د کنر والی: د سرتېرو د خلاصون لپاره هڅې پیل شوی ده

گزارشگر:6 حوت 1392 - ۰۵ حوت ۱۳۹۲

mandegar-3د دوشنبې په ورځ پر کابل د ویر ټغر را خور و. په خورا یوه غمجنه فضا کې د هغو یوویشتو افغان سرتېرو جنازه وشوه، چې په کونړ کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی ول. د یکشنبې په ورځ کابو دوه سوو وسله والو طالبانو د کونړ په غازی اباد کې د ملی اردو پر یوې پوستې برید وکړ او یوویشت تنه سرتېری یې ووژل.
د کونړ والی وایی، چې یوشمېر سرتېری وسله وال له ځانه سره ژوندی بېولی دی. خو د ولسی جرګې غړی وایی، حکومت له خپلو تجربو ګټه نه ده اخیستې او په کار ده چې د امنیتی ځواکونو لیکې چاڼ شی.
د کونړ والی شجاع الملک جلاله ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د هغو سرتېرو د خلاصون لپاره یې د قومی  مشرانو، دینی عالمانو او ځایی مخورو سره یو ځای هڅې پیل کړی، چې وسله والو طالبانو په غازی اباد ولسوالۍ کې د ملی اردو پر یوې پوستې د برید په لړ کې له ځانه سره بېولی ول.
د یکشنبې په ورځ چې وسله والو طالبانو د کونړ په غازی اباد ولسوالۍ کې د ملی اردو پر پوستې برید وکړ، د یوویشتو سرتېرو پر وژنې سربېره یې اوه تنه له ځانه سره ژوندی بېولی دی.
د کونړ والی وایی، تر اوسه نه ده معلومه چې وسله والو هغوی چېرته وړی؛ خو د قومی مشرانو په مرسته هڅه کوی چې هغوی د وسله والو له چنګه را خلاص کړی.
د ده په وینا، تېره ورځ د هېواد لوی درستیز سیمې ته د ډېرو څېړنو لپاره تللی و.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی وایی، په کار ده چې د ټولو امنیتی ځواکونو په لیکو کې له سره چاڼ وشی، څو نفوذی اشخاص په ګوته شی.
د ولسی جرګې غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپانې ته په مرکه کې وویل، دا لومړی ځل نه دی چې په هېواد کې په امنیتی ځواکونو کې د نفوذی اشخاصو له امله دغه ډول پېښې رامنځته کېږی؛ خو لا تر اوسه یې هم مخه نه ده نیول شوې.
هغه وایی، ملی امنیت یوازې په دې ځانته برائت نشی ورکولای چې دغو سرتېرو ته یې خبرداری ورکړی و، باید ملی امنیت خپل راپور جدی څارلی وای او د  دې پېښې مخه یې نیولې وای.
د مجیدی په وینا، د دې پېښې یو لامل دا هم دی چې د امنیتی ځواکونو ترمنځ همغږی کمه ده او په کار ده چې دغه همغږی ډېره شی، هغه معلومات چې له ملی امنیت سره دی له نورو ادارو سره شریک او په ګډه مخ ته لاړ شی.
نوموړی په دې باور دی، چې له ملی امنیت سره د ټولو وګړو راپورونه او معلومات شته چې د نفوذی اشخاصو د معلومولو لپاره ترې ښه ګټه اخیستل کېدای شی.
د دفاع زیر بسم الله محمدی د یادو سرتېرو په جنازه کې سره له دې چې د کوم هېواد نوم یې وانه خیست، خو وویل چې «طالبانو د بهرنیو ملاتړو په همکارۍ، د یوه مشخص هېواد د استخباراتو په مټ، پر ملی اردو برید وکړ.
نوموړی دا هم وویل، چې په تېرو دوولسو کلونو کې افغان ځواک له هېڅ خطر مخ نه دی اړولی، او په مېړانه یې له خپلې خاورې دفاع کړې ده. طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.
تېره ورځ ولسمشر حامد کرزی هم له پاکستانه په ټینګه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د مبارزې غوښتنه وکړه. نوموړی د افغان سرتېرو د وژل کېدو په اورېدو سره خپل بهرنی سفر هم لغوه کړ.
د تېرې یکشنبې ورځې په برید کې، چې د کونړ په غازی اباد ولسوالۍ کې وشو، د دفاع وزارت په وینا، نژدې ۲۰۰ افغان او بهرنیو طالبانو د ملی اردو پر سرتېرو برید وکړ، ۲۱ یې ووژل او درې نور یې ټبیان کړل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.