د غـزنی ځینو اوسېدونکیو ته د ماین جوړولو زده کړې ورکړل شوی دی

- ۰۸ عقرب ۱۳۹۲

mandegarد غزنی والی وایی، چې طالبانو د جګړې پر ځای ماین ښخولو ته مخه کړې او په دې ولایت کې یې سلګونه ماینونه ښخ کړی دی.
د هغه په وینا، دغه کار روښانه کوی چې طالبان ډېر کمزوری شوی دی.
د غزنی والی موسی خان اکبرزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، وسله والو طالبان ړنده جګړه مخ ته بیایی او په دې وروستیو کې د جګړې لوری داسې بدل کړی، چې قربانیان یې ټول ملکی وګړی دی.
هغه منی، چې په غزنی او په ځانګړی ډول په اندړو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د ماینونو په فرشولو پیل کړی او تر اوسه یې سلګونه ماینونه ښخ کړی؛ خو زیاتوی، چې د دې ماینونو د شمېر په اړه ورسره کره ارقام نشته.
د ده په خبره، تېره ورځ امنیتی ځواکونه او د ملی اردو سرتېری په هغو لارو تر ګېرو ولسوالیو پورې مخ ته لاړل، چې په تېرو اتو میاشتو کې پرې دولتی کسانو تګ راتګ نشو کولای او ډېری لارې یې بندې وې.
ښاغلی اکبرزاده زیاته کړه، تصور نه کېده چې یوه ورځ به امنیتی ځواکونه هم ګېرو ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې لاړ شی او تل به دغه ولسوالۍ د هوا له لارې اکمالېدله؛ خو تېره ورځ د ملی اردو ځواکونه وتوانېدل چې تر ګېرو ولسوالۍ مخ ته لاړ شی.
نوموړی وویل، ملی اردو په لاره کې ټول هغه ماینونه خنثی او لرې کړل، چې طالبانو په دې لاره کې ځای پر ځای کړی ول.
د ده په خبره، چې د ماین ښخول د جګړې یوه خبیثه وسیله ده، چې تل یې قربانیان ملکی او بې ګناه هېوادوال وی.
د غزنی والی د وسله والو طالبانو له لوری د جګړې پر ځای د ماینونو ښخولو ته په اشارې سره وویل، چې دا ضعف او کمزورۍ وروستۍ نښه ده.
والی موسی خان اکبرزاده زیاتوی، چې د افغانستان د جګړې د حل لاره د ملکی وګړو وژل نه دی، بلکې دوی تل د سولې او خبرو اترو غږ پورته کړی او ښه به دا وی، چې وسله وال مخالفان ورسره مخامخ خبرو اترو ته کېنی.
د هغه په وینا، ښه دا ده چې د خبرو اترو له لارې جګړې ته د حل لاره پیدا شی او له دې لارې د ملکی وګړو د وژنې مخنیوی هم شوی وی.
د نوموړی په اند، د ملکی وګړو د وژنې او د ماینونو په ښخولو کې نهه نوی سلنه هماغه خلک ګرم دی، چې د وژنو او وینو تویولو دستور ورکوی او یوه سلنه هغه وګړی ګرم دی چې د خپلو بادارانو غوښتنې پر ځای کوی.
دی وایی، په طالبانو او هغو کسانو چې د خپلو بادارانو په غوښتنه ملکی وګړی وژنی او جګړه کوی غږ کوی، چې د خپلو بادارانو غوښتنې ونه منی، ځکه هغوی د افغانستان بربادی او غلامی غواړی او په کار ده چې دوی د هغوی د لاس د الو په توګه د هغوی غوښتنې پوره نه کړی.
د غزنی والی وایی، چې افغانستان ماینونه ټول له پولې هاخوانه افغانستان ته راځی، همدرانګه د ماینونو د جوړولو، کارولو او پرې د ملکی وګړو د وژنو لارې چارې هم ټولې له پولې پورې خوا تنظمېږی.
د ده په خبره، چې تر اوسه ورته دا معلومات نشته چې کرل شوی ماینونه په کوم هېواد کې جوړ شوی؛ خو زیاتوی، چې یوشمېر په لاس جوړ شوی ماینونه هم کارېږی، چې بارود یې له بهر نه راوړل کېږی.
نوموړی زیاتوی، په غزنی کې ډېرو کسانو ته د ماینونو د جوړولو، الوځولو او پرې د وژنو زده کړې ورکړل شوی دی او ماینونه ورته له پولې هاخوانه په بېلابېلو ډولونو راوړل کېږی.
ښاغلی موسی خان اکبرزاده وایی، سره له دې چې ملی اردو د ماینونو د خنثی کولو وسایل او پرسونل لری؛ خو په وینا یې چې خورا کم دی او نشی کولای په ټول غزنی کې شته او ځای پر ځای شوی ماینونه پرې له منځه یوسی.
هغه هیله مندی وښوده، چې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونه به دې مسالې ته جدی پاملرنه وکړی.
نوموړی هغه اندېښنې هم رد کړې، چې ګویا د غزنی یوشمېر چارواکی هم له وسله والو مخالفانو سره اړیکې لری او یا هم ورته د بریدونو زمینې برابروی.
له دې وړاندې یوشمېر شنناندو او د ملی شورا غړو داسې اندېښنې او شکونه ښکاره کړی ول، چې ګویا د غزنی یوشمېر چارواکی هم له وسله والو مخالفانو سره د بریدونو په تنظیمولو کې مرسته کوی.
تېره کال د غزنی والی موسی خان اکبر زاده له رسنیو سره په خبرو کې منلې وه، چې پر غزنی ښار یې د دوو راکېټونو د توغولو لپاره طالبانو ته اجازه ورکړې وه.
له دې وړاندې د غزنی اوسېدونکیو ویلی ول، چې طالبانو په اندړ ولسوالۍ کې کابو درې سوه ماینونه ځای پر ځای کړی او ټولې لارې یې بندې کړی دی.
د غزنی د ولایتی شورا مرستیال عبدالجامع جامع هم رسنیو ته ویلی، چې دغه ماینونه په کرنیزو ځمکو او فرعی واټونو کې له تېرو څو شپو راهیسې ځای پر ځای شوی دی.
په غزنی کې د اندړو ولسوالۍ هغه ولسوالۍ ده چې د لومړی ځل په کې د وسله والو طالبانو خلاف ولسی پاڅون پیل شوی و. دغه ولسوالۍ له تېرو څو کلونو سخته نا امنه ده.
په همدې حال کې په فیسبوک کې هم د غزنی… پاتې ۶ مخ
د غـزنی ځینو اوسېدونکیو…

یوشمېر اوسېدونکی او شنناندو د غزنی د امنیتی وضعیت او د اندړو وروستۍ پېښې په اړه چې په کې اتلس تنه ووژل شول، تبصرې کړی او دا برید یې په کلکه غندلی دی.
د فیسبوک یوه کاروونکی او د غزنی اوسېدونکی حفیظ همیم په خپله پاڼه لیکلی، د غزنی پېښه دوه بعدونه لری، یو بعد یې دا دی چې پېښه د طالبانو د ماین د چاودنې په پایله کې شوې او نولس خوندې او وروڼه یې راشهېدان کړل. ماین ښخوونکی هم تر نیول کېدو وروسته د خلکو له لوری په سزا ورسول شو، چې ملاعمر او پاکستانی ملاتړی یې ترې انکار نشی کولای.
هغه لیکی، دویم بعد یې دا دی چې د غزنی ځایی اداره نهایی بې کفایته او د طالبانو خواخوږې ده.
د ده په خبره، په تېرو دوو کلونو کې غزنی د نړۍ په کچه تر ټولو نا ارامه جغرافیا ده او دا کار اتیا سلنه د ځایی ادارې د بې کفایتۍ له کبله وشو. هغه د والی له لوری د ۱۴ نیول شویو ځانمرګو بریدګرو خوشې کېدو ته په اشارې له دولته غوښتنه کوی، چې د پېښې په اړه د اقداماتو په ترڅ کې دې د غزنی له والی نیولې، تر امنیتی چارواکو پورې ټول له دندو ګوښه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.