افغانان نه غواړی شا تګ وکړی که ټاکنې ښې ترسره شی افغانستان خپلې لاسته راوړنې ساتلی شی

گزارشگر:10 جدی 1392 - ۰۹ جدی ۱۳۹۲

mandegar-2 (2)د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی د امریکا د څارګرې ادارې وروستی خپاره شوی رپوټ ته په اشارې وایی، چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی او هېڅکله به پخوانیو ترخو تجربو ته ونه ګرځی.
تېره ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼې امریکایی ولسمشر ته د دې هېواد د استخباراتو د وړاندی شوی رپوټ جزیات خپاره کړل، چې په کې ویل شوی ول افغانستان به تر ۲۰۱۷ کاله پورې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړی.
خو د سیاسی چارو شننونکی وایی، که چېرې ټاکنې ښې ترسره شی او د نړۍ مرستې ورسره دوام پیدا کړی نو افغانستان خپلې ټولې لاسته راونې نه یوازې چې ساتل شی بلکې پرمختګ هم کوی.
د سیاسی او پوځی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی وایی، د امریکا د استخباراتو کلنی رپوټ خپلې ځانګړنې او کمزورۍ لری او لا تر اوسه ډېر وخت شته چې دغه کمزورۍ په نښه او له منځه لاړې شی.
د هغه په وینا، تر ۲۰۱۷ کال پورې شته اندېښنې د اوسنیو شرایطو، د افغان حکومت د دریځ، له امریکا، ناټو او افغانستان ترمنځ د شته ستونزو او په افغانستان کې د پراخ فساد د شتون زېږنده ده چې د راتلونکې په اړه په حقیقت کې یوه ستره بې غوری او ناغېړی ده.
ښاغلی کوهستانی چې له ماندګار ورځپاڼې سره یې خبرې کولې زیاته کړه، په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړی ډول د پاکستان لاسوهنې، د وسله والو طالبانو شتون، د ترهګرۍ د ځالو د نه لمنځه وړلو په ځانګړی ډول په شمالی او سوېلی وزیرستان کې، همدرانګه د افغان امنیتی ځواکونو په لیکو کې کمزوری مدیریت دا اندېښنې را پیدا کوی، چې دښمن به بیا ځان را منسجم کړی او واک ته به ورسېږی.
د ده په وینا، مهمه دا ده که چېرې افغانستان په سوله ییز او ښه ډول سره سیاسی واک ولېږدوی، یانې ښې ټاکنې ترسره شی، حد اقل له پنځوس سلنې ډېر افغانان په ټاکنو کې برخه واخلی او راتلونکی حکومت ته مشروعیت ورکړی او له خپل سیاسی نظام نه ملاتړ وکړی، همدغه سیاسی نظام بیا له نړۍ سره خپلې اړیکې ورغوی، له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې تعقیب کړی، د خپلو دښمنانو روښانه تعریف وړاندې کړی، نو په هغه حال کې افغانان د هر ډول نا امنۍ مخه نیولی شی.
ښاغلی کوهستانی زیاتوی، د افغانانو د عامه پوهاونې کچه لوړه شوې او افغانان حتی د هغو سیمو اوسېدونکیو له هلمند، کندهار او نورو ولایتونو اوسېدونکی چې د طالبانو اصلی مرکزونه ول، هم دېته چمتو نه دی، چې بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړی او یا طالبان پرې واکمن شی.
د نومووړی په وینا، که چېرې ملت او د افغانستان سیاسی نخبه ګان اراده وکړی، افغانستان د پرمختګ په لور دی او وضعیت یې نه یوازې دا چې خرابېږی بلکې مخ په ښه کېدو روان دی.
د سیاسی چارو دغه شنناندی وویل، که چېرې د افغانستان راتلونکی حکومت وغواړی د خلکو په همکارۍ یو ګام وړاندې تللی شی، فساد ورک کړی، د حکومت عایداتی سرچینې پیاوړې کړی، سیاسی واک انحصار نه کړی او درست حرکت وکړی دا کار کېدونکی دی.
هغه وایی، که چېرې راتلونکی حکومت ښه حکومتوالی رامنځته کړی، نه یوازې دا چې یوه ملی بودیجه ولری، له نړۍ سره خپلې اړیکې متعهدې او ترمیم کړی او له نړۍ سره تعامل وکړی، په دغسې مهال به افغانستان له سولې تېر او د ثبات ته به ورسېږی.
د کوهستانی په خبره، خو که راتلونکی ولسمشر هم د ولسمشر کرزی په څېر واک انحصار کړی، سیاست د ولسمشر کرزی د حکومت په څېر دوام وکړی، اقتصادی، د نشه یی توکیو او سیاست مافیا سره لاسونه ورکړی، نړۍ واله ټولنه ترې څارنه وکړی او تقویه یې کړی او افراطیت د الې په توګه د راتلونکې لپاره وساتی؛ نو هېڅ شک نشته چې موږ به یوه ښه راتلونکې په مخ کې ولرو.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی میاګل وثیق هم په دې باور دی چې افغانستان پرمختګ لور ته روان دی.
هغه ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په افغانستان کې فساد، مصلحتی حکومت، د طالبانو شتون، کمزورې اداره، د ګاونډیانو لاسوهنې او له نړۍ سره په اړیکو کې شته ستونزې لامل شوی چې د افغانستان د راتلونکی په اړه اندېښنې زیاتې کړی دی.
نوموړی وایی، که چېرې راتلونکې ټاکنې ښې ترسره شی، خلک د یوه ښه ولسمشر لپاره رایه ورکړی او سالم حکومت رامنځته شی، افغانستان خپلې شته لاسته راوړنې ساتلی شی؛ خو په دې شرط چې نړۍ والې اقتصادی او سیاسی مرستې دوام پیدا کړی.
ښاغلی وثیق په دې اند دی، سره له دې چې په افغانستان کې ډېرې پروسې او مسالې بنسټیزې نه شوې او افغانستان له اقتصادی، پوځی او سیاسی پلوه په خپلو پښو ونه درېده؛ که چېرې نړۍ وال ځواکونه ووځی او د نړۍ مرستې بندې شی بیا افغانستان د خپلو لاسته راوړنو توان نه لری.
هغه دغه راز زیاته کړه، بله مهمه خبره داده چې اوس افغانان پوه شی او په هېڅ صورت نه غواړی چې پخوانیو ترخو تجربو ته وګرځی، که چېرې راتلونکی حکومت سمه حکومتولی رامنځته او له نړۍ سره په دقت خپلې اړیکې تنظیم کړی؛دا هیله مندی پیدا کېږی چې افغانستان د پرمختګ لور ته روان دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.