پر کمپاینونو بریدونه په ټاکنو ناوړه اغېز کوی

گزارشگر:24 حوت 1392 - ۲۳ حوت ۱۳۹۲

mnandegar-3د ټاکنو څارونکیو نهادونو په دې وروستیو کې پر ټاکنیزو کمپاینونو د بریدنو له زیاتوالی اندېښنه ښیی او وایی، چې دغه بریدونه به په ټاکنو ناوړه اغېزه وکړی. هغوی وایی، دا د امنیتی ځواکونو دنده چې د ټاکنو د پروسې امنیت تامین کړی.
په دې وروستیو کې هرات، فاریاب، سرپل، غزنی، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو د نوماندو په دفترونو او کمپاینونو بریدونه شوی چې له ځانه سره یې مرګ ژوبله هم درلوده. دغه راز په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څلور غړی د وسله والو له لوری تښتول شوی دی.

دغو ټولو پېښو د خلکو اندېښنې را پورته کړی؛ خو د کورنیو چارو وزارت وایی، چې دغه بریدونه به په ټاکنو اغېز ونه کړی او دوی د دې ډول بریدونو مخنیوی ته هڅې کوی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، سره له دې چې د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په پرتله د راتلونکیو ټاکنو لپاره د ټاکنیزو مبارزو په لړ کې امنیتی پېښې کمې دی؛ خو بیا هم په دې وروستیو کې ځینې پېښې ترسره شوی دی.
هغه وایی، دغه ډول بریدونه چې کله نوماندان په نښه کېږی، د هغوی دفترونه تر برید لاندې راځی، کمپاین کوونکی یې وژل کېږی او یا دا چې ټاکنیز مامورین تښتول کېږی دا ټولې پېښې په ټاکنو ناوړه اغېزه لری.
د ده په خبره، دا د امنیتی ځواکونو دنده چې د ټاکنو د پروسې امنیت تامین کړی؛ خو زیاتوی د دغه ډول پېښو مخنیو سل سلنه امکان نه لری؛ مګر د امنیتی ځواکونو، نوماندو او د هغوی د کمپاینونو د دفترونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول کولای شی د دغه ډول پېښو ګراف راکم کړی.
نعیمی وویل، د دوی د دغو بریدونو له امله اندېښمن دی، ځکه هر څومره چې د ټاکنو پر وړاندې ګواښونه ډ‌ېرېږی په هماغه اندازه په ټاکنو کې د خلکو ګډون ورسره کمېږی او بد اغېز پرې ښندی.
د نوموړی په وینا، سره له دې چې امنیتی ځواکونه د خلکو د فزیکی امنیت تامین دنده پر غاړه لری، دغه ډول باید خلکو ته له روانی پلوه ډاډ ورکړل شی او خوندی شی، چې د ټاکنو په ورځ به هېڅ پېښه نه کېږی؛ څو خلک په ټاکنو کې ګډون وکړی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځینو نوماندو پلویان ادعا کوی چې پر دوی بریدونه سیاسی انګېزه لری وویل، د دوی څارونکیو تر اوسه په دې اړه معلومات او شواهد نه دی موندلی، چې په نوماندو بریدونه سیاسی موخې لری او که یې وسله وال مخالفان ترسره کوی. هغه وایی، که چېرې بریدونه سیاسی انګېزه ولری دا به شکونه ډېر او د ټاکنو پروسه به تر پوښتنې لاندې راولی.
ښاغلی فهیم نعیمی اندېښنه وښوده، چې امنیتی ځواکونو تر اوسه د نا امنیو د ټولو هغو پېښو چې تر اوسه د ټاکنو په پروسه کې شوی دی، د خپلو څېړنو پایلې نه دی اعلان کړی. هغه له امنیتی ادارو وغوښتل چې ټول معلومات باید په دې اړه له څارونکیو او رسنیو سره شریک شی.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب الله دانش ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هغه بریدونه چې تر اوسه د ټاکنو په پروسې شوی دی، تر دې حده نه دی چې د ټاکنو په پروسې دې ناوړه اغېز وکړی.
د ده وویل، امنیتی ځواکونه شپه ورځ د امنیت د تامین هڅې کوی او د امنیت د تامین په اړه یې نوماندو ته زغره وال موټر او پولیس هم ورکړی دی.
د هغه په خبره، د هرات او ځینې نورو ولایتونو کې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله پر کمپاین بریدونه شوی په اړه یې ځینې کسان نیول شوی او ځینې نور څار لاندې دی؛ خو څېړنې یې نه دی بشپړې شوی. ښاغلی دانش زیاته کړه چې د امنیت تامین د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوب کې ځای لری او د همدې کار لپاره یې یو کمېسیون هم رامنځته کړی دی.
د ده په وینا، له تخنیکی پلوه امنیتی څېړنې وخت ته اړتیا لری چې په پای ته رسېدو سره به یې پایلې اعلان شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.