په هند کې د ځواکونو روزل د افغانستان په ګټه دی

گزارشگر:1 جدی 1392 - ۳۰ قوس ۱۳۹۲

mandegar-1وروسته له هغې چې افغانستان او هند پرېکړه کړې، چې افغان ځانګړی ځواکونه دې په هندې کې وروزل شی، یوشمېر شننونکی وایی، چې دغه کار به د پاکستان حساسیت را وپاروی او په افغانستان کې به په ناوړه چارو لاس پورې کړی.
هغوی دغه راز وایی، چې په افغانستان کې به د هند او پاکستان رقابت نور هم جدی شی. خو د پوځی چارو ځینې نور شننونکی بیا په دې اند دی، چې افغانستان ته د خپل پوځ روزل په کار دی او د پاکستان حساسیت ورته مهم نه دی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په هند کې د افغان ځانګړو ځواکونو روزل یو مثبت اقدام دی او کولای شی چې افغان ځواکونه په ښه توګه وروزی.
هغه وایی، دا چې د پخوانی افغان اردو غړو په هند کې روزنه لیدلې وه، هغوی ښه پایله ورکړې وه نو اوس هم په هند کې د افغان ځواکونو روزل به ښه پایله ورکړی.
د ده په خبره، افغانستان او هند په ډېرو موضوعاتو کې سره شباهت لری او مهمه دا چې دواړه هېوادونه له ترهګرۍ نه ځورېږی، له همدې امله یې روزنه ګټوره ثابتېږی.
نوموړی زیاته کړه، هند چې پخوانی کوم افغان پیلوټان روزلی ول د هغوی پایله هم په لوړه درجه وه او په خپل وخت و زمان یې چارې ښې وې.
ښاغلی امرخېل زیاتوی، له ناټو او نورو هېوادونو نه هم په هند کې د افغان ځواکونو روزنه ګټوره او مثبته ده او دا به د افغان ځواکونو په رهبرۍ او لیډر شیپ کې هم ښه مرسته وکړی.
هغه په دې اړه چې دغه کار به د پاکستان اعتراض او غصه را ونه پاروی وویل، دا حتمی نه ده چې موږ هر کار کوو، په هغه کې د پاکستان خوښه په پام کې ونیسو، یا ترې لاس واخلو ځکه چې پاکستان پرې خپه کېږی.
نوموړی په دې باور دی، افغانستان باید د چا خپګان او رضایت ته ونه ګوری، په کار ده چې تر هره څه لومړی خپله اردو او پوځ جوړ کړی، ښه یې وروزی او د خپلې خاورې دفاع ته یې چمتو کړی.
د پوځی چارو دغه شنناندی زیاتوی، پاکستان نه یوازې په هند کې د افغان ځواکونو په روزنې، بلکې په هر اقدام سره اعتراض کوی، ځکه هدف یې روښانه دی، چې محتاج او کمزوری افغانستان غواړی: (( موږ چې سوداګری هم کوو، پاکستان اعتراض کوی، چې ولې له مانه واردات نه کوې. پاکستان غواړی افغانستان ځان ته محتاج وساتی. هغوی کله لاره بندوی او کله خبرداری ورکوی. موږ باید د پاکستان خپګان ته صبر ونه کړو او خپله اردو وروزو او ترېنه ښه استفاده وکړو.))
هغه وایی، هند که له افغانستان سره د تخنیک مرسته وکړی اغېز به یې ډېر وی، د ډېرو شباهتونو له امله د هند تخنیک په افغانستان کې ګټور ثابتېدای شی؛ ځکه چې ‌ډېری افغانان له وړاندې نه له دې تخنیک سره بلد دی.
جنرال عتیق الله امرخېل د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان پوځ دمګړۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې روزل کېږی، د دې کار اغېز به د افغان پوځ په راتلونکې څه وی، وویل: په ډېرو هېوادونو کې د افغان پوځ روزل هم مثبت ټکی لری او هم منفی.
د ده په اند، د دې کار یوه ګټه دا ده چې افغان پوځ هر تکتیک زده کوی او له بېلابېلو تجربو سره مخ کېږی، چې په وړتیاوو یې ښه اغېز ښندی.
نوموړی وویل، اوس چې استخباراتی جګړې زیاتې شوی، ښایی یوشمېر هېوادونه افغان ځواکونه د خپل ځان په ګټه وروزی چې دا د افغانستان لپاره زهر ګرځی؛ خو وایی، له ټولو هېوادونو څخه په هند کې د افغان ځواکونو روزنې ته ترجیح ورکوی.
په همدې حال کې د پوځی چارو بل شنناندی جنرال امر الله امان وایی، هند او افغانستان له ۱۹۵۵ کال راهیسې د پوځی روزنې تړون لاسلیک کړی، چې ډېری افغان پوځیان په هند کې روزل شوی دی.
هغه وایی، په هند کې د افغان ځواکونو روزنه د افغانستان په ګټه وه، ځکه په هند کې شته ټول پوځی وسایل ( الوتکې، ټانګونه، توپونه، سپکې او درنې وسلې ) په افغانستان کې هم کارېدلې او افغان پوځیانو ورسره هېڅ ډول ستونزه نه درلوده.
د ده په خبره، افغانستان یو مهال د سیمې په کچه پوځی ځواک او مجهز پوځ درلود؛ خو کله چې په ۱۹۹۲ کال کې په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ شو، هند او روسیې خپلې پوځی ټېکنالوژۍ ته بدلون ورکړ، ځکه په افغانستان کې شته پرمختللې وسلې چې په سیمه کې له روسې او هند پرته له چا سره نه وې، د کباړ په نامه د پاکستان لاس او لابراتوار ته لوېدلې وې.
ښاغلی امان زیاته کړه، اوس چې په هند کې کوم افغان ځواکونه روزل کېږی له دیپلوم سره هېواد ته را ستنېږی؛ خو افغانستان هغه وسایل نه لری، چې دوی یې په هند کې روزنه لیدلې ده.
نوموړی له افغانستان سره د هند پوځی مرستو ته په اشارې وویل، چې هند یوازې له افغانستان سره د البسې او روزنې مرسته کوی او د درنو وسلو او تخنیک د ورکړې ژمنه یې نه ده کړې.
هغه وایی، چې په هند کې د افغان ځواکونو روزنه به د پاکستان حساسیت را وپاروی، ځکه هند او پاکستان د دوه اتومی هېوادونو په توګه په خپل منځ کې دښمنی لری او دغه کار به پاکستان اړباسی چې په افغانستان کې خپلې سیالۍ ته زور ورکړی.
ښاغلی جنرال امرالله امان په دې باور دی، دا چې پاکستان هم اوس د ترهګرۍ د لمبو ښکار دی، په کار ده چې له تعقل نه کار واخلی او په افغانستان کې د جګړې او اور د زیاتولو پر ځای له افغان سولې سره مرسته وکړی، څو د دواړو هېوادونو امنیتی وضعیت ښه شی.
د ده په خبر، پاکستان په افغانستان کې د هند د بشری مرستو مخالف هم دی خو په کار دا ده چې دوی په خپلې دې ستراتېژۍ له سره غور وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.