د مذهبی اختلافونو زیاتېدونکې سونامی جدی ونیسئ

- ۲۷ میزان ۱۳۹۲

په ننګرهار کې د مذهبی شخړو او ناندریو بازار ورځ تر بلې ګرمېږی او په بېلابېلو نومونو دینی عالمان د خپلو پلویانو د زیاتولو هڅې کوی.
په یوه تازه پېښه کې په ننګرهار کې یوه داسې ملا چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې سلګونه پلویان موندلی ول، له لاسه ورکړی او خپل پلویان یې اوس ورته دښمنان جوړ شوی دی.
دغه ملا د جلال اباد ښار په مرکزی سیمه ( زاړه ښار ) په یوه جامع جومات کې خطیب دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د دینی تقریرونو او وعظونو له لارې یې د ښار سلګونه دوکانداران، ځوانان، د سپورتی کلپونو غړی او عام ښاریان پر ځان مات کړی ول.
دغه دینی عالم د ( کندهاری ملا ) په نوم ستر شهرت ګټلی ول؛ خو په دې وروستیو کې یې نېږدې پلویان په دې پوه شوی، چې هغوی یې بې لارې کړی دی. نوموړی په مذهبی ملایانو او امام اعظم رحمه الله پسې هم سپکې سپورې ویلې. خو مقابل لوری یې بیا نوموړی ورته تورونه لګول.
راپورونه وایی، چې د ده پخوانی پلویان اوس له سره د امام ابوحنیفه رحمت الله علیه پلوه ملایانو ته ورغلی او ترې له سره یې د دینی احکامو د ور ښودلو غوښتنه کړې ده.
دا په ننګرهار کې یوازینۍ پېښه نه ده بلکې؛ له دې وړاندې هم ډېرو ملایانو په امام ابوحنیفه صیب پسې په سپکو سپورو خوله پرانیستې ده.
سیاسیی شنناندی وایی، چې په دې وروستیو کې ننګرهار د مذهبی شخړو په اور کې سوځی او که ورته پاملرنه ونشی ښایی په یوې پراخې جدی ستونزې بدلې شی.
له دې وړاندې د مذهبی شخړو او ناندرینو لمن له پاکستانه کونړ ته غځېدلې وه. د کونړ ډېری اوسېدونکی وهابی، سلفی، مذهبی او په نورو نومونو یادېدل او په خپلو منځونو کې یې په ځینو دینی احکامو شخړې او ناندرۍ کولې. خو له څه وخته دغه اور ننګرهار، لغمان، خوست او ځینو نورو سرحدی ولایتونو ته هم غځېدلی دی.
په کابل کې د مذهبی شخړو تر ټولو لویه خونړۍ پېښه درې کاله وړاندې د عاشورا په مراسمو ځانمرګی برید و، چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شول.
د مذهبی شخړو د پراختیا په برخه کې بل ګام چې دا اور لا پراخوی او زیاتوی، هغه له ګاونډیو هېوادونو څخه په ناقانونه او ازاد ډول د مذهبی کتابونو په نامه د لانجمنو، غیرعلمی او اختلاف پاروونکو کتابونو واردېدل دی. چې همدا اوس په سرحدی ولایتونو کې په لویه پیمانه شتون لری او په ازاد ډول پلورل کېږی.
ډېر وخت کېږی چې له ایران څخه هرات او له پاکستان څخه جلال اباد ته دا کتابونه په زیاته کچه استول کېږی چې له دې ښارونو نورو ځایونو ته وړل کېږی او د هغو ملایانو ترڅنګ، چې د ګاونډیو هېوادونو په مدرسو کې یې زده کړې کړی، دغه کتابونه مذهبی اختلافونو ته په لمن وهلو کې دویم ځاى لری.
د ننګرهار یو شمېر کتابپلورنځی زیاتره وخت د همدې اختلاف ځپلو کسانو مجلسونو او بحثونو پر سر رااخیستی وی. د ننګرهار په ځینو مهمو جوماتونو کې د تبلیغیانو، وهابیانو، سلفیانو، پنجپیرانو، بریالیانو او نورو نومونو سره د مذهبی اختلافونو لپاره بحثونه او موعظې کیږی او هم د خلکو د جذبولو لړۍ په ښه مالی امکاناتو سره روانه ده.

څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون یوه استاد او دینی عالم په یوه لویه غونډه کې لا د ننګرهار چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې دا جدی ستونزه دې عادی نه ګڼی، که نه لوی سرخوږی به جوړ کړی.
همداسې په هرات کې هم د معلوماتو له مخې، د شیعه او سنی په نامه مذهبی اختلافاتو ته د ایران په هڅو لمن وهل کېږی او څو ځله دا ستونزه تر وسله والې نښتې هم رسېدلې ده.
په ننګرهار کې د مذهبی شخړو د مخنیوی لپاره یوشمېر دینی عالمانو یوه شورا هم جوړه کړې ده. خو دا دینی عالمان وایی، چې د مذهبی شخړو په پراخولو او زیاتولو کې یوشمېر راډیو ګانې هم ستر نقش لری.
د دینی عالمانو په خبره، چې په ځینو راډیویی چینلونو کې د دینی خپرونو په نوم د یو لوى مذهب پیروانو ته مشرکین ویل کېږی، د هغوى نیکونو او پلرونو ته د مشرکینو نسبت کېږی او د عباداتو او د هغو طریقو بې احترامې کېږی، چې د رسول الله (ص) صحابه وو او د امام اعظم رح له زمانې پرځاى کېږی.
د هغوی په وینا، یو شمېر کسان چې د پردیو لخوا ګومارل شوی او غواړی په دې وطن کې مذهبی اختلافات او ډلې پیدا کړی، دوى د علماوو په نوم داسې څه بیانوی، چې ولسونه په ډلو کې سره ویشی.
ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو ته د مذهبی شخړو د تشویق او تاوتریخوالی ته د هڅوونکیو کتابونو راتګ څه وخت وړاندې له ماندګار ورځپاڼې سره د اطلاعاتو او کولتور وزارت چارواکیو هم تایید کړی و.
خو تر اوسه د دې شخړو او کتابونو د مخنیوی لپاره دولت اقدام نه دی کړی. د چارو پوهان وایی، که چېرې دې ستونزې ته جدی پاملرنه ونیسی، نو راتلونکی به یې خورا کړکېچن وی او داسې ستونزې به ترې را ولاړې شی، چې د حکومت له کنټروله به بهر وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.