د ټاکنو خپلواک کمېسیون: له امنیتی ځواکونو د عملی اقدام غوښتنه کوو کورنیو چارو وزارت: نوماندان دې له امنیتی ځواکونو سره همغږی ډېره کړی

گزارشگر:7 دلو 1392 - ۰۶ دلو ۱۳۹۲

mandegar-3د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکی وایی، چې دوی د راتلونکیو ټاکنو د نوماندو د امنیت په اړه اندېښمن دی او په کار ده چې امنیتی ځواکونه ورته ډېره پاملرنه وکړی.
دا اندېښنې وروسته له هغې رامنځته کېږی، چې د تېرې جمعې په ورځ په هرات کې د یوه نوماند مرستیال له ځانمرګی بریده روغ ووت.
خو امنیتی ځواکونه وایی، چې دوی د ټاکنو د امنیت لپاره ځانګړی تدابیر نیولی او چمتو دی چې د ټولې ټاکنیزې پروسې امنیت وساتی. د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوی، چې نوماند دې له دوی سره خپل فعالیتونه په همغږۍ ترسره کوی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور ماندګار ورځپاڼې په مرکه کې وویل، دوی د راتلونکیو ټاکنو د ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو د نوماندو له امنیت اندېښنه لری او په وینا یې چې دوی دا مساله له امنیتی ځواکونو سره شریکه کړې ده.
د هغه په خبره، امنیتی ځواکونه دنده لری، د ټاکنو د ټولې پروسې، لکه د کارت وېشنې، د ټاکنیزو چارو د لېږد، د رایه ورکوونکیو، نوماندو، څارونکیو او د ټاکنیزو کمېسیونو د مامورینو امنیت وساتی.
د ده په وینا، دوی په هرو پنځلسو ورځو کې د ټاکنو د امنیت له ځانګړی کمېسیون سره ناستې لری، چې خپلې ټولې اندېښنې یې ور رسولی او هغوی ورته د دې ستونزو د لرې کولو او امنیت د تامین ژمنې ورکړی دی.
ښاغلی نور وایی، باید د کاندیدانو امنیت ته ډېره پاملرنه وشی او دغه مساله یې په کتبی او شفاهی ډول امنیتی ځواکونو ته رسولې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند زیاته کړه، سره له دې چې امنیتی ځواکونو د امنیت د تامین ژمنې ورکړی دی؛ خو دوی د عملی اقدام غوښتنه کوی.
په همدې حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ولایتی شوراګانو او ولسمشرۍ د نوماندو پر وړاندې ګڼې امنیتی ستونزې او ننګونې شته.
هغه وایی، باید د نوماندو د امنیت تامین ته امنیتی ځواکونه خاصه او ډېره پاملرنه وکړی، په ځانګړی ډول د ښځینه نوماندو لپاره.

د ده په وینا، امنیتی ځواکونه باید د امنیت په اړه شته اندېښنې لرې کړی، خلکو ته ډاډ ورکړی او دنوماندو د ټولو ټاکنیزو پروسو په ځانګړی دول د کمپاینونو پر مهال امنیت ټینګ وساتی؛ څو کومه پېښه رامنځته نشی.
د فیفا ویاند وویل، که پر امنیتی ستونزو هر څومره ډېر بحثونه او خبرې وشی دا به د امنیت په تامین کې له امنیتی ځواکونو سره مرسته وکړی، هغوی به خپلو مسوولیتونو ته ځیر کړی؛ نه دا چې په ټاکنیزې پروسې به اغېز وکړی.
ښاغلی نعیمی زیاته کړه، د ټاکنو پر وړاندې یوازینۍ ستونزه د رایه ورکونې د مرکزونو د تړلو نه ده؛ بلکې ځانمرګی بریدونه، غیر مسووله وسله وال، زورواکان او نور د ټاکنو پر وړاندې خنډونه دی چې امنیت ګډوډوی او په کار ده چې د دې کار د مخنیوی لپاره اقدام وشی.
د نوموړی په باور، د کورنیو چارو وزارت باید په ټاکنیز امنیت کې د ښځو ونډه ډېره کړی، ځکه ښځینه پولیسې باید د ښځو د رایه ورکونې د مرکزونو امنیت وساتی او که دغسې ونشی نو په ټاکنو کې به د ښځو ونډه کمرنګه شی.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب الله دانش ماندګار ورځپاڼې ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو پروسې د امنیت لپاره یې ځانګړی تدابیر تر کار لاندې نیولی دی.
هغه وایی، دوی د و لسمشریزو ټاکنو هر نوماند ته درې مرمۍضد او پنځه امنیتی موټر ورکوی او پولیس یې د امنیت په ساتلو موظف شوی دی.
د ده په خبره، د ټاکنیزو سیالیو او نورو ټولو پروسو کې پولیس چمتو دی چې د نوماندو امنیت وساتی؛ خو نوماندان چې هرې چېرې سفر کوی باید له مخکې نه یې له امنیتی ځواکونو سره همغږی کړی څو پولیس یې د امنیت تامین لپاره تدابیر ونیسی.
ښاغلی دانش وویل، د دې ترڅنګ هر نوماند ته ۳۵ تنه ساتونکی ورکړل شوی، چې د دوی له لوری کورنیو چارو وزارت ته پېژندل شوی ول، ځکه د هغوی باوری کسان ول، چې ځینو ته یې وسایل هم ورکړل شوی، ساتونکی یې استخدام شوی او د ډېرو کمو چارې لا د خلاصون په حال کې دی.
هغه د کمېسیون د دې غوښتنې په ځواب کې چې ویل یې دوی له امنیتی ځواکونو نه د ژمنو پر ځای د عملی اقداماتو غوښتنه کوی وویل، دوی خپلو ژمنو ته متعهد دی، عملی ګامونه یې اخیستی، لکه د رایه ورکونې د کار وېشلو پر مهال په څلور دېرشو ولایتونو کې پولیسو د دوی امنیت نیولی و، چې د کندوز له پېښې پرته بله پېښه نه وه رامنځته شوې.
د رایه ورکونې د کارتونو د وېش په پړاو کې ناپېژاندو وسله والو په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وژلی و.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، دوی د امنیتی ځواکونو او نوماندو ترمنځ په ښې همغږۍ ټینګار کوی او هیله یې دا ده چې نوماندان خپل ټول پروګرامونه له امنیتی ځواکونو سره د ښې همغږۍ په کولو مخ ته یوسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.