پر پاکستان د جګړې تمرکز کول دې د امریکا د ستراتېژۍ په سر کې ځای شی

گزارشگر:18 عقرب 1392 - ۱۷ عقرب ۱۳۹۲

mandegarټاکل شوې چې په ۲۰۱۴ کال کې نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه ووځی. خو د ترهګرۍ خلاف جګړه لا هم روانه ده. د بهرنیانو له وتلو وروسته به د دې جګړې مسوولیت افغان ځواکونه پر غاړه لری، هغه چې نه پوره روزل شوی او نه هم تجهیز شوی دی. پوښتنه دا را پیدا کېږی چې بلاخره به د دې جګړې پایله څه کېږی؟ ایا امریکا ته لازمه ده چې اوسنۍ جګړه د افغان ځواکونو پر اوږو ور واچوی او خپله ووځی؟ د پوځی چارو شنناندی وایی، په کار ده چې دغه جګړه په پاکستان کې د وسله والو پر اصلی پټنځایونو متمرکزه شی. هغوی وایی، که دغه کار ونشی جګړه به د اوږده مهال لپاره روانه وی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال نورالحق علومی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې په تطبیق کې ستونزې لری، ځکه د ترهګرۍ خلاف جګړه یې یوازې د افغانستان په جغرافیه کې محدوده کړې ده.
هغه وایی، د ترهګرۍ خلاف جګړه کې پاکستان ته چې د وسله والو خوندی مرکزونه په کې دی، پاملرنه ونشوه، هلته یې وسله وال په نښه کړل له همدې امله ده چې اساسی دنده یې پاتې ده، د دوی د دندې اصلی موخه د وسله والو او ترهګرو له منځه وړل دی، چې په پاکستان کې یې مرکزونه دی.
د ده په وینا، له بلې خوا نړۍ والې ټولې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا کې هم پاتې راغلې، افغان پوځ یې چې د کار له اساسی برخو څخه یې وه، لا تجهیز نه کړل او له تسهیلاتی، تشکیلاتی او تجیزاتو له پلوه ستونزې لری.
ښاغلی علومی زیاتوی، د افغان ځواکونو ټول لګښت د امریکا او ناټو په اړه دی او دا نن که هغوی پرې مرستې بندې کړی افغانستان خپل ټوپک ته کارتوس نه لری.
نوموړی په دې باور دی، چې امریکا باید پر پاکستان او په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو په ګډون شته هغه کړۍ چې له وسله والو ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوی، تر فشار لاندې راول، څو هغوی اړ باسی چې د جګړې د ختمولو پرېکړه وکړی او د وسله والو له تجهیز، روزنې او ملاتړ نه لاس واخلی.
د پوځی چارو دغه شنناند وایی، دا هم تېروتنه ده چې بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې یوازې پاکستانی طالب مشران په نښه کوی؛ خو هغه افغان طالب مشران چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو خلاف جګړه کوی، نه په نښه کېږی.
دی په دې برخه کې افغان، امریکایی او ناټو چارواکی مسوول بولی، چې لا یې هم د ترهګرۍ خلاف جګړه کې بنسټیز کار نه دی کړی او د وسله والو په اصلی پټنځایونو یې تمرکز نه دی کړی.
هغه وایی، په کار ده چې په افغانستان کې رڼې او عادلانه ټاکنې وشی، څو په ټاکنو د خلکو باور زیات شی او د ګډو هڅو په ترڅ کې سوله راشی، چې د جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره د سولې د پروسې تر سره کول دی.
ښاغلی نورالحق علومی زیاتوی، چې امریکا او ناټو دې پر پاکستان د فشارونو راوړل او هلته د وسله والو مخالفانو په ځپلو تمرکز کول د خپلې ستراتېژۍ په سر کې ځای کړی او که دغه کار ونشی پایلې به یې خورا ګرانې پرېوځی.
د ده په وینا، د روانې کشالې د حل لپاره په کار ده چې پاکستان او په کې شته د ترهګرو ملاتړی تر فشارونو لاندې ونیول شوی او په کور دننه یوه سالمه اداره، رامنځته شی.
همدارنګه د پوځی چارو بل شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له ډېر وخته افغانستان او افغانان د هر چا د اهدافو ښکار شوی او کله یې چې اهداف تر لاسه شوی یا نه دی شوی، بیا ادعا کوی چې تېروتنه یې کړې ده.
دی وایی، له هر لوری افغانان وژل کېږی، کورونه یې ویجاړیږی او هېواد یې ورانېږی؛ خو مهمه دا ده چې اوس افغانستان له امریکا سره امنیتی تړون هم لاسلیک کوی.

نوموړی زیاتوی، دوه حالته را پېښېدونکی دی، چې یو ښایی نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه ووځی او که یې تلفات ډېر شی بیا هم په بشپړ ډول له افغانستانه ووځی؛ نو جګړه به دوام لری او له دواړو لوریو به افغانان وژل کېږی، ځکه هغوی له موږ سره هېڅ ډول تاریخی، اقتصادی، فرهنګی او نورې اړیکې نه لری او نه پر افغانستان حساب کوی.
ښاغلی امرخېل وویل، بل حالت دا دی که دوی ووځی نو په افغانستان کې به د واک پر سر بیا کورنۍ شخړې او جګړې پیل شی.
هغه وایی، ښایی امریکا ویلی وی د دوی هدف د القاعده له منځه وړل ول، چې اسامه بن لادن یې وواژه او طالبان یې دښمنان نه دی ځکه په ښکاره یې ولی دی؛ خو د افغانانو غوښتنې بیا ترې د پوځ روزنه، تجهیز او له بهرنیو یرغلونو دفاع کول دی، چې ښایی امریکا یې لاسلیک کړی؛ خو په عمل کې به بیا دغه ډول نه وی.
د پوځی چارو دغه شنناند زیاته کړه، دا چې امریکا طالبان خپل دښمنان نه بولی او له منځه یې نه وړی، ښایی په سیمه کې یې د ځینو نورو اهدافو لپاره هم وکاروی.
هغه وایی، په دې باید فکر وشی چې کله به افغانان هوښارېږی او ځان به له دې ستونزو نه په خپل یووالی او وحدت سره ژغوری.
نوموړی وویل، که نړۍ وال ځواکونه ووځی او مار لنډی پرېښودل شی نو جګړه به دوام کوی، چې دواړه خوا به یې افغانان مری او د جګړې تر شا کسان به تر هغې د دې جګړې ننداره کوی چې خپلو اهدافو ته رسېدلی نه وی، چې ښایی څو کلونه نور هم په برکې ونیسی.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا او نړۍ وال ملاتړی یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلل؛ خو لا هم دغه جګړه بریا او ماتې ته نه ده رسېدلې. ولسمشر کرزی په وار وار په دې جګړې انتقاد کړی او ویلی یې دی، چې دغه جګړه دې له پولې هاخوا د وسله والو پر اصلی پټنځایونو تر سره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.