د ژوندون تحریک کوونکی نشرات دوام لری

گزارشگر:عرفان مومند/23 قوس 1392 - ۲۲ قوس ۱۳۹۲

ژوند د مینې او ورورګلوۍ نوم دی. او ژوندون بیا د محبت نامه ده؛ خو له بده مرغه چې اوس د ژوند تر نامه لاندې د محبت پر ځای نفرت خپرېدل پیل شوی دی. ژوندون د یوه داسې ټلوېزون نوم دی، چې غواړی د کرکې او نفرت په خپرولو سره شهرت تر لاسه کړی.
مګر د شهرت ګټلو دا لوبه تر دې حده خطرناکه ده چې د وینو وږم ترې له اوسه ځی، ملی یووالی او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته ترې متوجې ګواښونه له همدا اوسه ښکاری.mandegar 3
ژوندون له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان او اسلام تر عنوان لاندې د قومونو جنګولو ته ملا تړلې ده. په دې ښایی ټول وپوهېږی، چې د قومونو ترمنځ ناندریو او شخړو ته لمن وهل څومره خطرناکه لوبه ده. دا دوو وګړو ترمنځ شخړه نه ده، بلکې په دې کې د افغانستان د ملی وحدت مساله شامله ده. د یوه قوم پر وړاندې د بل قوم د لمسونې او تحریک کولو په نتایجو د ژوندون مقامات هم شاید خبر وی.
د لویې څارنوالۍ چارواکیو که څه هم چې د ژوندون نشرات ځنډولی دی او دوسیه یې د قومی تعصبونو ته د لمن وهلو له امله تر بررسۍ لاندې نیولی ده، مګر اوس هم دغه تلویزون خپلې همدې پالیسۍ ته دوام ورکوی.
لویه څارنوالۍ باید اجازه ورنه کړی، چې یاد تلویزون د خلکو احساساتو نه صدمه ورسوی. یا د خلکو له احساساتو ناوړه استفاده وکړی. ژوندون همدا اوس یوشمېر پښتانه د افغانستان د نورو ورونو قومونو پر وړاندې لمسوی او دا لمسونه د دې وېره رامنځته کوی، چې پښتانه په افغانستان کې میشت ټول قومونه خپل دښمنان وبولی او سبا یې په منځ کې یو ستر درز رامنځته شی. که خدای مکړه دغه درز رامنځته شو نو دا به د هېواد له تجزیې او ورور وژنې پرته بله نتیجه ونه لری.
اوسنیو شرایطو ته په پام د دې وخت نه دی، چې کرکې او نفرتونه ووېشو، یا یو قوم د بل پر وړاندې تحریک شی. دا افغانستان دی او په کې اوسېدونکی ټول قومونه سره ورونه دی.
اوس چې ژوندون او ځینې نور پلویان یې قومی تبلیغات کوی، پایله یې دا شوه چې د ځان پر وړاندې نور قومونه هم را تحریک کړی. څو ورځې وړاندې په کابل کې یوشمېر کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې ځینو خلکو د خراسان غوښتنه کوله او ویې ویل یې چې دوی خراسانیان دی نه افغانان. هغوی غوښتنه هم د غندنې ده او هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شی، چې د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن ووهی.
که ژوندون خپلو دې هڅونو ته دوام ورکړی ښایی نور قومونه هم تحریک کړی هغوی به بیا نورې غوښتنې کوی او په نتیجه کې به یا تجزیې ته ځو او یا هم جګړې ته. چې دواړه د افغانستان او افغانانو په ګټه نه دی.
که دوی د اسلام ژغورنې او یا افغان ژغورنې چغې وهی نو دا مساله خو حل ده. اسلام د افغانستان رسمی دین دی، او نه څوک ترې منکرېدای شی. نه د نړۍ په هېڅ اسلامی او یا غیر اسلامی هېوادونو په تذکرو کې دین ذکر شوی دی.
همدارنګه د الکترونیکی تذکرو په لومړی مخ لیکل شوی ( د افغانستان اسلامی جمهوریت د تابعیت تذکره ) چې دا خپله هر څه روښانه کوی او هیڅوک نشی کولای له افغانیت نه سترګې پټې کړی. نو کله چې مساله حل ده بیا ولې قومی تحریک کولو او یا تعصب خپرولو ته لمن ووهل شی؟ په دې د ژوندون مشران پوهېږی چې اکثریت پښتانه دا مساله حل ګڼی، ځکه هیچا له دې دوو شیانو سترګې نه دی پټې کړی خو دا چې ځینې خلک تفرقه واچوی او خپلې ګټې تر لاسه کړی، دغه ډول فعالیتونه کوی. ژوندون حتی د نظام، قومونو او قانون پر وړاندې درېږی او په ټلوېزون کې تحریک کوونکی بحثونه مخ ته وړی.
له همدې امله ده چې حکومت باید د دغه ډول فعالیتونو مخنیوی وکړی. حتی پښتانه په دې پوهېږی چې ژوندون د ورونو قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهی. ژوندون که نن را منځته شوی خو په دې خاوره شته قومونه له تېرو پینځو کلونو راهیسې دلته سوله ییز ژوند کوی. په کار نه ده چې دا ژوند یې په اوږدمهالې دښمن بدل شی.
د قومونو ترمنځ په نفاق اچونه کې د رسنیو رول خورا مهم دی له همدې امله باید لویه څارنوالۍ دا مساله جدی ونیسی او پرېنږدی چې د چا احساساتو ته زیان ورسېږی، د چا له احساساتو ناوړه استفاده وشی او یا په بل عبارت پرېنږدی چې د قومونو ترمنځ دښمنۍ ته لمن وهی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.