ترهګری افغانستان ته له بهر نه وارد شوې ده

گزارشگر:1 دلو 1392 - ۳۰ جدی ۱۳۹۲

mandegar-3دپوځی چارو شننونکی وایی، چې افغانستان ته ترهګری له بهره را وارد شوی او افغانان ترهګر نه دی. هغوی دغه راز وایی، چې باید ترهګری تعریف شی او د دې پوښتنه وشی چې ترهګر له کومه افغانستان ته راځی.
له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې خبر پاڼې په خپراوی سره ویلی ول، چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې باید د ترهګر او قربانی ترمنځ توپیر وشی.
د ارګ اعلامیې دغه راز ټینګار کړی و، چې له ترهګرۍ سره جګړه دې د ترهګرو په اصلی ځالو متمرکزه شی. د پوځی چارو شننونکی دغه راز وایی، چې د شخصی ګټو په ترلاسه کولو د ولسمشر ټینګار لامل شوی چې افغانان د ترهګرۍ قربانی شی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ترهګری په افغانستان کې نشته او بلکې ترهګر له بهره افغانستان ته را وارد شوی دی.
هغه د ارګ هغې اعلامیې ته په اشارې چې ویل یې باید د ترهګرۍ او قربانی ترمنځ توپیر وشی وویل، دا یو عام عنوان دی چې موخه یې د ترهګرۍ تریفول دی.
د ده په خبره، په افغانستان کې نه ترهګری شته، نه وه او نه به وی او نه افغانان ترهګر دی، ځکه تر اوسه افغانستان په خپله خاوره کې د ترهګرو کومه ځاله هم نه لری.
د ښاغلی امرخېل په وینا، دا چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړه روانه ده، ترهګری او ترهګر ورته له بهر را وارد شوی دی؛ خو قربانی یې ټول افغان ولس دی.
نوموړی زیاته کړه، افغانانو د خپلې ازادۍ، خپلواکۍ او خپلې خاورې د ساتنې لپاره تل قربانی ورکړی دی او د خپلو حقونو د لاسته راوړلو او ازادۍ لپاره جګړه عادلانه ده؛ خو ترهګری بیا خلک وژنی، خلکو کې ډار اچوی او پرته له دې چې دلیل یې روښانه وی خلک وژل کېږی.
د ده په اند، د ارګ د اعلامیې اشاره هم همدې خبره ده چې جګړه باید د ترهګرۍ په ځالو متمرکزه شی نه دا چې تل یې افغانان قربانی وی.
د پوځی چارو دغه شننونکی وایی، په کابل کې د تېرې جمعې شپې برید د طالبانو نه بلکې د بهرنیانو کار و، ځکه چې طالبان دغه ډول بریدونه نشی کولای او تل دغه ډول بریدونه د بهرنیانو له لوری پلانېږی.
په همدې حال کې د پوځی چارو بل شننونکی جنرال امرالله امان ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ارګ اعلامیه یوه نا مشخصه خبره او عنوان دی.
هغه وایی، ولسمشر کرزی له امریکا نه د امنیتی تړون د لاسلیک په بدل کې د سولې عملی شرایط غواړی او په دې ډول ډول بهانو خپل شخصی باج ترلاسه کوی.
نوموړی زیاته کړه، له دې وړاندې په وار وار په افغانستان کې افغانان د ترهګرۍ قربانی شوی، له تېرو څو کلونو دا قربانی روانه ده، چې د ولسمشر کرزی د شخصی ګټو او شخصی باج اخیستو پایله ده.
د ده په وینا، افغان حکومت په تېرو یوولسو کلونو کې د دې پوښتنه وکړه چې ترهګری له کومه راغله، چا راوسته او ترهګر افغانستان ته څنګه راغلل، ځکه په افغانستان کې خو ترهګر نه ول.
ښاغلی امان وویل، ترهګر په افغانستان کې به زرې موټرو کې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ارګ او هند سفارتونو پورې وړل کېږی، درې ځلې یې وزیر اکبرخان د برید هدف وګرځېد؛ خو تر ننه چا ونه پوښتل چې څنګه دغه بریدګر تر دغو ځایونو پورې ورسېدل.
د پوځی چارو د دغه شنناند په وینا، افغان حکومت چې اکثریت چارواکی یې له یوه پاسپورټ سره هېواد ته راغلی، کورنۍ یې په بهرنیو هېوادونو کې دی او د یوې قاچاقبرې ډلې په توګه یې په ملی ګټو منګول لګولې ده، شرایط داسې برابر کړی چې خلک د پوښتنې کولو مجال هم ونه لری.
هغه وویل، د ولسمشر کرزی د حکومت لومړی لس کلونه په شخصی ګټو او د شخصی جېبونو په ډکولو متمرکز ول او وروستی دوه کلونه یې له امریکا سره په دې چنې ووهلې، چې څنګه د ده ټیم له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په واک کې پاتې شی.
نوموړی زیاته کړه، د ولسمشر کرزی حکومت په تېرو یوولسو کلونو کې د افغانستان لپاره هېڅ ډول سیاسی، اقتصادی او امنیتی ستراتېژی نه درلوده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.