د ټیلیفونی مکالمو اورېدل به پر سیاست او اقتصاد منفی اغېز وکړی

گزارشگر:19 قوس 1392 - ۱۸ قوس ۱۳۹۲

mandegarوروسته له هغې چې د مخابراتو وزارت چارواکیو وویل، چې د افغانستان مخابراتی مکالمې خوندی نه دی او د دې امکان شته چې بهرنی هېوادونه د افغان مشرانو ټېلیفونی مکالمې واوری، د ولسی جرګې غړی وایی، د دې مکالمو نه اورېدو په اړه ورته په وار وار چارواکیو تضمینونه ورکړی ول.
د ولسی جرګې غړی وایی، که چېرې د افغانستان ټېلیفونی مکالمې اورېدل کېږی دغه کار به پر افغان اقتصاد او سیاست ناوړه اغېز وکړی.
همدارنګه یوشمېر شننونکی وایی، ګاونډی هېوادونه په افغانستان کې د پراخ نفوذ له امله اړتیا نه لری، چې ټېلیفونی مکالمې واوری.
د ولسی جرګې غړی ډاکټر نقیب الله فایق ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغانانو د ټېلیفونی مکالمو اورېدل به د افغانستان په امنیت او اقتصاد ناوړه اغېز وکړی.
هغه وایی، په هېواد کې ډېرو سیاسی مشرانو، سوداګرو او نورو کسانو ځینې رازونه تبادله کړی وی؛ چې د ځینو هېوادونو، ادارو او کړیو له لوری د دوی د ټېلیفونی مکالمو په اورېدلو سره د هغو پروګرامونو او حتی ژوند ته خطر پېښوی: (( زیاتو خلکو خپل رازونه په همدې ټېلیفون کې ویلی، دا چې خلک وپوهېږی چې سیاسی رهبرانو او سوداګرو څه ویلی، چې هغه یې په زیان وی، د هغه سوداګر او رهبر مخه نیسی.))
نوموړی زیاتوی څو ځله یې په دې اړه له حکومتی چارواکیو سره خبرې کړی دی او هغوی ورته د ټېلیفونی مکالمو د تضمین خبره کړې؛ خو اوس خپله حکومت وایی، چې د افغانستان ټېلیفونی مکالمې خوندی نه دی.
ښاغلی فایق په دې اند دی، چې د ټېلیفونی مکالمو اورېدل یوه درنه ضربه ده چې افغانستان خوړلې او زرګونه کسان به د دې ټېلیفونی مکالمو له امله له ستونزو سره مخ شوی وی.
هغه زیاتوی، افغانستان یو غریب هېواد دی او هر هېواد چې وغواړی د افغانستان ټېلیفونی مکالمې واوری، په یوې وړې پانګونې او یا په افغانستان کې دیوه دفتر په پرانستې سره کولای شی ټیلیفونی مکالمې واوری.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د بهرنیو هېوادونو له لوری د ټېلیفونی مکالمو اورېدل د افغانستان سیاسیت او امنیت ته صدمه رسوی او دا یو غیر قانونی عمل دی.
د ده په وینا، د افغانستان په اساسی قانون کې د ټېلیفونی مکالمو اورېدل خوندی دی او هیڅوک نشی کولای چې د باصلاحیته محکمې له حکم پرته د چا ټېلیفونی مکالمه واوری.

هغه وویل، په دې وروستیو کې افشا شوه چې امریکا د یوشمېر اروپایی هېوادونو ټېلیفونی مکالمې هم څارلی دی.
ښاغلی مبارز د یوه هېواد له لوری د بل هېواد د ټېلیفونی مکالمو اورېدل د نړۍ والو اصولو او قوانینو خلاف عمل بولی.
هغه وایی، چې د افغانستان د ټیلفونی مکالمو اورېدل او څارل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او تېری دی.
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاتوی، په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان ګاونډیانو په هېواد کې دومره پراخ نفوذی پرمختګ کړی، چې هېڅ اړتیا نه لری د افغانستان پټې مکالمې واوری؛ ځکه هر هغه څه چې دوی یې وغواړی پرې خبر شی او یا یې تر لاسه کړی د خپلو نفوذی عواملو له لارې یې ترلاسه کوی.
د یادونې وړ ده، چې د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین مشرانو جرګې ته وویل، چې د افغانستان ټېلیفونی مکالمې خوندی نه دی.
سنګین وویل، د دې امکان شته د افغانستان د ځینو سیاسی څیرو ټیلیفونې مکالمې د ځینو بهرنیو ادارو له خوا واوریدل شی: (( زه وایم امکان لری، موږ تر اوسه هغه پر مخ تللی وسایل نه لرو او دا په دې معنې ده چې ښایی ستاسې ټیلیفونې مکالمې د ځینو نورو ادارو له خوا په غیر قانونی توګه واوریدل شی.))
امیرزی سنګین همدا راز وویل چې؛ په ټوله نړۍ کې ټیلیفونی مکالمې په دوه ډوله قانونی او غیر قانونی توګه څیړل کیږی.
هغه وایی چې؛ په افغانستان کې دا مهال یواځې د ملی امنیت اداره او د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت په قانونی توګه د ټیلیفونی مکالمو د اوریدو حق لری.
د ټیلیفونی مکالمو د اوریدو بحث وروسته له هغې تود شوې چې؛ د امریکا د استخباراتی ادارې افشا کوونکی اډوارډ سنوډن افشا کړه چې؛ امریکایی چارواکو د نړۍ د ځینو هېوادونو د مشرانو تیلیفونی مکالمې اوریدلی دی.
د هغه په افشاګریو کې ویل شوی، چې امریکا د ډېرو اروپایی او یوشمېر نورو هېوادونو ټېلیفونی مکالمې اورېدلی دی. د جرمنی لومړۍ وزیره هم له هغو رهبرانو څخه وه، چې امریکا یې خبرې اورېدلی دی. امریکا له همدې امله د خپلو ملاتړو تر سختو نیوکو لاندې راغلې وه.
شنناندی وایی، د ټیلیفونی مکالمو د خوندیتوب لپاره باید مخابراتی شرکتونه د مخابراتو له وزارت سره په همغږۍ کې د مصوونیت پروګرامونه پلی کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.