پاکستان ته د امریکا تازه ګواښونه څومره جدی دی؟

گزارشگر:20 قوس 1392 - ۱۹ قوس ۱۳۹۲

mandegarپاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر تازه ګواښونو ته په کتو د ولسی جرګې یوشمېر غړی او سیاسی شنناندی وایی، چې دغه ډول څرګندونې پاکستان اړ ایستی شی چې وسله والې ډلې په افغانتسان کې له بریدونو وګرځوی.
شنناندی وایی، دغه ډول ګواښوونه د ولسمشر کرزی د هغو شرطونو پایله ده چې د امنیتی تړون د لاسلیک لپاره یې ایښی دی.
د ولسی جرګې غړې شکریه بارکزۍ ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، پاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر نوی خبرداری د امریکا د نورو چارواکیو سره توپیر لری او دا د یوه لوړ پوړی پوځی چارواکی ګواښ دی چې پاکستان ته کېږی.
هغه وایی، چک هېګل له پاکستانیو چارواکیو د اکمالاتی لارې د پرانستې ترڅنګ دا هم غوښتی، چې دوه مخی سیاست پرېږدی که نه په بدل کې به یې له دې هېواد سره د امریکا کېدونکې مرستې بندې شی.
د دې په خبره، دا چې پاکستان له اقتصادی پلوه له افغانستان هم په بدتر وضعیت کې دی او تر بل هر وخته ډېر امریکایی مرستو ته اړتیا لری؛ نو ښایی دې اوامرو ته غاړه کېږدی.
مېرمن بارکزۍ زیاته کړه، د امریکا د دفاع وزیر له پاکستانه دا هم غوښتی چې د حقانی شبکې او نورو وسله والو ډلو لمن ټوله کړی او په افغانستان کې له جګړې یې وګرځوی.
د هغې په اند؛ دا لومړی ځل نه دی چې امریکایی چارواکی پاکستان ته په دې اړه ګواښونه او خبرداری ورکوی؛ خو پاکستان تل دې ګواښونو ته په سپکه کتلی دی؛ ځکه د پاکستان استخبارات په ټولو چارو برلاسی دی او هغوی دا کار نه غواړی.
د ولسی جرګې دغه غړې د چک هېګل هغو څرګندونو ته په اشارې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړی چې افغانستان نا امنه کړی، وویل، امریکا په افغانستان کې په میلیاردونو ډالره لګولی او تلفات یې ورکړی او دا ورته مهمه ده چې افغانستان بیا د د کورنیو جګړو شېبو ته ونه ګرځی او د ترهګرو په ځاله بدل نشی.
د دې په وینا، دغه ډول ګواښونه د ولسمشر کرزی له شرطونو سره هم اړخ لګوی او له پاکستانه غواړی چې په خپلو کړو تعهداتو کې رښتینی او ورته ژمن پاتې شی.
په همدې حال کې د افغانستان د سیمه ییزو څېړنو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته تازه ګواښونه د دوو مجبوریتونو له مخې کړی دی.
هغه وایی، امریکا په افغانستان کې د خپل جګړه ییز ماشین د فعال ساتلو لپاره خپلو اکمالاتو ته چې د پاکستان له لارې کېږی، اړتیا لری او دا جګړه یوازې له همدې لارې فعاله ساتل کېدای شی.
د ده په وینا، د امریکا بل مجبوریت له افغانستان سره د امنیتی تړون د لاسلیک مساله ده، چې ولسمشر کرزی یې د لاسلیک لپاره په افغانستان کې سوله راوستل یو شرط ایښی دی؛ ځکه هغه ویلی ول چې سوله لومړی د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې ده.
هغه وایی، د ولسمشر شرطونو امریکا دېته اړ ایسته چې پر پاکستان فشارونه زیات کړی څو وسله والې ډلې له منځه یوسی او په افغانستان کې یې له  جګړې منع کړی چې دا د افغانستان په ګټه دی.
ښاغلی لېوال زیاتوی، د امریکا دغه ګواښونه به پاکستان اړ باسی، چې د حقانی شبکې او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې جدی اقدامات وکړی؛ خو په وینا یې دا کار په دې پورې اړه لری چې پاکستان څومره غواړی د حقانی شبکه او نورې وسله والې ډلې له منځه یوسی؟
دی په دې اند دی، که چېرې پاکستان د دغو وسله والو ډلو او د طالبانو د ټغر ټولولو اراده ولری، دا کار په څو ورځو کې کولای شی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان ته د امریکا نوی ګواښونه څومره کولای شی ولسمشر د امنیتی تړون لاسلیک ته راضی کړی وویل، هر څومره چې امریکا پر پاکستان ډېر فشار راوړی هماغومره د امنیتی تړون لاسلیک ته موده کمېږی.
د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل چې په یوه ناڅاپی سفر افغانستان ته راغلی و، پاکستان ته لاړ، د پاکستان له لومړی وزیر نوازشریف او یوشمېر نورو چارواکیو سره یې لیده کاته وکړل.
چک هېګل امریکا ته ګواښ وکړ، که په خیبر پښتونخوا کې د امریکا او ناټو اکمالاتی لاره خلاصه نشی نو پر پاکستان به خپلې مرستې بندې کړی. همدارنګه نوموړی خبرداری ورکړی، چې پاکستان باید حقانی شبکه له منځه یوسی او دوی به هیچا ته هم اجازه ور نه کړی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان نا امنه کړی.
حقانی شبکه په افغانستان کې په خورا خونړیو بریدونو تورنه ده او د امریکا یوه سر سخته دښمنه بلل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.