د مشورتی لویې جرګې اقتصادی زیانونه

گزارشگر:4 قوس 1392 - ۰۳ قوس ۱۳۹۲

mandegarپه داسې حال کې چې تېره ورځ مشورتی لویه جرګه پای ته ورسېده، د سوداګریزو خونو چارواکی وایی، چې د دې جرګې د امنیتی تدابیرو له امله کابل ښار درانه اقتصادی زیانونه ولیدل.
د سوداګریزو خونو چارواکیو وویل، چې د جرګې له امله هره ورځ افغان سوداګرو د ورځې پنځه میلونه ډالره زیان لیدلی دی. هغوی زیاتوی، چې د حکومت پرېکړې اقتصادی منطق نه لری.
د سوداګریزو خونو د بهرنیو اړیکو مسوول اذرخش حافظی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې هره رسمی ورځ د ملی تولید او عاید یوه برخه ده او که کلنی خالص عاید په ورځو ووېشو د هرې ورځې په رخصتۍ سره وروسته پاتې کېږو او ژوند شاته پاتې کېږی.
هغه وایی، د کابل شپږ میلیونی ښار اقتصاد له امنیت نه قربان کړای شو او په تېرو شپږو رخصتو ورځو کې ډېر اقتصادی زیان رامنځته شو.
د ده په وینا، کله کله د افغان دولت پرېکړې اقتصادی منطق نه لری. ښاغلی حافظی د بېلګې په ډول وویل: (( په عادی ورځو کې د رومی بانجانو د یو کیلو بیه شل افغانۍ وه؛ خو په رخصتیو کې یو کیلو رومی بانجان په ۲۲۰ افغانیو پلورل کېدل، دغسې د هر شی بیه لس چنده وه، ځکه له رخصتۍ سره ژوند په ټپه نشی درېدای بلکې خلک په کورونو کې بند ول او کارو بار په ټپه درېدلی و))
نوموړی وویل، دغه راز یوشمېر هغه سوداګرو او بزګرو به چې له نورو ولایتونو کابل ته ترکاری او نور توکی راوړل هغوی هم درانه زیانونه ولیدل، له یوې خوا یې توکی ونه پلورل شول او له بلې خوا پرې د ښار په دروازو کې د موټرو درېدو شپږ ورځنۍ کرایې هم راغلې.
ښاغلی اذرخش حافظی زیاته کړه، که څه هم د دې رخصتیو له امله سوداګرو او بزګرو ته اوښتی زیانونه سنجول شوی نه دی او کره شمېره یې نشته خو دغه زیات دی.
همدارنګه د سوداګریزو خونو مرستیال خانجان الکوزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې تېرې یوې اونۍ د رخصتیو له امله هره ورځ سوداګرو ته کابو پنځه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
هغه وایی، که څه هم چې د دې یوې اونۍ اقتصادی خلا په اړه یې له حکومت سره خبرې کړې وې؛ خو هغوی ورته ویلی ول چې له اقتصاده ورته د کابل ښاریانو ژوند مهم دی.
د ده په خبره، هره ورځ کابل ته په معمول ډول دوه زره بار وړونکی موټر تګ راتګ کاوه، چې په تېره یوه اونۍ کې د کابل په دروازو کې ودرول شول او په دغو موټرو هره ورځ له ۲۰۰۰ نه تر شپږو زرو افغانیو پورې د توقف کرایه هم راتله.
نوموړی زیاتوی، دغه راز یوشمېر توکی له کاره ولوېدل لکه تازه مېوه، ترکاری، غوښه، هګۍ او نور چې له دې امله هم سوداګرو زیان ولید.
د ښاغلی الکوزی په وینا، بل زیان دا رامنځته شو چې په کابل ښار کې عرضه کمه او په بازار کې تقاضا زیاته شوه چې تر یوه وخته به دا ستونزه دوام وکړی؛ خو هیله یې وښوده چې کورنیو چارو وزارت به ژر د کابل په دروازو کې درول شوی له توکیو بار موټرو ته اجازه ورکړی چې کابل ښار ته ننوځی.
هغه وویل، تل په خاصو ورځو کې چې پرېکړې کېږی زیان یې سوداګرو ته اوړی؛ خو ولسمشر د لویې جرګې د پرانستې په مراسمو کې له کابل ښاریانو او محصلینو مننه وکړه؛ خو د سوداګرو چې په ورځ کې پنځه میلونه زیان ور رسېږی حد اقل یادونه یې هم ونه کړه.
د ده په وینا، هر کله چې د سوداګرو د بار لاریو درول کېدو امر ورکول کېږی؛ خو یوشمېر فرصت طلبه کړۍ له دې فرصتونو ګټه اخلی، له سوداګرو پیسې اخلی او په بېلابېلو بهانو یې موټر دروی: (( د درولو امر ژر پلی کېږی؛ خو د بېرته خوشې کېدو امر یې لس ورځې په بر کې نیسی))
ښاغلی خانجان الکوزی وویل، چې دغه وضعیت د سوداګرو په روحیه ناوړه اغېز کړی دی، هغوی یې نهیلی کړی، زړه تورن دی او له همدې امله یوشمېر یې سوداګرۍ ته شا اړوی.
د ده په وینا، چې دغه وضعیت لامل شوی چې د تېر کال په پرتله سږکال په سوداګرۍ کې شپږ دېرش سلنه کموالی راشی.
حکومت د لویې جرګې له جوړېدو دوه ورځې وړاندې د پنځو ورځو لپاره عمومی رخصتی اعلان کړه خو امنیتی تدابیر له هغې وړاندې پیل شوی ول.
د دې جرګې له امله د کابل ښار تړل شوی و، خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده او کابل ښاریان په خپلو کورونو کې اوسېدل. د جرګې تنظیموونکیو ویلی، چې په دې جرګې کابو شپېته میلونه ډالره لګښت راغلی چې د افغانستان له ملی بودیجې ورکول کیږی.
ولسمشر حامد کرزی د جرګې د پرانستې په وینا کې له محصلانو بښنه وغوښته چې درسونه یې پاتې شول، او لیلیې یې د جرګې د میلمنو په واک ورکړل شوې.
هغه د ترافیکی ستونزو د را دبره کیدو له کبله هم له کابل ښاریانو بښنه وغوښته او ویې ویل چې دا یوه ملی مسله وه او بله لاره یې نه لرله.
خپله جرګه هم چې نژدې ۲۵۰۰ کسان په کې راټول شوی ول، څو ولسمشر ته له امریکا سره د امنیتی تړون په اړه سلا مشورې ورکړی. دغه جرګه تېره ورځ پای ته ورسېده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.