د ولسی جرګې مرستیال: بهرنی هېوادونه دې د اندېښنو پر ځای له افغانستان سره مرسته وکړی

گزارشگر:8 جدی 1392 - ۰۷ جدی ۱۳۹۲

mandegar-1داسې حال کې چې په دې وروستیو کې یوشمېر سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې ښکاره کړی، د سیاسی چارو شننونکی وایی، دغو هېوادونو ته په کار ده چې د اندېښنو ښودلو پر ځای د افغان دولت له پیاوړتیا سره مرسته وکړی.
شننونکی وایی، دغه اندېښنې له ۲۰۱۴ کال وروسته د نا امنۍ له پراختیا سرچینه اخلی او ګاونډی هېوادونه فکر کوی که نړۍ له افغانستانه ووځی، افغانستان به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې توان ونه لری او نا امنۍ به دغه هېوادونه هم وځپی.
د ولسی جرګې دویم مرستیال صالح محمد سلجوقی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې ارام او امن افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی، ځکه چې امنیتی ننګونې او ګواښونه له شک پرته چې د افغانستان په جغرافیه کې محدود نه پاتې کېږی او ګاونډیو هېوادونو ته هم سرایت کوی.
هغه وایی، ګاونډی هېوادونه د سرحدی پولو په ساتلو او خپلو پوځی ځواکونو سره نشی کولای د دې ننګونو مخه ونیسی، ځکه نشه یی توکی او ترورېزم د بشری ټولنې ګواښی، چې په بېلابېلو بشری ټولنو کې مشترک دښمنان لری.
د ده په خبره، دا چې نشه یی توکی او ترهګری له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د افغانستان سترې ستونزې وې او دولت ورسره لاس او ګرېوان و، له همدې امله ګاونډی هېوادونه هم اندېښمن دی، چې له افغانستانه د نړۍ والو ځواکونو په وتلو او له دې هېواد سره د نړۍ والو مرستو په کمېدو سره به دغه پدیدې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته هم وغځېږی.
ښاغلی سلجوی زیاتوی، همدارنګه د سیمه ییزو هېوادونو اندېښنې په سیمه کې د هغوی د متضادو ګټو له امله هم دی او که سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو، د همګرایۍ او همکارۍ فضا رامنځته کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان حکومت په پیاوړی کولو کې اقدام ونه کړی؛ نو دغه ګواښوونکې ستونزې به د هغوی هېوادونو ته هم وغځېږی.
نوموړی وایی، د کورنی، سیمه ییز او نړۍ وال شرایط او الزمات ایجابوی چې افغانستان په خپل بهرنی سیاست کې دوستانه سیاست غوره کړی، هغه سیاستونه چې په روښانو کړنلارو ولاړ دی؛ خو دا چې اوس د بې اعتمادۍ یوه فضا رامنځته شوې سیمه ییز هېوادونه اندېښنه لری چې افغانستان له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د ترهګرو په ځاله بدل نشی.
د ولسی جرګې دویم مرستیال وویل، د بې اعتمادۍ او د سیمه ییزو هېوادونو د اندېښنو د ناورین پر ځای ایجاب کوی، چې سیمه ییز هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغان حکومت په پیاوړتیا او رښانه همکارۍ تمرکز وکړی؛ د سیمه ییزو هېوادونو همدغو اندېښنو افغانستان لا بې ثباته کړی دی،
ده زیاته کړه، موږ د ملی ګټو په چوکاټ کې او د افغانستان د وضعیت په پام کې نیولو سره د نورو هېوادونو مشروع ګټې په رسمیت پېژنو او د نورو هېوادونو د ګټو ساتلو لپاره ځانونه متعهد بولو.
د ښاغلی صالح محمد سلجوی په اند، افغانستان دوه تاریخی پېښې په مخکې لری چې یوه راتلونکی ټاکنې او بله هم د امنیتی مسوولیتونو لېږد دی او سیمه ییز هېوادونه فکر کوی، چې افغانستان به له دغو پدیدو سره د مقابلې توان ونه لری او ترهګری به د دوی امنیت هم له منځه یوسی، له همدې امله یې اندېښنې را پارېدلی دی.
همدارنګه د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو په اندېښنو را پارولو کې ډېره ونډه د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتی تړون د لاسلیک مساله ده.
هغه وایی، دا تصور اوس عام شوی که چېرې دغه تړون لاسلیک نشی نو افغانستان د راتلونکې په اړه تضمین نشته.
د نوموړی په اند، بله مساله په دې برخه کې د راتلونکیو ټاکنو ده، چې افغانستان ټاکنې په مخکې لری او دا وېره شته که وضعیت همداسې دوام وکړی دا په سیمه کې بې ثباتی ډېره کړی، ځکه اوس نا امنۍ یوه سیمه ییزه بڼه غوره کړې او د افغانستان په جغرافیه کې محدوده نه ده.
نوموړی زیاتوی، دغو ټولو عواملو دا وېره رامنځته کړې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به نا امنی ټوله سیمه ونیسی؛ خو په وینا یې که چېرې ټول سیمه ییز او نړۍ وال هېوادونه پر افغانستان تمرکز وکړی، له خپلو رقابتونو تېر شی دا به د افغانستان د وضعیت ښه کولو او د سیمه ییزو هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو لامل شی.
ښاغلی لېوال له امریکا سره د امنیتی تړون مساله د یوه پیاوړی نړۍ وال تضمین د لرلو په توګه یوه اړتیا په ګوته کړه او ویې ویل که چېرې دغه تړون لاسلیک نشی نو ګاونډی او سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې له خپلو رقابتونو تېر نشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.