او اغېزمن مېکانیزم رامنځته کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.