ولسمشر د لوېدیځو ملاتړو خلاف تبلیغاتی جګړه پیل کړې ده

گزارشگر:6 دلو 1392 - ۰۵ دلو ۱۳۹۲

د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې د ولسمشر کرزی تازه څرګندونې تر ډېره د لوېدیځ خلاف د پیل شوې تبلیغاتی جګړې برخه ده چې ولسمشر پیل کړې ده.
ولسمشر کرزی تېره ورځ یوې خبری ناستې په وینا کې وویل، که چېرې امریکا امنیتی تړون نه لاسلیک کوی ښه ده چې ووځی. همدارنګه ولسمشر کرزی وویل، چې باګرام د طالبان جوړونې فابریکه ده.
د سیاسی چارو شننونکی یونس فکور ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ولسمشر کرزی وروستۍ څرګندونې د هغه د لوېدیځو ملاتړو خلاف د تبلیغاتی پیل شوې جګړې برخه ده.mandegar-3
هغه وایی، ولسمشر له دې کنفرانس وړاندې له کنفرانس نه ځانګړې موخې درلودې، له همدې امله د خبریالانو له پوښتنو یې تېښته کوله او د پوښتنو خلاف خبرې یې کولې.
د ده په وینا، دا چې د ولسمشر لوېدیځو ملاتړ د نوموړی شخصی غوښتنې نه دی منلی او ګټې یې نه دی تامین شوی؛ نو د هغوی په خلاف یې د رسنیزې جګړې لار نیولې ده.
ښاغلی فکور زیاتوی، ولسمشر کرزی د لوېدیځ د دې کار په غبرګون کې له امریکا سره لاسلیک کېدونکی امنیتی تړون یرغمل کړی او غواړی په دغه ډول څرګندونو سره خلک وغولوی.
نوموړی وویل، په دغه ډول څرګندونو سره ولسمشر هڅه کوی چې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې اړیکې او د سیمې نورمال روابط خراب کړی.
د ده په اند، ولسمشر له امریکا سره ډغرې وهی خو هېڅ بدیل ورته نه لری: (( ولسمشر لکه یو ساده سیاستوال چې جګړه کوی، غټه ډبره اخلی خو جګړه نه کوی.))
د سیاسی چارو دغه کارپوه وایی، ولسمشر په دې کار سره هڅه کوی چې له افغانستان د امریکایی او نړۍ والو ځواکونو په وتلو سره طالبانو او اسلامی حزب ته لاره پرانیزی.
هغه وایی، ولسمشر تر اوسه خپل لګښت نه لری، امریکا یې ورکوی، د خپلې اردو لګښت نشی ورکولای او د خپلو مامورینو معاش د امریکا له مرستو پوره کوی؛ نو څنګه امریکا ته د وتلو وایی او زیاتوی چې مرستو ته یې اړتیا نه لری.
د انجینر محمدیونس فکور د ولسمشر هغو څرګندونو ته چې ویل یې له زندان نه خوشی شوی طالبان د جګړې لیکو ته نه ګرځی او دا یې د بهرنیانو تبلیغات بللی، په اشارې وویل: هېڅ تضمین نشته چې له بنده خوشې شوی کسان به خپلو کورونو ته ستنېږی او یا به په جګړه کې برخه نه اخلی: (( تاسو څه موده مخکې د کندهار د ملی امنیت راپور واورېده، چې ویل یې له زندان نه خوشی شوی طالبان بیا په تخریبی فعالیتونو سر شوی دی. هغه کسان چې د افغان او نړۍ ځواکونو او بې ګناه وګړو په وژنه کې ښکېل دی او له پوره اسنادو سره نیول شوی دی. هغه له بنده خوشې کړی ایا هغه کور ته ځی؟ ولسمشر کرزی خو هغه ورته غېږ نه ده خلاصه کړې چې هغوی ته کار پیدا کړی، د ژوند امکانات ورته برابر کړی. ملا ضعیت او ملامتوکل په کابل کې له ولږې مری. ته خو یو ځل د هغوی برخلیک ته وګوره. نو چې هغه طالبانو ته د کار او ژوند زمینه برابره نه کړې هغوی بې له دې چې جګړې ته مخه کړی نورڅه وکړی؟))
په همدې حال کې د سیاسی او پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې د تړون د نه لاسلیک پر مهال له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ولسمشر کرزی څرګندونې سیاسی مانورې وبللې او زیاته یې کړه، چې کله امریکا د صفر اپشن خبره کوی، کله له افغانستانه د نه وتلو وایی او کله نورې؛ همدغه ډول ولسمشر کرزی هم سیاسی لوبه ترسره کوی.
دی وایی، ولسمشر کرزی د ټول ملت او د ملی ګټو مسوولیت پر غاړه لری او زیاتوی، له بده مرغه چې افغان حکومت کې ډېر وخت مامورینو خپلو امرینو ته حقایق نه دی ویلی.
هغه زیاتوی، هېڅ تضمین نشته چې له بنده خوشې شوی طالبان به بیا د جګړو لیکو ته نه ورځی؛ خو په دې اړه چې ځینې طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ورغلی، د افغان چارواکو رپوټونه مؤثق نه دی.
نوموړی په دې باور دی، چې امریکا او ولسمشر کرزی دواړه راضی او موافق نه دی چې امریکایی ځواکونه له افغانستانه ووځی؛ خو وایی چې اهداف یا له سیاسی لارې او یا هم له جګړې لارې لاسته راځی.
ښاغلی امرخېل زیاتوی، که د ولسمشر کرزی د خبرو تر شا شخصی اهداف پراته وی باید امریکا یې روښانه کړی، چې ولسمشر کرزی ترېنه دغه شخصی غوښتنې لری؛ څو افغان ولس پوه شی او پرېکړه و کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.