ولـې د افغان طالبانو مشران د بې پیلوټه الوتکو هدف نه ګرځی؟

گزارشگر:12-عقرب/1392 - ۱۱ عقرب ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې د پاکستانی طالبانو مشر حکیم الله معسود له خپلو پنځو ملګرو سره د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی او تر اوسه هېڅ افغان طالب مشر د دې بریدونو ښکار نه دی ګرځېدلی، یوشمېر پوځی شنناندی وایی، چې د افغان طالبانو د مشرانو وژنه د دوی په څېر مهمه نه ده.
هغوی وایی، پاکستانی طالبان د القاعده نېږدې ملاتړی دی او له همدې امله د دې بریدونو ښکار ګرځېدلی دی.
د پوځی او سیاسی چارو شنناندی جاوېد کوهستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ترهګرۍ خلاف جګړه تر ډېره تر القاعده شبکې محدوده کړې وه او دغه شبکه په شمالی او سوېلی وزیرستان کې دېره ده.
هغه وایی، په شمالی او سوېلی وزیرستان کې افغان طالبان نشته، بلکې یوازې د حقانی شبکه شته او وزیرستان د پاکستانی طالبانو د نفوذ اصلی سیمه ده چې تر ډېره د امریکایی بې پیلوټه الوتکو تر برید لاندې ده.
mandegarنوموړی زیاتوی، پاکستانی طالبان د حقانی او القاعده شبکې ټینګ ملاتړی دی له همدې امله ده چې مشران یې د امریکایی بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل کېږی.
ښاغلی کوهستانی وایی، افغان طالبان په کوټه، کراچۍ او پېښور کې په امن او ښاری سیمو کې اوسېږی او د پاکستان د ګټو په خلاف نه بلکې تر ډېره د پاکستان د ګټو ساتونکی دی.
خو د ده په اند، چې پاکستانی طالبان د پاکستان د ګټو خلاف او د کورنی امنیت په زیان یې دی، لکه څه وخت وړاندې په پېښور کې په یوې کلیسا له بریده یې چې روښانه شوه.
هغه وویل، دغه راز د امریکا له لوری د پاکستانی طالب مشر لطف الله محسود نیول کېدو، چې لوګر ته د ملی امنیت په مرسته داخل شوی و، د پاکستان شکونه ډېر کړل او د دې لامل شوه چې د حکیم الله محسود د وژنې او د پاکستانی طالبانو د لمنځه وړلو زمینه برابره کړی.
د پوځی چارو دغه شنناند زیاته کړه، چې حکیم الله محسود په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی، میدان وردګ، لوګر او ځینو نورو سیمو کې د افغانی طالبانو د ډلو مشری کوله، هغوی یې رهبری کول، جګړې ته یې هڅول او نېږدې اړیکی یې ورسره لرل او له شک پرته چې د نوموړی وژل کېدل به په دغو ډلو او د هغوی په فعالیتونو یوه اندازه اغېز وکړی.
همدارنګه د پوځی چارو شننونکی جنرال امرالله امان ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په دې پروسه کې ډېر وګړی وژل کېږی؛ خو ځای یې بېرته ډکېږی، لکه اسامه بن لادن چې ووژل شو او یا هم د پاکستانی طالبانو پخوانی مشر بیت الله محسود چې ووژل شو.
هغه وایی، د وګړو او څېرو لرې کېدل او ځای پر ځای کېدلو کې شک نشته؛ خو مهمه او بنسټیزه یې دا ده، چې دوی له کومه ځایه پلان ورکول کېږی، له کومه ځایه سازماندهی کېږی، څه ډول پلان ورکول کېږی او د دغو پلانونو پلی کېدل د پردې د شا خبرې دی.
د نوموړی په خبره، له هغو وګړو نه چې د وسیلې په توګه ترې کار اخیستل کېږی د یوه ټاکلی مهال له پوره کېدو وروسته وژل کېږی.
ښاغلی امان وایی، کله چې اسامه بن لادن ووژل شو، القاعده شبکه ورسره له منځه لاړه نشوه بلکې زیانمنه شوه؛ خو دغه شبکه لا هم شتون لری او وروستی برید یې د امریکا په تکزاس ایالت کې و او د حکیم الله محسود په وژنې سره به که څه هم د پاکستانی طالبانو ډله زیان ووینی خو له منځه به لاړه نشی.
د ده په اند، تر هغې چې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره په نړۍ واله کچه یوه سیاسی اراده پیدا نشی او سیاسی پرېکړه ونشی، نو له منځه نشی تللی او په ځینو وختونو کې لوی ځواکونه له دغه ډول کسانو نه د خپلو اهدافو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلی او مخکې له دې چې کوم هېواد ته داخل شی، دغه ډول خپل وګړی ور استوی او د خپل ځان د ورننوتلو لپاره بهانه جوړوی.
جنرال امرالله امان وویل، دا چې ولې افغانی طالبان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو برید نه ګرځی وویل، چې په افغانستان کې ستونزې ډېرې دی او د نړۍ والې ټولنې، امریکا او پاکستان په سر کې ځای لری، د سیمې، نړۍ او په کورنۍ کچه ملی ستونزې شته؛ خو د پاکستان مساله یوازې امنیتی ستونزې دی.
نوموړی زیاتوی، د پاکستان ستونزې ته سیاسی ستونزه هم ویل کېدای شی، یانې که هغه سیمه ډېره نا امنه شی هلته اټومی سرګلولې شته چې د وسله والو سخت دریځو لاس ته لوېدلو له امله یې نړۍ والې اندېښنې هم را ټوکولی دی.
دی وایی، که چېرې پاکستانی طالبان په افغانستان کې له استخباراتی پلوه له ناغېړۍ کار اخلی، یا له افغان حکومت او استخباراتو سره اړیکې ښې کوی، هم وژل کېږی او که هم د پاکستان حکومت ضد جګړې ته لاس اچوی هم وژل کېږی.
د پوځی چارو دغه شنناند په دې باور دی، پاکستانی طالبانو ته قید دی چې په افغانستان کې به جګړه کوی، که چېرې له دې جګړې سر وغړوی وی وژل کېږی.
ښاغلی امرالله امان زیاته کړه، بله دا چې د افغانستان طالبانو مهم کسان نشته، په کوټه شورا کې یوازې اکمالاتی او روزنیز مرکزونه شته، بلکې ډېری مشران یې پاکستان زندان ته اچولی؛ خو له زندانه د ای اېس ای او پاکستانی پوځ په لارښوونه د طالبانو رهبری پر مخ وړی، چې دا امریکا ته مهم نه ښکاری.
نوموړی وایی، که په افغانستان کې نوی تازه حکومت راشی او د پاکستان نوی حکومت دواړه خپلې ملی ګټې په نظر کې ونیسی او د خپلو خلکو د ارادې مطابق عمل وکړی، روانې ستونزې ژر ختمېدای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.