پاکستان ته د امریکا د تجهیزاتو ورکړه، له افغانستان سره دښمنی ده

گزارشگر:27 حوت 1392 - ۲۶ حوت ۱۳۹۲

mandegar-3وروسته له هغې چې واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړ، چې امریکایی چارواکیو په دې بحثونه پیل کړی، چې په افغانستان کې کارېدونکی خپل پوځی وسایل او تجهیزات پاکستان ته ورکړی، یوشمېر افغان پوځی شنناندی وایی، چې دغه کار یې له افغانستان سره ښکاره دښمنی ده. هغوی وایی، امریکا غواړی په دې کار سره پر افغان دولت فشارونه زیات کړی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال نورالحق علومی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، افغانستان د ناټو او امریکا تجهیزاتو او نورو هغو پوځی وسایلو ته چې دمګړۍ د بهرنیو ځواکونو په واک کې دی، ډېره اړتیا لری او په کار وه چې د نړۍ والو ځواکونو له وتو سره سم دغه تجهیزات افغان ځواکونو ته سپارل شوی وای.
د هغه په خبره، که چېرې بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو اړتیاوې پوره کړې وای؛ نو نن به افغان ځواکونه په خپلو پښو ولاړ وای او د هر ډول ګواښ ځواب به یې ویلای شوای.
نوموړی زیاته کړه، دا چې افغان حکومت له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک په اړه ناندرۍ را پورته کړی، امریکا غواړی پاکستان ته د دغو تجهیزاتو په سپارلو سره افغان حکومت ته پیغام ورکړی: (( امریکا غواړی له سیاسی پلوه پر افغان حکومت فشار راوړی او ورته وښیی چې په افغانستان کې کارېدونکی وسایل هغه هېواد ته ورکوی، چې د ترهګرو ځالې یې په خپله غېږه کې ساتلی، د افغانستان له ثبات او سولې سره یې مرسته نه ده کړې. هغه هېواد چې تل یې د ناټو د اکمالاتو پر مخ لارې تړلې، هغوی ته یې ستونزې جوړولې او غوښتل چې خپلو موخو ته ورسېږی. دا ښه خبره نه ده او ښه کار هم نه دی.)) ښاغلی علومی وویل، د دې ترڅنګ غواړی دا هم روښانه کړی چې د افغان ځواکونو د ځواکمنتیا پر ځای خپل پوځی وسایل او تجهیزات پاکستان ته سپاری، ځکه افغان ځواکونه تر هر چا ډېر دغو وسایلو او تجهیزاتو ته اړتیا لری.
د نوموړی په اند، هغه مهال چې نړۍ وال ځواکونه افغانستان ته راتلل له افغانستان سره یې هېڅ ډول تړون نه څو لاسلیک کړی؛ خو څو کاله وړاندې په دې اړه ولسی جرګې هڅې پیل کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون قانونی بڼه خپله کړی، چې ستراتېژیک تړون او امنیتی تړون د دې کار لپاره رامنځته شول. هغه وایی، په دې اړه هم هېڅ تړون نه و چې څومره ځواکونه باید افغانستان ته راشی او د تللو په وخت کې خپل پوځی وسایل باید افغان لوری ته وسپاری.
جنرال نورالحق علومی وویل، دا یوه ضروری اړتیا ده چې لومړی باید افغان ځواکونه ښه مجهز او اکمال شی، د هغوی اړتیاوې رفع شی او هغوی په خپلو پښو ودرېږی: (( چې د افغان ځواکونو ضرورت رفع شی نو بیا چې دا تجهیزات هر چاته ورکوی خپل اختیار یې دی. خو لومړی باید افغان ځواکونه ښه سمبال شی. که چېری افغان امنیتی قوواې پیاوړې شوې وای نو اوس یې د امنیت او ثبات په راوستو کې ښه رول لوبولی وی.))
نوموړی په دې باور دی، که چېرې دغه تجهیزات او وسایل افغانستان ته ورنه کړل شی او افغان امنیتی ځواکونه پیاوړې نشی، نو د افغانستان بې ثباتی به سیمه او نړۍ نا امنه کړی: (( افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالې بدل شی. چې سیمه او حتی ټولې نړۍ ته به ګواښ پېښ کړی. نړۍ وال به یې زیان ووینی.))
د پوځی چارو دغه شنناند پر افغان حکومت هم نیوکې کوی، چې له نړۍ والې ټولنې سره یې باید داسې چلن کړی وای، چې هغوی یې اړ ایستی وای؛ څو افغان ځواکونه ښه وروزی او تجهیز یې کړی، نه داسې چې هم مرستې وغواړی او هم ورسره ډغرې ووهی.
په همدې حال کې پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په ټوله نړۍ کې هېوادونه له پوځی اړه نوی تکتیک او تخنیک ته اړتیا لری. هغه وایی، افغانستان هم اردو لری او تر هر چا ډېر نوی تخنیک ته اړتیا لری، ځکه په زاړه تخنیک اردو خپلې اړتیاوې نشی پوره کولای.
د نوموړی په وینا، امریکا پاکستان ته په افغانستان کې د خپلو شته پوځی تجهیزاتو په ورسپارلو سره غواړی له افغانانو سره خپله دښمنی ښکاره کړی: (( امریکا غواړی په دې کار له افغانستان سره دښمنی غواړی. زموږ دښمن تقویه کوی دا کومه مانا لری. د دې پر ځای چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړی چې په خپله خاوره کې د وسله والو مرکزونه له منځه یوسی، ورسره نوره مرسته هم کوی.))
هغه زیاتوی، دولت باید د نورو خبرو پر ځای په دې اړه له امریکا سره خبرې وکړی: (( موږ امنیتی تړون له همدې امله مهم ګاڼه. خو امریکا کله کله داسې وایی، چې افغانان د دې تخنیک د ساتلو او کارولو ظرفیت نه لری، چې دا توهین امېزې خبرې دی. افریقایان، بنګالیان او نور یې ساتلی شی او افغانان یې ظرفیت نه لری؟ دا تعلیم او تربیې ته اړتیا لری.))
ښاغلی امرخېل په دې باور، چې امریکا د خپلو هغو کړنو له امله چې په افغانستان کې یې ترسره کړی وېره لری، چې افغان لوری ته د دغو وسایلو په ورکړې سره به افغان امنیتی ځواکونه دوی ته خنډ او ګواښ پېښ کړی.
د ده په وینا، امریکا پاکستان ته د دې تجهیزاتو په ورکړې سره هڅه کوی پاکستان په خپل کنټرول کې وساتی او روسیې ته له لاس غځولو یې را وګرځوی: (( موږ باید داسې سیاست خپل کړی وای، چې له نړۍ والو مرستو مو د ځان لپاره ډېره ګټه اخیستې وای. موږ باید نن له چین، روسیې او هند نه د وسلو پېرلو وس او اقتصاد درلودای هغه مهال به امریکا ته محتاج نه وای. خو اوس امریکا غواړی افغانستان تل ځان ته اړ وساتی.))

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.